د پکتیا پوهنتون د رئيس لنډه پېژندنه

 

د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی ډاکټر سیدولي جلالزي لنډه پېژندنه!

s.jalalzai@yahoo.com

پوهندوی ډاکټرسیدولي جلالزي په ۱۳۶۰ کال د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند نیستي کوټ سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې .

خپلې لومړنۍ  زده کړې یې د هجرت په دیارکې کړې،  ثانوې زده کړې یې د پکتیا مرکز ګردېزعبدالحی ګردیزي لیسه کې ترسره کړې او د کانکور له لارې د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ته بریالی شوی، هلته یې خپلې زده کړې په کال (۲۰۰۶) م کې د لیسانس په کچه پای ته رسولې دي.

له دې وروسته د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي په اګرانومي څانګه کې استاد شو، تر یوه کال خواري او په سپېحلتیا درس ورکولو وروسته د دهندوستان هیواد ته د ماستري تر کچې زده کړو پورې لاړ او په کال (۲۰۱۰) م کې یې دا دوره هم په خورا بریالیستوب او لوړې فیصدي سره پای ته ورسوله.په همدې کال ګران هیواد او د خپل تدریس ځای پکتیا پوهنتون ته  راستون شو،  تر یو کال او شپږو میاشتو استادي وروسته بیا

د افغان دولت په مالي ملاتړ د دوکتورا ترکچې زده کړو لپاره هندوستان هیواد ته لاړ او هلته یې تر کال (۲۰۱۵) پورې خپلې دا زده کړې هم په بریا سره ترسره کړې، په دې دوره کې یې د نړۍ د محصلینو اتحادیې د ممتاز محصل جایزه هم تر لاسه کړه.

له همدې زده کړو وروسته بیا ګران هیواد ته راستون شو او دلته یې د ګران هیواد بچو ته د تدریس په موخه تر نورو ټولو دندو او لوړو موقفونو د پکتیا پوهنتون استادي موقف لکه څنګه چې دی، هم هغسې لوړ وباله او د تدریس چارې یې شروع کړې.

په دې کاري موده کې یې د پوهنتون د پراختیا او ارزونې په بېلابېلو علمي کمېټو، د مرستو راټولولو او سرسبزي کمېټو په برخه کې رغنده رول ولوباوه او ان تر دې چې په غیر رسمي ورسځو او وختونو کې یې هم د پوهنتون بهبود لپاره خپله مبارزه پرېنښوده.

ورپسې په همدې (۲۰۱۵) کې د اګرانومي څانګې د امریت چارې ورله غاړې شوې، دلته یې هم په پوره ایمانداري خپلې چارې پر مخ یوړې او د (۲۰۱۶) کال په نیمايي کې د همدې پوهنتون استادانو ټولنې د شمر په توګه وټاکل شو، د زراعت پوهنځي سرپرست رییس شو او بالاخره په دې وروستیو کې د ازاد رقابت له لارې په ازموینه کې د پکتیا پوهنتون ریاست لپاره بریالی شو.

په همدې موخه د لوړو زده کړو زوارت له لارې د پکتیا پوهنتون ریاست ته وړاندیز او په (۴ / ۱۰ / ۱۳۹۴) نېټه د ولسمشر په حکم د همدې پوهنتون رییس مقرر شو، لا هم په همدې دنده بوخت دی، خدای ج دې وکړي چې نورو چارو ته یې په کتو په دې برخه کې هم پوره بریالی وي او پکتیا پوهنتون ته د تل په څېر د زړه له تله کار وکړي.

په همدې هیله