پوهنتونو ته د څوارلسم پاسانو ښوونکو د جذب ستونزه به انشالله ژر هواره شي

پوهنتونو ته د څوارلسم پاسانو ښوونکو د جذب ستونزه به انشالله ژر هواره شي
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو قدرمن معین پوهاند دکتور بری صدیقي په هدایت مو نن د پکتیا پوهنتون د ریاست مقام کې د پوهنې ریاست له مسؤولینو سره ناسته وکړه.
یاده ناسته کې د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د پوهنې رییس ښاغلي استاد کوچي ځاځي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د څوارلسم پاسانو معلمانو په اړه وویل چې پوهنتون ته د دوي د جذب یو جامع لیست تر چهارشنبې د پوهنتون له ادارې سره شریک کړي. همدارنګه ښاغلي جلالزي وویل د موږ هڅه به دا وې چې زیات معلمین پوهنتون ته جذب شي او د دې استادانو د جذب په طرحه هم نظریات سره شریک شول. د پوهنې قدرمن رییس کوچي ځاځي هم د خپلو استادانو د جذب په اړه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې موږ به په دې برخه له خپل اړخه استادانو ته پوره اسانتیاوې برابروو. ښاغلي کوچي د معارف په اړه خپل لنډ معلومات هم له ګډونوالو سره شریک کړل. وروسته د پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیلانو هم ارزښتمند نظرونه د ګډونوالو سره د استادانو د جذب په اړه شریک کړل او وويې ویل چې د خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې به نوموړو استادانو ته د زیات جذب ترڅنګ په معیاري زده کړو فکر کوو.
د پوهنې ریاست مسؤلینو وویل چې موږ د سږني کانکور ازموینې ته د تیاري او پوهاوي په برخه کې هم د خپل مسؤلیت برابر په لیسو کې دولسم پاسانو ته د کانکور په اړه د پوهاوي پروګرامونه هم په کار اچولي وو. دواړو خواوو له یو بل سره د پوره همکاريو ډاډ ورکړ.