پکتیا پوهنتون کی د محصل محورۍ او د پایلو پر بنسټ زده کړې OBE/SCL ورکشاپ په بریا پای ته ورسید.

پکتیا پوهنتون کی د محصل محورۍ او د پایلو پر بنسټ زده کړې OBE/SCL ورکشاپ په بریا پای ته ورسید.
نوموړی ورکشاپ چې درې تنو لوړ استعداد لرونکو او زیارکښو استادانو چې د ټرېنرانو دنده ور له غاړې وه هر یوه ښاغلي پوهندوی محمدداؤد شیرزاد، ښاغلي پوهنیار سیف الرحمن روهي او قدرمن ورور معروف خان همدرد له خوا مخته وړل کیده. نوموړی ورکشاپ د پکتیا پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په مرکز کې دایر شوی وو.
دغه پروګرام د (UTM) له خوا مخته وړل کیږي. چی نوموړې اداره په مالیزیا کی موقیعیت لري د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د دې پروګرامونو د پلی کولو مسولیت پر غاړه لري. او د نړۍ له ډېری هېوادونو سره یې قرارداونه لاسلیک کړي تر څو د نورې نړۍ استادان په دغه برخه کی وروزي. خوشبختانه افغانستان هم پکی شامل دی او دغه نوښت د لوړو زده کړو وزارت او د لوړو زده کړو پرمختیایی پروګرام (HEDP) لخوا په لار اچول شوی چی د هېواد په ډیری پوهنتونونو کی استادان ترې ګټه پورته کوي، الحمد الله پکتیا پوهنتون کې د هغو استادانو شمېر چې له دې پروګرام څخه یې اغیزمنه ګټه اخیستې او په دغې برخې کی یې روزنه لیدلې، تقریبا ۱۱۰ تنو ته یی شمېر رسیږې، سږ کال ۵۰ تنو د خویندو په شمول په دې ورکشاپ کې ګډون درلوده. چې درې تنه یی د زم زم لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې استادان وو.
د پکتیا پوهنتون درې تنو ټرېنرانو او د HEDP مسول محترم عیدمحمد حقمل لخوا یی چاری پر مخ وړل کیدې په بریالۍ توګه ترسره شو.
د یادونې وړ یې بولم چی پدې برخه کې د پوهنتون علمی چارو مرستیال ښاغلی پوهنمل دکتور عبدالله احمدي، اداري چارو قدرمن مرستیال محمدالله ګردیزي، د تضمین کیفیت آمر ښاغلی پوهنیار نجیب الله احمدزي او د PDC مسول ښاغلي پوهنمل عبدالظاهر محسن ډیره همکاري کړي وه له دوي څخه د پوهنتون د لمړي مسؤل او رییس په توګه د زړه له تله مننه کوم چې دا ورکشاپ یې په بریاليتوب سره تر سره کړ. د پوهنتون د خادم په توګه به مې له دوي څخه دا هیله وې چې نوره هم خپله وړتیا په کار واچوي او د دې پوهنتون د معیاري کولو لپاره له موږ سره اوږه په اوږه خپل کار ته دوام ورکړي تر څو د پوهنتون ټول استادان له دې پروګرام څخه برخمن شي. موږ له اولې ورځې ویلي وو چې دا پوهنتون به د ځوانې رهبري، غښتلیو استادانو او اداري زیارکښو کامندانو پر مټ د مخکښو پوهنتونو په کتار کې دروو او انشاالله دا ارمان مخ په پوره کیدو ده.
اداره

Image may contain: one or more people, people sitting and indoor