‎موږ مو خود مننه کړو! ‎د پکتیا پوهنتون د حقوقي کلینیک ځوان او غښتلی آمر استاد محمدي خان وحدت او ورسره مل د نورو ولایاتو د حقوقي کلینیکونو ملګري تصویرونو کې ښکاري.

 

‎موږ مو خود مننه کړو!
‎د پکتیا پوهنتون د حقوقي کلینیک ځوان او غښتلی آمر استاد محمدي خان وحدت او ورسره مل د نورو ولایاتو د حقوقي کلینیکونو ملګري تصویرونو کې ښکاري.

‎پکتیا پوهنتون الحمدلله اوس بیخي د سیالانو سره سیال شوی
‎ددې لویو لاسته راوړنو او د افغانستان په سطحه د پینځم مقام د خپلولو امتیاز ځکه د یاد پوهنتون ریس جلآلتماب پوهنمل دوکتور سید ولي جلالزي ته محسوبوم، چې غاړه به مې بنده شي که حقیقت ونه وایم.

‎ درې ورځینۍ علمي سفر د اسیا فون‌‌‌‌‌‌ډېشن دفتر لخوا د پکتیا، ننګرهار، خوست، تخار، جوزجان، هرات او کندهار پوهنتونونو د حقوقي کلېنیک مس‌ؤلینو ته د بلخ په ولایت کې د ظرفیت او حقوقي کلېنیک د هراړخیزوالي، د ښو خدماتو د عرضه کولو، د غوره معیارونو په ارتقاء
‎او د مثبتو تجاربو په ترلاسه کولو راتلونکي کال کې د حقوقو محصلینو لپاره د علمي، عملي او روزنیزو برنامو او د غوره حقوقي، کلېنیکي او تدریسي چمتوالي په پار ترتیب شوی وو.

‎د یادو حقوقي کلېنیکونو مسولینو د سفر په لړ کې د بلخ ولایت له معاون، د استیناف محکمې ریس، د استیناف څارنوالۍ ریس، د بلخ پوهنتون له مسولینو، د مولانا بلخي خصوصي پوهنتون له مسولینو، د رهنورد خصوصي پوهنتون له مسولینو، د ابتدایه شهري محکمې له ریس او د عدلیې له ریس سره د حقوقي کلېنیک د یون او مثبتو مشورو ترڅنګ په علمي او عملي برخو کې د روزنیزو سیمینارونو، مرستو او ګټورو مورادو د ښه چوپړ په برخه کې لیدنې ترسره کړې...

‎زه هیله مند یم، چې یوه ورځ به پکتیا پوهنتون د هېواد په کچه یو له هغو پوهنتونونو حسابیږي، چې افغانان به د نړۍ په کچه پرې فخر او حساب کوي.
‎او
‎دا ځکه چې ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلې دینه

Image may contain: 22 people, including Khalid Habib, people standing