ډيرو خوږو او زړه ته رانږدې دوستانو پکتیا پوهنتون د هېواد په کچه پنځم مقام خپل کړ

ډيرو خوږو او زړه ته رانږدې دوستانو پکتیا پوهنتون د هېواد په کچه پنځم مقام خپل کړ
پکتیا پوهنتون اوسمهال د بېخبیناو په برخه کې ښو لاس ته راوړنو تر څنګ د کیفیت لوړاوي په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري. پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو ارزونکو د ارزونې د نمرو پر بنسټ د افغانستان پنځم دولتي پوهنتون دي چې له ښه کیفي حالت څخه برخمن دی. زه د پوهنتون له درې واړه مرستیالانو، د تضمین کیفیت له امر، د پوهنځیو له قدرمنو ریسانو، اتلو استادانو، د هېواد راتلونکي جوړوونکو محصلانو، د پکتیا قدرمن والي او سلاکار وزیر، د ولایتي شورا له استازو، لوړو زده کړو وزارت له درانه وزیر صیب، د وزارت له رهبري، پکتیا میشتو شملورو ولسونو او ټولو هغو چې له موږ سره همکار دې د زړه له تله مننه کوم او له لوی خدای ج څخه ورته اجرعظیم غوښتونکی یم.
موږ انشاالله ستاسو د همکاریو پرمټ مخکې روان یو او ځو به.
د لازیاتو مالوماتو لپاره لاندې لینک کتلی شئ.