پکتیا پوهنتون ته ۳۱۳ جریبه ځمکه ورکړل شوه

په پکتیا کې د هوايي میدان تر څنګ ۳۱۳ جریبه ‎ځمکه د لوړو زده کړو وزیرعبدالتواب بالا کرزي پکتیا ته د خپل سفر په مهال د پوهنتون د پراختیا لپاره، پوهنتون ته انتقال کړه.

د لوړو زده کړو د وزیر عبدالتواب بالاکرزي د راتګ لپاره د غونډې مراسم، د پکتیا پوهنتون د غونډو أه تالار کې نیول شوي وو، چې په یاده غونډه کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي، د پکتیا پوهنتون رئیس،د پکتیا د دولتي ادارو یو شمېرغړو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، ځوانانو او زده کړیالانو ګډون کړی و.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د لوړو زده کړو له وزیر څخه د یاد پوهنتون د لا ښه والي لپاره د کادري ازموینو را انتقالول پکتیا پوهنتون، د ژورنالیزم څانګه په پوهنځي بدلول، پوهنتون د زون په سطحه کول او نورې اسانتیاوو راوستلو په باب غوښتنې وکړې.
بل خوا د لوړو زده کړو وزیر د پکتیا پوهنتون رهبري ستايي او په اړه یې د پکتیا له والي او د پوهنتون له رهبري څخه خوښي ښکاره کوي.
بالاکرزي د پکتیا د والي، قومي مشرانواو زده کړیالانو نظرونه او غوښتنې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې په مورد به نوموړی په چټکي سره هلې ځلې کوي.
پکتیا پوهنتون دا مهال په داسې حال کې ده، چې څو رغنېزې پروژې پکې تر کار لاندې دي.

Image may contain: 1 person, walking, standing, crowd and outdoor