دکرنې پوهنځی درئيس لنډه پېژندنه

دکرنې پوهنځی درئيس لنډه پېژندنه

+93 766 74 72 46 / +93 747 849 949

Email: dawoodzai@mail.ru

ښاغلی پوهنیار محمد ایوب داودزی د محمد داود زوی  په ۱۳۸۵  ل. کال د پکتیا ولايت د مرکز ګردیزد ابراهیم خیلو سيمې په یوه دینداره او روشنفکره  کورنی کې زيږيدلی. نوموړي خپلې لومړنۍ، منځنی زده کړې په ۱۳۸۳ل. د عبدالحی ګردیزی په عالی لیسه کې سرته رسولی او بيا د کانکور د آزموینی له لارې په   ۱۳۸۴ ل کال. کی د هرات پوهنتون د کرهنې پوهنځی ته بریالی شو، په کال ۱۳۸۸ل. د ننګرهار پوهنتون د کرنی پوهنځی د کرنیز اقتصاد او پراختیا له څانګی د لوړوزده کړود فراغت سند واخست  وروسته د استادی مقدسی دندی ته چی خاص علاقه او ذوق یی ورسره وه، د پکتیا پوهنتون د کرهڼې پوهنځي کې د استاد په حيث مقرر شو. نوموړی د لا لوړو زده کړو له پاره قزاقستان هیواد ته واستول شو او د ماستری پروګرام یی په ۱۳۹۴ ل کال د کرنیزی انجینری په برخه  کې په بریالیتوب سره پای ته ورساوه. د ماستری د پروګرام له ختمیدو وروسته هیواد ته راستون او د استادۍ مقدسې دندې ته یې ادامه ورکړه. د  ۱۳۹۴ ل. کال د جدی په میاشت کې د پوهنتون د رهبری هیت او استادانو په ِغوښتنه د پوهنځی د سرپرست رییس په توګه وټاکل شو. محترم داودزی په پښتو، دری،روسی، انګلیسی او اردو ژبو روانې  خبرې کوي.