د ازموینو ملي ادارې د پکتیا پوهنتون په همکارۍ د زون په کچه (د پکتیا، خوست او پکتیکا) د الکترونیکي تذکرو د وېش لپاره د کارمندانو د ګمارنې ازموینه واخیسته.

د ازموینو ملي ادارې د پکتیا پوهنتون په همکارۍ د زون په کچه (د پکتیا، خوست او پکتیکا) د الکترونیکي تذکرو د وېش لپاره د کارمندانو د ګمارنې ازموینه واخیسته.
هغه غونډه چې د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې تیره ورځ جوړه شوې وه د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د هېواد له اکاډمیک محبوب او د سولې راتلو نوښتګر ولسمشر جلالتماب محمداشرف غني څخه مننه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو ملي اداره یې په تمامه مانا حمایه کړې او دا دې له نیکمرغه د واسطه او واسطه بازي جرړې یې ویستلې دي او د منتخب ولسمشر په شتون کې به د نورو ډېرو سترو نوښتونو شاهدان اووسو. د الکترونیکي تذکرو وېش چې د دولت له لمړيتوبونو څخه دی انشاالله ډېر ژر به یې کارونه په ولایتونو کې هم پېل شي. د دې تذکرو په وېش سره به وکولای شو چې د ډېرو غیر قانوني کارونو مخه ونیول شي.
د ولایت مقام درانه مرستیال الحاج عبدالولي سهي د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې د ازموینې په اخیستلو کې د شفافیت بشپړ خیال وساتئ تر څو وړ او لایقه کسان وګمارل شي. ښاغلي سهي په خپلو خبرو کې وویل چې د تذکرو په وېش سره به د جعلي تذکرو مخه ونیول شي او د جرمونو په کموالې کې به لوی رول ولوبوي.
وروسته د ازموینې ملي ادارې د تخنیکي چارو رییس پوهنیار لطف الرحمن حقمل استادانو او د غونډې برخه والو ته د ازموینې په څرنګوالې او روڼتیا وغږید. ښاغلي حقمل زیاته کړه چې د دې ازموینې په اخیستلو به دریو ولایتونو ته شاؤ خوا ۱۱۰ مامورین جذب شي چې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو څخه ورته ۲۰۹۰ تنو ثبت نام کړی ؤ، چې لدې ډلې ۲۹ تنه یې خویندې وې.
په ازموینه کې د پکتیا ولایت څخه ۶۳۹ تنه، له خوست څځه ۶۲۸ تنه او له پکتیکا څخه ۱۳۷ تنو ګډون کړی وو. چې د دوی په منځ کې یواځې او یواځې شپږ تنه خویندو په ازموینه کې برخه اخیستې وه.
پکتیا پوهنتون رییس ښاغلی پوهندوی دکتور سیدولي جلالزي د ولایت مقام، امنیتي ځواکونو، د پوهنتون له علمي مرستیال پوهنمل دکتور عبدالله احمدي، محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي، د اداري او مالي چارو مرستیال محمدالله ګردیزي، استادانو، تحقیقاتو او تضمین کیفیت له امرینو، د پوهنتون له ډېرو درنو استادانو او اداری کارمندانو مننه کوي چې د دې ازموینې په اخیستلو کې یې خپل مسؤلیت په ښه ډول تر سره کړ.
اداره

Image may contain: 1 person, standing, beard and indoor