حيواني علوموډيپارټمنټ

                پوهنځی

                     حیواني علومو څانګه

 

                 د حیواني علومو د څانګې پیژندنه

د حیواني علومو څانګه د زراعت پوهنځی پکتیا پوهنتون یو د فعالو څانګو څخه ده، چې په ۱۳۸۷ هـ.ش کال کې تآسیس شوې او د دې څانګې علمي او اکاډمیک فعالیت د آمر تر رهبرې لاندې د درې تنو استادانو چې د ماستری تر کچې يې زده کړي کړي پر مخ وړل کیږي. د یادې څانګې تعلیمي نصاب د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو او علمي معیارونو سره سم ترتیب شوې او تطبق کیږي، چې په لاندې برخو کې خپل علمي فعالیتونه عملي کوي.

الف: د حیواني فارم اداره او د چارو سمون

ب: حیواني غذا او تغذیه

ج: حیواني نسلګیري

د پورته ذکر شوو فعالیتونو برسیره د حیواني علومو څانګه د مربوطه اداراتو سره یو سلسله توأمیتونه او همکارې په مسلکي او فنې برخو کې لري، چې دا کړنې د دې باعث کیږي چې محصلین د استادانو او مسلکي او فنې اشخاصو تر رهنمایې لاندې په نظرې او عملي برخو کې به لاسته راوړنې ولري. 

 یادې څانګې په ۱۳۸۸ کال کې لومړۍ دوره محصلین جامعئ ته وړاندې کړیدي او تر دا دمه يې (۱۷۷) تنه فارع التحصیل د لیسانس په کچه خپلي ټولنۍ ته وړاندي کړیدي.

د یادې څانګې څخه فارع التحصیل اشخاص په مختلفو ارګانو(دولتې او غیر دولتې) کې په خپلو دندو بوخت دي، چې په ټوله کې دا بریاوې د پکتیا پوهنتون، کرنې پوهنځی حیواني علومو څانګې د زحمتونو نتیجه ده.

د حیواني علومو د څانګې مرام نامه او موخي

لید لوری

  • د سیمی او هیواد په کچه د حیواني علومو په ساحه کې د متخصصینو او مسلکې کادرونو روزنه، د هیواد په کچه د حیواني محصولاتو اصلاح او ځان بساینه.
  • د حیواني علومو په ساحه کې په هر اړخیزه توګه معلوماتې تکنالوژي څخه ګټې اخیستلو ته زمینه برابرول.
  • د پرمختللي تکنالوژي له لیارې د حیواني علومو سکتور ته وده ورکول او په یو متحرک او سودمن سکتور يې بدلول.
  • د مالدارنو او دهقانانو اقتصادي وضعیت ښه کول، د دوی د ژوند د سطحي لوړول او په ټوله کې د هیواد اقتصادي وضعیت ته ښه والی وربخل.

مرامونه

  • د هیواد د وکړو د غدایې رژیم اصلاح او د هیواد په سکتور کې د حیواني محصولاتو د ونډې زیاتوالی.
  • د کمۍ خوراکې په مقابل کې د زیاتو حیواني محصولاتو لاسته راوړل.
  • د هیواد د بې کاره نسلونو اصلاح د خالص او پرمختللي نسلونو په وسیله.
  • د حیواني فارم  عصرې او پرمختللي چارو سمون لارې چارې رایجول.
  • د محلي حیوان څخه په زړه پورې او د توقع وړ اغظمې ګټه اخیستل.

موخي

  • د علمي، فنې او لیسانس په کچه د کادري پرسونل روزل.
  • د وروسته پاتي حالت څخه عصري او پرمختللي حالت ته د حیواني نسلونو د روزنې بدلون.
  • د هڅو او څیړونو له لارې د حیواني علومو څانګې اړونده ستونزو ته د حل لارې چارې موندل.
  • د حیواني علومو فنې او مسلکې (د حیوانې فارمونو د عصري لارو چارو سمون، د معیارې غذا او تغذیې په هکله نوري لارې چارې او د حیواني نسلګیري عصری او ماډرن طریقو) خدمتونو وړاندې کول.
  • د حیواني علومو په ساحه کې د روزنې چارو (د غذا او تغذیې په هکله، د عصری او پرمخ تللو چارو سمون او اصلاح شوي او پرمختللي نسلګیري) نوښتونه او اصلاحات رامنځ ته کول.
  • د لوړ کیفیت لرونکو حیواني محصولاتو د نسلونو تولید او په وخت سره مالدارنو او بزګرانو ته په اختیار کې ورکول.
  • د حیواني علومو د علمي مرکزونو د پرسونل، د مالدارانو او د مالدارۍ اړوند چارو د ظرفیت لوړول.

 

د حیواني علومو د څانګې آمر                                                                                       د کرنې پوهنځی د رئیس لاسلیک

                      لاسلیک                                                                                                                                               او مهر

 

د حیواني علومو د څانګې د آمر لنډه پیژندنه

پوهندوی محمد داود شیرزاد د عزیز خان زوي د ننګرهار ولایت شیرزاد ولسوالي اوسیدونکي.

په ۱۳۸۲ هـ ش کال د ننګرهار پوهنتون، وترنري علومو پوهنځی څخه فارغ التحصیل، چې په همدی کال کې د ننګرهار په عالي لیسه کې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړي. ذکر شوي استاد په کال ۱۳۸۴ کې یو د غیر دولتي اداري (Oxfam GB) سره د (livestock Officer) په حیث دنده  تر سره کړي او په ۱۳۸۶ کال کې د پکتیا پوهنتون د کادرې غړې په حیث دنده تر لاسه کړه او د تدریس په دوران کې په ۱۳۸۹ کال کې د ماستري دورې لپاره د هندوستان هیواد ته تللی او په کال ۱۳۹۱ کې د ذکر شوي هیواد څخه د ماستری دورۍ د پای ته رسیدو وروسته خپل هیواد ته راستون شوی او خپلي دندې ته یې ادامه ورکړي او د خپلي علمي زده کړي او تجروبو څخه يې د حیواني علومو څانګې او محصلینو ته د پام وړ خدمتونه تر سره کړي دي.  ذکر شوي استاد په ملي او بین المللی علمي او اکاډمیکو ورکشاپونو او کنفرانسونو کې اشتراک کړي او همدارنګه د OBE and SCL ورکشاپ چې د پکتیا پوهنتون د اووګونو پوهنځیو استادونو لپاره په نظر کې نیول شوي و، د ترینر په حیث دنده تر سره کړي. استاد شیرزاد د حیواني علومو په څانګه کې د آمر او فعال عضوي په حیث خپله دنده پر مخ وړي.

د یادولو وړ ده، چې پوهندوی محمد داؤد شیرزاد په تیرو نهه کلونو کې د تدریس، څيړنې او اداري چارو ترڅنګ زیات شمېر څېړنېزې او غیري څېړنیزې مقالې لیکلي دي، چې په ملي او نړیوالو علمي مجلو کې چاپ او نشر شوې دي

د حیواني علومو د څانګې د برحال استادانو لست

شماره

نوم

تخلص

د پلار نوم

علمي رتبه

د زده کړي کچه

علمي آثر

۱

محمد داود

شیرزاد

عزیز خان

پوهندوی

ماستر

تیزس

۲

عبدالصبور

رحماني

عبدالرحمن

پوهنمل

ماستر

تیزس

۳

محمد سردار

احمدي

عبدالقادر

پوهنمل

ماستر

تیزس

۴

احمدالله

جویان

یارمحمد

پوهنیار

ماستر

تیزس