دپکتیا پوهنتون دمحصلانودچارومرستيال لنډه پېژندنه

 

             

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  داړیکې شمېره : 700608741 (0)93+  

Email: dr.ghous786@gmail.com

پوهندوی دوکتورمیرغوث الدین « غوث توتاخیل » په ۱۳۳۷ لمریز کال دپکتیا دسیدکرم ولسوالی دخنډ خیلو په سیمه کی زیږدلی،لومړنی زده کړې یې دخپل پوهې سره سم دهمدغې سیمې دکندرخیلوپه ښوونځی کی پیل کړې اوپه ۱۳۵۳ کال کی یې له همدغی ښوونځی څخه دبکلوریا سند ترلاسه اوپه ۱۳۵۴ کال کې دکابل پوهنتون دکرهڼی پوهنځي ته شامل شو،ترڅلوروکالو وروسته له یاد پوهنځي څخه دلسانس په کچه فارغ شو. دعسکری له خدمت وروسته دآریانا اوترانسپورت په وزارت کی دبهرنیو اړیکو دعمومی مدیرپه توګه په دنده بوخت شو، دوکتورمیرغوث الدین دلا لوړوزده کړو له پاره په ۱۳۶۳ کال کی دبیلا روسیې هیواد ته لاړ اوله دوه کلنو لوړوزده کړو وروسته دترانسپورت په وزارت کی دمالي پلان دعمومی مدیرپه حیث په دنده وګمارل شو.

داچی هماغه مهال دده تحصیلی څانګې په کابل پوهنتون کی شتون نه درلوده نو،نوموړی یوځلی بیادتاجکستان هیواد ته لاړ اوهلته یی ۱۳۶۷ ل کال نه تر ۱۳۶۸ پوری داقتصاد اوکرنی دتنظیم اوسازمان ورکولو په څانګه کی په زده کړو پیل وکړ چې له امله یې دماستری دویم سند په بریالیتوب دفاع کړ، هماغه مهال غوث توتاخیل دهمدغه پوهنتون داستادانو اومشرتابه په غوښتنه اودافغانستان دبهرنیو چارو اودپخوانی شوروی اتحاد دلوړو زده کړو وزارت په توافق په تاجکستان کې نورهم پاتې شو،اودپخوانیو تحصیلې اسنادو پر بنسټ ورته ددوکتورا زده کړو اجازه ورکړل شوه اوپه کال ۱۳۷۲ کې دازبکستان هیواد دعلمی څیړنو په انستیتوت کی له دوکتوراڅخه دفاع اوداقتصاد په څانګه کې یې سند ترلاسه کړ .

دوکتورمیرغوث الدین « غوث توتاخیل » د ۱۳۷۳ کال راهیسی دژغورنې نړیوالی ادارې * IRC * په مؤسسه کې بیلابیلې دندی ترسره کړیدی داکترغوث دکرنی پوهنځی داقتصاد په څانګه کی ددرسی پلان سره سم داقتصاد بیلابیل  مضمونونه تدریس کړې دې اودم ګړئ هم دپکتیا پوهنتون دکرنیز اقتصاد دڅانګې کادری غړی دی اودپوهنځی دمحصلینوپه علمی کانفرانسونو کې دلارښود استاد په حیث ونډه لری نوموړی د ۱۳۸۴ کال څخه تر ۱۳۹۰ کال پوری دپکتیا پوهنتون دکرنی پوهنځی درئیس په توګه دنده ترسره کړې اواوسمهال دمحصلینو په چاروکې دپوهنتون دمرستیال په توګه دنده ترسره کوی .