تېره اونۍ د پکتیا پوهنتون پلاوی د زم زم خصوصي پوهنتون سره په ګډه د افغانستان شمال پوهنتونونو ته علمي سفر درلود.

تېره اونۍ د پکتیا پوهنتون پلاوی د زم زم خصوصي پوهنتون سره په ګډه د افغانستان شمال پوهنتونونو ته علمي سفر درلود. په دې سفر کې د پکتیا پوهنتون د کیفیت تضمین امر پوهنیار نجیب الله احمدزی، د علمي څېړنو عمومي مدیر پوهنیار خانزاد ګل ځاځی، او د استادانو عمومي مدیر پوهنیار محمد قیوم منګل ګډون درلود. د پکتیا پوهنتون پلاوي د بغلان او بلخ دولتي پوهنتونونو څخه لیدنې تر سره کړې دي. همدارنګه، پلاوي د بلخ ولایت اړوند خصوصي پوهنتونو (اریا، مولانا جلال الدین بلخي، تاج، راه سعادت، سادات) پوهنتونو څخه هم ځانګړې لیدنې تر سره کړې دي. په نوموړي سفر کې د پوهنتون پلاوی د نوموړو پوهنتونونو له رهبري او استادانو سره ګډې جلسې کړې، د کوربه پوهنتونونو بېلابېلې برخې لکه: د رواني مشاورې مرکز، نشراتو مرکز، تضمین کیفیت مرکز، حقوقي کلینک، کتابتون، د لیکچرونو د ثبت سټوډیو، مدیریتي سیستمونو، او نورو بېلابېلو برخو څخه یې لیدنې کړې دي. په سفر کې د تحصیلي نهادونو تر منځ د علمي همکاریو د پراختیا په ستراتیژي باندې د افکارو تبادله شوې دی، او نوموړو پوهنتونو د پکتیا پوهنتون او زم زم لوړو زده کړو موسسې له دې بې ساري نوښت څخه ستاینه کړې. همدارنګه، پکتیا پوهنتون پلاوي د بلخ دولتي پوهنتون، بغلان دولتي پوهنتون، مولانا جلال الدین بلخي، او راه سعادت خصوصي پوهنتونونو سره د همکاریو د پراختیا توامیتونه لاسلیک کړي دي.