پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو د عالم او نوښتګر وزیر پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي سفر له ښو زيرو سره وو

پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو د عالم او نوښتګر وزیر پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي سفر له ښو زيرو سره وو
پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو پوهنمل عبدالتواب بالا کرزی ورسره مل پلاوي راتګ د پوهنتون رهبري، استادانو او محصلانو له تود هرکلي سره مخ شو.
د لوړو زده کړو عليقدر وزیر، ورسره مل پلاوي او د پکتيا ولايت د بیارغونې اتل والي او سلاکار وزير په هغې غونډه کې ګډون وکړ چې د پوهنتون له لوري په جوړه شوې وه.
غونډه د قران کریم په مبارکو ايتونو پیل شوه. د ښه راغلاست لپاره د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي وینا وکړه. ښاغلي جلالزي د لوړو زده کړو وزير څخه مننه وکړه چې د پکتيا پوهنتون ته راغی او د پوهنتون له رهبري، استادانو او محصلانو سره له نږدې د هغوي غوښتنو ته لبيک وایی. ښاغلي جلالزي د پوهنتون په وروستيو پرمختګونو، غوښتنو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله. د قومونو په استازولی حاجي جنت خان منګل وغږيده او د لوړو زده کړو له وزير صيب څخه يې وغوښتل چې د پکتيا پوهنتون ته زياته پاملرنه وکړي او د غونډې ګډونوالو ته يې د 313 جریبه زاړه هوایی ډګر ځمکې د انتقال مبارکي وويله. يو تن محصل د سولې اړوند ښکلی شعر ووايه. د پکتيا ولايت درانه والي د لوړو زده کړو قدرمن وزير ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د پوهنتون او پکتيا ميشتو ځنې غوښتنې له وزیر صيب سره شريکې کړې او د 313 جريبه ځمکې، ITC جوړیدنې او د خوړنتون نوې ودانۍ مبارکي ټولو ګډونوالو ته وويله. ښاغلي کټوازي له وزير صيب څخه مننه وکړه چې دې پوهنتون ته سفر وکړ. سلاکار وزیر او د پکتيا والي له وزیر صيب څخه غوښتنه وکړه چې د هوایی ډګر ځمکې څخه د احاطې لپاره بوديجه تارک کړي. همدارنګه والي د بنوزیو په ښارګوټي کې د استادانو د کورونو د ورکړې ژمنه بیا تازه کړه او وويل چې دا ځمکه به هم ډېر ژر استادانو ته په واک کې ورکړو. د استادانو په استازولی د طب پوهنځي قدرمن رييس له وزیر صیب سره د استادانو غوښتنې شریکې کړې. د محصلانو په نمایندګي ښاغلي الله داد خبرې وکړې په پوهنتون کې د ورورولی په فضا وغږيده او تر څنګ یې د محصلانو ځنې غوښتنې له وزير صیب سره شریکې کړې. د غونډې په وروستیو کې عالم او دروند وزیر عبدالتواب بالا کرزی وینا ته وغوښتل شو. قدرمن وزیر صیب غوښتنو ته د ژر رسیدګي په خاطر د پوهنتون رییس ته وویل چې هر څومره ژر چې کیدای شی خپل وړانديزونه له وزار سره شریک کړي او ورسره راغلو رییسانو ته یې وويل چې په مخته وړلو کې یې له پوهنتون سره همکار اووسي. درانه وزير صیب د زاړه هوایی ډګر د ځمکې د انتقال مبارکي ټولو پکتياوالو وويله او له ټولو هغو دوستانو یې مننه وکړه چې د دې ځمکې په انتقال کې همکاري کړې. جناب وزیر صیب د ځنې نورو پروژو د ورکړې ژمنه هم وکړه او د کمپوټر ساینس پوهنځي ، خوړنتون تعمیر او ITC جوړیدو مبارکي یې ټولو پکتيا والو او پوهنتون ته وويله. غونډه تحایفو او د علماوو دشورا د استازي قاري صيب حقبيان له خوا د دعايې په ويلو پای ته ورسيده.
له غونډې وروسته وزير صیب، ورسره مل پلاوي او والي صیب د انجینري پوهنځي له نندارتون څخه ليدنه وکړه. بیا د معلوماتي ټکنالوژی مرکز او تضمین کیفيت مرکزونو پرانیستې وشوې. د خوړنتون د ودنۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه او د زاړه او کاره لوېدلي هوایی ډګر ځمکې د رسمي انتقال پټۍ پرې شوه او لدې ځمکې وزیر صیب د والي صیب په ملتيا لیدنه وکړه.

Image may contain: 3 people, people smiling, people standing and flower