دآمریت دفتر

 

د پکتیا پوهنتون د دفتر مدیر لنډه پیزندنه:

بریښنالیک:gmail.com  javed.fazli4@

مبایل شمیره: 0777030591

جاویداحمد فضلی د حاجی نوراحمد  زوی په ۱۳۶۵ل. کال د ګردیز اړوند د بالادی په ریس خیلو کلي په یوه متدینه او روشنفکره کورنۍ کې زيږيدلی لومړني او منځنی زده کړې يې په پلرني ټاټوبي د ګردیز په عبدالحی ګردیزی عالي لیسه کې بشپړ او د بکلوريا سند يې هم له همدغې ليسې څخه په ۱۳۸۳ل. کال کې تر لاسه کړی دی، د لوړو زده کړو لپاره د کانکور له لارې په ۱۳۸۵ل. کال په ګردزی کې د پکتیا  پوهنتون کرنې پوهنځي په باغداري څانګه کې شامل شو  او په ۱۳۸۸ل. کال کې له همدغې څانګې څخه فارغ شوی.

جاویداحمد فضلی له فراغت وروسته  په پکتیا ولایت کې د IRD خیره موسسې سره دوه کاله د ټولنیز کارکوونکي په توګه دنده وکړه او په ۱۳۹۰ل کال کې د آزاد رقابت له لارې د پکتیا پوهنتون د آرشیف مدیر په توګه تر ۱۳۹۳ کال پوری دنده اجرا کړېده او په ۱۳۹۳ل کال کې د آزاد رقابت له لارې د همدې  پوهنتون د دفتر عمومی مدیر په توګه مقرر او تر اوسه په همدې پوست کې په صادقانه ډول دنده پرمخ وړي.

ښاغلی جاوید احمد فضلی د مختلفو ارګانونو( د لوړوزده کړو وزارت، ولسي جرګې، ولایتي شورا او د پکتیا ولایت مقام ) لخوا دده د ښو خدمتونو او دندو اجرا کولو په پار په ستاینلیکونو او تقدیرنامو نازول شوی دی.

و من الله التوفیق