د پکتیا پوهنتون په نوې ځمکه ( زاړه هوایي ډګر په ساحه کې) د هېواد جلالتمآب ولسمشر د حکم په بنسټ د پکتیا قدرمن والي صیب په مشرۍ تېره ورځ د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې مراسمو کې د پکتیا له والي سره د ولایت مرستیال محترم عبدالولي سهي، د ولایتي شورا عزتمند ريیس عبدالمالک مجاهد او د ولایتي شورا نورو درنو استازو، د ولایتي ادارې رئیسانو، مدني فعالانو، د رسنیو استازو او قومي مشرانو هم ګډون درلود.
د دې روغتون په جوړېدو پنځوس میلیونه افغانۍ مصرف راځي او د یوې میاشتې په اوږدو کې به یې چارې بشپړې شي.
پکتیا پوهنتون د ناروغۍ له پیل څخه تر اوسه د ولایت مقام او عامې روغتیا ریاست سره څنګ په څنګ د دې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کوي او دا چاره د خپل ملي رسالت یوه برخه بولي.
دغه روغتون به د کرونا له ختمیدو وروسته د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي د کادري روغتون یوه برخه وي، دې برخه کې د پوهنتون د لومړي مسؤل په توګه د هېواد له عالم ولسمشر او پکتیا محترم والي څخه منندوی یم چې تل یې د پکتیا پوهنتون سره خپله همکاري او مرستې کړې دي.
له کرونا او ظالم جنګ څخه خالي افغانستان د لیدو په هیله‎.