ښاغلي ډاکټر شيرمحمد نقشبندي د پخوانیو مرستو په تعقیب چې په مختلفو برخو کې یې کړې وې لکه د الکترونیکي حاضري او داسې نور نن یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د طب پوهنځي سره به د کیمیا لابراتوار په برخه کې ټول هغه اړین مواد چې د دې لابراتوار لپاره ضروري دي د پکتیا پوه

ښاغلي ډاکټر شيرمحمد نقشبندي د پخوانیو مرستو په تعقیب چې په مختلفو برخو کې یې کړې وې لکه د الکترونیکي حاضري او داسې نور نن یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د طب پوهنځي سره به د کیمیا لابراتوار په برخه کې ټول هغه اړین مواد چې د دې لابراتوار لپاره ضروري دي د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي ته په واک کې ورکوي.
مننه ډاکټر صیب ستاسو له مینې څخه چې له پکتیا پوهنتون سره یې لری. د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدلي جلالزي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي او طب پوهنځي رییس پوهنیار محمد شریف فرقاني له خپل اړخه دوي ته ډاډ ورکړ چې له زم زم خصوصي پوهنتون سره به له نږدې کار کوي تر څو نوموړی پوهنتون د تضمین کیفیت له اړخه لوړ کړي چې په معیار برابر لوړ خدمتونه ولس ته وړاندې کړي.
پرمختګ په یوالي کې نغښتی ده او موږ به په ګډه دا کار کوو.