پکتیا پوهنتون اقتصاد پوهنځي ۱۲۹ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل

پکتیا پوهنتون اقتصاد پوهنځي ۱۲۹ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل
پکتیا پوهنتون اقتصاد پوهنځي له دوه څانګو BBA او مالي او بانکي څانګو څخه ۱۲۹ تنه د لیسانس په کچه محصلين فارغ شول. اقتصاد پوهنځی په پکتیا کې له ۱۳۹۲ ل. ل. کال راهیسې د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې کار کوي تر اوسه یې درې دورې محصلین چې ۴۱۲ تنه کیږي ټولنې د چوپړ په خاطر وړاندې کړي چې د دوي له منځه ۱۴ تنه یې خویندې وي.

فراغت غونډه چې د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو. غونډې ته د اقتصاد پوهنځي قدرمن رییس په خپله وینا کې وویل چې دا پوهنځی د پوهنتون په کچه د مخکښو پوهنځیو په قطار کې راځي او د مبارکي تر څنګ یې فارغو محصلینو ته وویل چې تاسو باید په لیسانس بسنه ونکړی او ماسټري او دوکتورا ته سر له اوسه مټې راونغاړی، ورپسې د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي وینا وکړه او د اقتصاد رول یې په ټولنه کې اړین او مهم وباله. ښاغلي جلالزي وویل چې که د یوه هېواد اقتصاد ضعیف وې نو هر ډول بدبختي او شوم اعمال شوني دې چې پکې تر سره شي لکه غلا، قتل او داسې نور.، دا ډول ملکونه چې لوېدلی اقتصاد لرې د استعمار لپاره د پخې ډوډۍ حیثیت لري او د بهرنیو استخباراتو لپاره د لوبې ښه بازار جوړیدای شي نو دې ته په کتو تاسو ته د دې مظلوم ملت سترګې دې چې کار ورته وکړی او دا هېواد په خپل ځان بسیا خواته وڅرخوي، همدارنګه ښاغلي جلالزي د هېواد د اکاډمیک ولسمشر اقتصادي پروژو ته په اشارې وویل چې اوس د دې وخت را رسیدلی چې کار وکړو او دا هیواد د پردیو له احتیاجه خلاص کړو. ښاغلي جلالزي فارغو محصلینو، د دوي له والدینو، دوستانو ته د مبارکې تر څنګ د فارغو محصلینو پلارونو، خپلوانو او په ټوله کې له افغان دولته مننه وکړه چې تاسو ته یې د زده کړې زمینه مساعده کړې وه. وروسته د محصلانو چارو درانه مرستیال نقیب الله ځاځي د سږ کال د محصلینو شمېر ووایه چې د ۱۵۱۳ تنو ته رسیږي په دوي کې ۱۴ تنه خویندې شاملې دي. وروسته یوه تن خوږ ژبي فارغ محصل د محصل د ژوند او سختیو په اړه شعر ووایه چې د ګډونوالو د خوښي سبب وګرځیده. غونډه د ستاینلیکونو ، تصدیق پاڼو په وېشلو او د عايې په ویلو پای ته ورسیده.
اداره