دپکتيا پوهنتون دعلمي چارومرستيال لنډه پېژندنه

د پکتيا پوهنتون علمي مرستیال لنډه پيژندنه:

 

 

 

 پوهنمل محمدداوود ( منګل ) په ( ۱۳۵۶ ) ل کال کې د پکتيا ولايت د جاني خيلو ولسوالۍ په کوټکي کلي کې ژېږيدلی دی. نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپل کلي او ثانوي زده کړې د خوست ولايت په (   الفتح ليسه ) کې بشپړې کړې دي او له يادې ليسې څخه په ( ۱۳۷۵ ) ل کال کې فارغ شو او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې دي او له ياد پوهنځی څخه په ( ۱۳۸۳ ) ل کال   په کدر کې فارغ شوی دی. له فراغت وروسته د جاني خيلو په ليسه کې د ښوونکي او بيا يې د جاني خيلو د پوهنې په مديريت کې د نظارت غړي په توګه دنده اجرا کړې ده.

  ( ۱۳۸۶ ) ل کال په اوږدو کې د پکتيا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګه کې په علمي کدر کې شامل شو او بیا د پوهنځي د ادارې له خوا د پښتو څانګې د سرپرست امر په توګه وټاکل شو.

  نوموړی په ( ۱۳۹۱ ) ل کال د لا لوړو زده کړو په موخه د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې  په ماستره کې شامل شو. په ( ۱۳۹۲ ) ل کال کې يې د ماسترۍ دوره په برياليتوب سره پای ته ورسوله.

  په ( ۱۳۹۵ ) ل کال د پکتيا پوهنتون د علمي مرستيال په توګه وټاکل شو او تر دې دمه د علمي معاون په توګه دنده پرمخ بیايي..

  پوهنمل محمدداوود ( منګل ) يو زړسواند خپلې دندې ته ژمن انسان دی. ټولو استادانو، مديرانو او محصلينو سره يې د مهربانۍ څخه ډک ښه چلند د يادونې او هڅونې وړ دی.