اګرانومي څانګه

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د څانګې د امر لنډه پېژندنه  

 

نوم: پوهندوی نذیرخان محمدي

تحصیل درجه: ماسټر

دنده: د اګرانومي څانګې استاد او امر

پوهندوی نذیرخان محمدي د الحاج محمدخان زوي په ۱۳۶۲ هـ ش کال کې پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالی د عثمان خیلو د غوریزی په کلي کې زیږدیلی دي. لومړنی زده کړی یې د کډوالی په مهال د پاکستان د هنګو سیمې اړونده د درسمندو کمپ د حضرت سفیان په لومړنی ښوونځي کې او منځنۍ ، ثانوی زده کړی یې د یادې سیمې د حضرت بلال په لېسه کې پای ته ورسولي.

 نذیرخان محمدي تر کانکور ازموینې وروسته په ۱۳۸۴ هـ ش کال کې شیخ زاید پوهنتون د کرنې په پوهنځی کې شامل او په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د همدې پوهنځی د اګرانومي څانګې څخه د لوړو نمرو په   اخیستلو سره په ښه درجه فارغ شو. نذیرخان محمدي تر فارغیدو سملاسي د پکتیا پوهنتون، کرنې پوهنځی د اګرانومي په دیپارتمنت کې د مرستیال استاد په صفت دنده پیل کړه.

 پوهندوی نذیرخان محمدي اته کاله د یاد شوی دیپارتمنت د امریت ترڅنګ تدریس او څېړنې په چارو کې دنده ترسره کړه او په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې د لوړو زده کړو لپاره د هندوستان هېواد ملی کرنیز   پوهنتون ته ولېږل شو او هلته یې د هندوستان په یاد شوی پوهنتون کې د اګرانومی په څانګه کې د ماسټری زده کړي په ډېر لوړه درجه بشپړی کړی او په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې هېواد ته راستون شو چې تر   راستنیدو سره سم یې د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځی د اګرانومي په دیپارتمنت کې د استاد او د همدې ځانګې امر په صفت خپلې دندې ته دوام ورکړ.

 د یادونې وړ ده چې پوهندوی نذیرخان محمدي په تیرو لسو کلونو کې د تدریس، څيړنې او اداری چارو ترڅنګ زیات شمېر څېړنېزی او غیری څېړنیزې مقالې لیکلي دي چې زیاتره یې څېړنیزې بڼه لری او په  ملي او نړیوالو علمي مجلو او جورنالونو کې چاپ او نشر شوي دي.

E-mail add:nazir.m1984@gmail.com

Contact NO:0093777711128, 0093707711128

لومړی څپرکی

اګرانومي څانګه

۱.۱ –  سريزه:

اګرانومي څانګه چې په ۱۳۸۴ کال کې تاسيس شوی، چې زیات شمېر محصلين ټولنې ته وړاندې کوي، چې ياده څانګه  د کرنې پو هنځي هغه  تدريسي، څېړنيز، اداري او بنسټيز علمي واحد دی، چې د نباتي توليداتو د اساساتو او د عملياتو د تنظمولو او اداره کولوڅخه  سربيره  د نباتي فزيالوژۍ، خاورې پوهنې او ادارې، نباتي نسلګيرې، د هرزه بوټو اداره، نبات ساتنې او همدارنګه  د اوبود اوبخوراو دکروندې  تنظيم  او اداره کولو زده کړيز او څېړنيزفعاليتونه ترخپل پوښښ لاندې راولي. د اګرانومې څانګه د کريکولم اړوند د پوهې کچې او تحصيل سويې لوړولوته د زمينې په برابرولوسره  د زه کړيزو تطبيقاتو، زده کړييزو پروژو، سمينارونو او د محصلينو د کنفرانسونو د چارو پر مخ بولو ترڅنګ، د خدمتونو وړاندي کولو په موخه د علمي څيړنو چارې پر مخ  وړل او تنطيمول په غاړه لري .له بلې خوا په ټولنه کې د انساني ژوند د ښه پرمختګ لپاره کرنه ډېره مهمه ده ځکه نو د ډېر پخوا څخه انسانانو د خپل ژوند د پرمخ بيولو لپاره د خپل وس سره سم کښت کاوه. مګر اوس چې د ټکنالوژۍ دور ده، د عصري وسايلو په جوړولو کې لوی برياليتوبونه  تر لاسه شوېدي. د لا ډېرو برياليتوبونو د  لاسته راوړلو لپاره په پوهنتونو کې د کرنې په چوکاټ کې اګرانومي څانګه ايجاد شويدي نو پدې اړوند د پکتياپه پوهنتون ،کرنې پوهنځی کې د نورو څانګو ترڅنګ د اګرانومي څانګه هم تاسيس شوی ده او خپل علمي فعاليتونه سرته رسوي.

دا چې اوس زمونږ ګران هېواد  وګړی زيات او يا د زياتيدو په حال کې چې د دوی لپاره د زياتی غذا لاسته راوړلو اړتيا ده. نو د ګران هېواد د زياتوخواړو لاسته راوړولو او هم د د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ډېرو مسلکي کادرونو ته اړتيا ده. دغې موخې ته درسيدو لپاره  اګرانومي څانګه هر کال په لس ګونو تنه ځوان کرنيزانجنيران خپلي ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې په دندو ګمارل کيږي او د هېواد په ابادولو کې فعاله برخه اخلي.

پوهندوی نذيرخان محمدي

د اګرانومي څانګې امر

۱ .۲ – تاريخچه:

د پکتيا پوهنتون کرنې پوهنځی اګرانومي څانګه د افغانستان د نورو پوهنتونونو په څېر ده او کله چې نوموړى پوهنتون د پکتياد خلکو او نورو مخورو قومي مشرانو په زيار او کوښښ سره پکتياکې ايجاد شو د نورو څانګو سره په څنګ کې اګرانومي څانګه  په ۱۳۸۴ کال کې هم په کار او فعاليت پيل وکړ چې په لومړي سر کې د لږ تعداد مسلکي استادانو په کمک سره د ډېرو لږو مادي امتيازاتو په مقابل کې تدريس پر مخ بېول کېده، د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځی په لومړيو وختونو کې عمومي  وه او د وخت په تېرېدو سره چې کله د استادانو تعداد زيات شول، نو نوی څانګي هم ايجادې  شوي د کرنې پوهنځۍ ټولګي  سره بيل شول او مستقلې څانګي وپېژندل شوې، چې لومړی دوره يې اګرانومي څانګه وه چې خپل فارغين يې ورکړل.

په لومړيو کالونو کې د محصلينو شمېر هم لږ ؤ او د وخت په تېرېدو سره د مسلکي استادانو تعداد زيات شو او لدې سره جوخت د محصلينو تعداد هم زيات شو.

 د اګرانومي څانګې ټول استادان زيار باسي چې خپل وران ويجاړ هېواد ته د خدمت په موخه پوه او مسلکي د ليسانس په سويه د کرنې انجنيران  فارغ کړي

دويم څپرکی

د اګرانومي څانګې جوړښت

۲ .۱ تشکيلات:

اګرانومي څانګه د اوس وخت لپاره ۹ تنه استادان لري چې د خپل درسي مکلفيت سره سم درسي پرو سه پرمخ بيايي او د ځوانو محصلينو په روزنه کې د زړه له کومي زيار باسي .

ګڼه

نوم

تحصيل کچه

علمي رتبه

موقف او دنده

تليفون شميره

ايميل ادرس

۱

نذيرخان محمدي

ماسټر

پوهندوی

استاد او د څانګې آمر

0093777711128

0093707711128

nazir.m1984@gmail.com

۲

جانبازخان ظفري

ماسټر

پوهنيار

استاد

0093778671018

jan.baz1335@gmail.com

۳

سيدولي جلالزي

ډاکټر

پوهنمل

استاد

0093771610021

s.jalazai@yahoo.com

۴

عبدالوهاب حکمت

ډاکټر

پوهنمل

استاد

0093749244588

wahabhekmat@gmail.com

۵

يوسف خان زيار

ماسټر

پوهنمل

استاد

0093786648376

yousafziar@gmail.com

۶

محمدجان شميم

ماسټر

پوهنيار

استاد

0093766171700

shamim.one@outlook.com

۷

محمدامين احمدزی

ماسټر

پوهنمل

استاد

0093765356463

p.ahmadzai8@gmail.com

۸

محمدګل عربزی

ليسانس

پوهنيار

استاد

0093771421363

arabzai27@gmail.com

۹

محمدقیوم منگل

ماسټر

پوهنيار

استاد

0093770618632

mohmdqayom@gmail.com

 

 

په ذکر شوي څانګه کې د استادانو له جملې څخه يو د  څانګې امر، يو د څانګې  منشی استخدام دى چې اداري او تدريسي چارې پر مخ بيايي، د شپې برنامې فعلاً نه لرو خو وړاندیز مو کړی چې د سپې برنامه هم ایجاد شي. همدا شان  اګرانومي اړونده لابراتور لروخو لابرانت  او د هغوی لپاره د اړتيا وړ ځینې مواد لرو.

۲ .۲ – علمي کادرونه:

اګرانومي څانګه د اوس وخت لپاره نهه تنه د علمي کادر غړي لري چې د درسي مکلفيت مطابق درسي پروسه پرمخ بيايي او ځانګړی پاملرنه ورته کيږي د استادانو لخوا د محصلينو ستونزې پخپل وخت او زمان سره حل کيږي هر ډول پوښتنو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکول کيږي. استادان خپلو دندو ته متعهد دي خپل مهارتونه او زده کړي محصلانو ته انتقالوي د خپلي تحصيلي درجې د لوړوالي لپاره هڅه کوي او د خپلو علمي موقفونو مطابق څېړنې او ژباړی کوي دا ددې اظهار کوي چې د ټولنې په پرمختګ او پراختیا کې مستقيماً برخه اخلي.

د اګرانومي دیپارتمنت او په پو هنځي کې دیپارتمنت اړونده مضمونونو تدریسي چارې دکریکولم اړوند پرمخ وړي. په نویو معلوماتو سمبال  برابرشوي لکچرنوټونه او درسي پلانونه  د سمستر په ځانګړي ډول د هر کورس په پیل کې د استادانو له خوا د محصلانو په واک کې ورکول کيږي. د څانګې ټولو مضمونو تدریسي چارې تر خپله وسه پوري په نوې تکنالوژۍ سمبال تدریسي میتودونو د لارې پرمخ وړل کيږي.

د څانګې ټولې يادې شوې دندې او مسؤليتونه ددې څانګې  په لاندي ترتيب شوي جدول کې د مجربو او د لوړو زده کړو لرونکوعلمي کادرونه له خوا پرمخ وړل کیږي. 

 

دريم څپرکی: درسي نصاب او محصلان

۳ .۱- تعليمي پلان:

د اګرانومي څانګې اړوند ټول استادان د لاندې ټاکل شوي کار يکولم ( درسي نصاب)  سره سم د سهار او ماسپښين لخوا درسونه پرمخ بيايي چې د هغې نمونه په لاندې جدول کې درج ده. 

 

لومړی کال لومړی سمستر

کتنې

درسي ساعتونه

د کردیتونو شمير

د مضمون کتګوری

کوډ

مضمونونه

ګڼه

مجموعه

ستاژ

عملی

نظری

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

اسلامي ثقافت (۱)

۱

 

2

0

0

2

2

پوهنتون شموله

 

انګلیسی (۱)

۲

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

معاصر تاریخ

۳

 

3

0

1

2

3

اساسی

 

عمومي کیميا

۴

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag Agron 111

عمومي نباتات)

۵

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag AnSc 111

عمومي زورلوژي

۶

 

2

0

0

2

2

اساسی

 

عمومي ریاضی

۷

 

2

0

1

1

2

پوهنتون شموله

 

کمپیوټر

۸

 

17

0

4

13

17

ټول کريډيټ ساعتونه

لومړی کال دوهم سمستر

کتنې

درسي ساعتونه

د کردیتونو شمير

د مضمون کتګوری

کود

مضمونونه

ګڼه

مجموعه

ستاژ

عملی

نظری

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

اسلامي ثقافت (۲)

۱

 

2

0

0

2

2

پوهنتون شموله

 

انګلیسی (۲)

۲

 

2

0

0

2

2

اساسی

 

فزیک

۳

 

3

0

1

2

3

اساسی

 

عضوی کیميا

۴

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag FNR 213

نباتي سیستماتیک

۵

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

Ag FNR 214

چاپيریال ساتنه

۶

 

2

0

1

1

2

پوهنتون شموله

 

کمپیوټر (۲)

۷

 

2

0

0

2

2

پوهنتون شموله

Ag FT 215

غذایی مصؤنیت

۸

 

2

0

0

2

2

اساسی

Ag EcEx 216

ترویج اساسات

۹

 

18

0

3

15

18

ټول کريډيټ ساعتونه

دویم کال لومړی سمستر

کتنې

درسي ساعتونه

د کردیتونو شمير

د مضمون کتګوری

کود

مضمونونه

ګڼه

مجموعه

ستاژ

عملی

نظری

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

اسلامي ثقافت (۳)

۱

 

2

0

0

2

2

پوهنتون شموله

 

انګلیسی (۳)

۲

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag Agron 318

خاورې پوهنې  اساسات

۳

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag Agron 319

کرنیزو نباتاتو اساسات

۴

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag AnSc 320

مایکروبیولوژي

۵

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag pp 321

نباتی ناروغیو اساسات

۶

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag AnSc 322

حیاتی کیميا

۷

 

3

0

1

2

3

اختیاری/ تخصصی

Ag BT 323

بایو تکنالوژی اساسات

۸

 

21

0

6

15

21

ټول کريډيټ ساعتونه

دویم کال دویم سمستر

کتنې

درسي ساعتونه

د کردیتونو شمير

د مضمون کتګوری

کود

مضمونونه

ګڼه

مجموعه

ستاژ

عملی

نظری

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

اسلامي ثقافت (۴)

۱

 

2

0

0

2

2

پوهنتون شموله

 

انګلیسی (۴)

۲

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag APP 425

حشره پوهنې  اساسات

۳

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag Agron 426

کرنیزماشین الات

۴

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag Hort 427

باغداری اساسات

۵

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag EcEx 428

کرنیز اقتصاداساسات

۶

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag FNR 429

ځنګلونو اساسات

۷

 

3

0

1

2

3

اساسی

Ag AnSc 430

مالداری  اساسات

۸

 

21

0

6

15

21

ټول کريډيټ ساعتونه

درېیم کال لومړی سمستر

کتنې

درسي ساعتونه

د کردیتونو شمير

د مضمون کتګوری

کود

مضمونونه

ګڼه

مجموعه

ستاژ

عملی

نظری

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

اسلامي ثقافت (۵)

۱

 

2

0

0

2

2

تخصصی

 

ایکالوژی اساسات

۲

 

2

0

0

2

2

تخصصی

Ag FNR 534

وچو سمیو کرنه

۳

 

2

0

1

2

2

تخصصی

Ag Agron 532

د هرزه ګیاو کنترول اساسات

۴

 

2

0

0

2

2

تخصصی

Ag Agron 533

غلې دانې

۵

 

2

0

1

2

2

تخصصی

Ag EcEx 534

کرنیزی احصايې اساسات

۶

 

2

0

0

2

2

تخصصی

Ag Agron 535

عضوی کرنه

۷

 

2

0

0

2

2

تخصصی

Ag Agron 536

پایداره کرنه

۸

 

2

 

0

2

2

اختیاری/تخصصی

Ag Agron 537

کرنیزو ماشین الاتو تکنالوزي

۹

 

19

0

2

17

19

ټول کريډيټ ساعتونه

درېیم کال دويم سمستر

کتنې

درسي ساعتونه

د کردیتونو شمير

د مضمون کتګوری

کود

مضمونونه

ګڼه

مجموعه

ستاژ

عملی

نظری

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

اسلامي ثقافت (۶)

۱

 

2

0

0

2

2

تخصصی

Ag EcEx 643

مارکيتينګ

۲

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 532

علمی طرح او تجارب

۳

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 532

حبوبات

۴

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag BT 632

وراثت علم اساسات

۵

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 532

نباتی فزیالوژي

۶

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag PP 642

د کرنیزو نباتاتو مضره  کني

۷

 

3

0

1

2

3

اختیاری/تخصصی

Ag Agron 636

خاوری کيمیا

۸

 

21

0

6

15

21

ټول کريډيټ ساعتونه

څلورم کال لومړی سمستر

کتنې

درسي ساعتونه

د کردیتونو شمير

د مضمون کتګوری

کود

مضمونونه

ګڼه

مجموعه

ستاژ

عملی

نظری

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

اسلامي ثقافت (۷)

۱

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 740

ابیاری اساسات

۲

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 743

غلې دانې

۳

 

2

0

0

2

2

تخصصی

Ag EcEx 752

مشارکت بخش عامه و خصوصی

۴

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag BT 736

نباتي نسلګری

۵

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 741

د خاورې حاضلخیزی او نباتی تغذیه

۶

 

2

0

1

1

2

تخصصی

Ag Agron 744

څېړنیزه پروژه

۷

 

2

0

0

2

2

اختیاری/تخصصی

Ag Agron 745

د زغفرانو تولید تکنالوژي

۸

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag BT 737

د کرنیزو نباتاتو ذخیره او پروسس

۹

 

21

0

6

15

21

ټول کريډيټ ساعتونه

څلورم کال دويم سمستر

کتنې

درسي ساعتونه

د کردیتونو شمير

د مضمون کتګوری

کود

مضمونونه

ګڼه

مجموعه

ستاژ

عملی

نظری

 

1

0

0

1

1

پوهنتون شموله

 

اسلامي ثقافت (۸)

۱

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag PP 850

کرنیزو نباتاتو ناروغی

۲

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 846

صنعتی نباتات

۳

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag BT 841

د کرنیزو تخمونو تکنالوژی علم اساسات

۴

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 848

د خاورې او اوبو ساتنه

۵

 

3

0

1

2

3

تخصصی

Ag Agron 847

تیلې نباتات

۶

 

2

0

0

1

2

تخصصی

Ag FNT 858

طبی نباتات

۷

 

2

0

1

1

2

اختیاری/تخصصی

Ag Agron 850

د څېړنې پروژه

۸

 

21

0

6

14

20

ټول کريډيټ ساعتونه

                                           

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

داګرانومي څانګې د څلورکلنې دورې ټول کريډيټ ساعتونه 158  چې په اته سمسترو کې تدريس کيږي.

۳ .۲- د هرمضمون درسي مفردات:

هغه مضامين چې په اګرانومي څانګه کې تدريس کيږي د ذکر شوي څانګې په شورا کې تائيد او تصويب کیږي او شوې دي.

۳ .۳- د شموليت او فراغت شرايط:

اګرانومي څانګې ته هر کال د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو سره سم د کانکور د ازموينې د پروسې له  لاری زيات تعداد محصلين شموليت حاصلوي. د  اګرانومي څانګه د کانکور معياري نومره کال په کال لوړيږي.

په اګرانومي څانګه کې محصلين اته سمستره نظري او عملي درسونه لولي او ازموينې ورکوي او بالاخره په وروستي اووم او  اتم سمسترونو کې هر محصل ته  د نورو مضمونوترڅنګ د  سمينارد ليکنې او ارايې موضوع ورکول کيږي هغه په ښه شکل اجرا کوي او د ټاکل شوې ژوري هيئت په وړاندې يې ارايه کوي يعنې سمينارونه ارائيه او وړاندې کوي او پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

۳ .۴- د فارغانو لپاره کاري فرصتونه:

د اګرانومي څانګه اکثريت فارغان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د فراغت څخه وروسته ډېر ژر په دندو ګمارل کيږي  او د خپل مسلک په چوکاټ کې په ښه توګه  ټولنې ته د هېواد  د بيارغونې په بهير کې په دولتي او خصوصي مؤسساتو کې کارونه کوي چې البته د خپلو زده کړو څخه رضايت لري.

د ذکر شوي څانګې د فارغانو د فعالې ونډې اخيستنې له امله چې په ټولنه کې يې اخلي اوس ډېر تعداد داوطلبان هڅه کوي چې په ذکر شوي څانګې کې ځانونه شامل کړي.

۳ .۵- د محصلينو لپاره اسانتياوي:

د محصلانو زده کړې ارزيابي کيږي او له برنامو څخه په منظم ډول ليدنه او کنترول تر سره کيږي او هم په عملی توګه په فارم او له فارم څخه بهرزده کړه ورکول کيږی. څانګه په منظم ډول د کيفيت د ښه والي لپاره کار کوي د علمي کادرونو شايستګى ، وړتيا او کوششونه د څانګې د موخو څخه دي ، همدارنګه داستادانو ترمنځ اکاډميک مکلفيتونه مناسب او په برابر ډول ويشل کيږي.

څانګه همېشه پدې کوشش کې ده چې باکيفيته تدريس ته زمينه مساعده کړي ، د مسلکي استادانو شتون، د تدريس لپاره په نړيوال نورمونو جوړ شوي صنفونه او د يو ښه چاپېريال موجوديت د باکيفيته زده کړې لپاره د ارزښت وړ او اړين دى.

د مسلکي او کرنې کتابونو لپاره مجهز ه کتابخانه او د  هغې لپاره ودانۍ د محصلينو لپاره د نوي تکنالوجۍ سره د بلدتيا په منظور انټر نېټ او د هغې لپاره ودانۍ  او د عملي کارونو لپاره د يو بشپړفارم ته اړتيا ده.

مجهز لابراتوار او د  لابراتوار لپاره مواد او وسايل ټول هغه څه دي چې په دې څانګه کې تر اوسه ندي فراهم شوي. ديپارتمنت د  استادانو ، محصلينو ، کارمندانو د شکايتونو اوريدلو او حلولو لپاره مؤثر ميکانېزم لري.  

۳.۶ د څانګې د عملي  کار او زده کړيزو پروژو  پرمخ بول :

د څانګې د محصلینو د عملي کار د وړتیاو د لوړونې او په خپل مسلک کې دهغوي څخه د ګټې پورته کونې په موخه ددې څانګې د محصلینو د عملي کار برخه به د هر کورس د برابرشوي درسي پلان له مخې د استادانو او محصلینو له خوا په ګډه پرمخ وړل کیږي او سربیره پردې د هغوی د ښې زده کړې په موخه هغوی ته د کورنې دندو په ډول د ځینې محاسبوي، تحلیلي او څیړنیزو موضوعګانو په ورکولو سره  محصلینو ته په انفرادي او ګروپي ډول د علمي سمینارونو د موضوعګانو  برابرول او ارایه کول هم په پام کې کیږي.

۳ د محصلينو سمستريز علمي سمينارونو لارښونه او ارايه:

د کریکولم مطابق د څلورم کال محصلانو ته  به په لومړی او دویم سمستر کې د لارښود استادانو له خوا دعلمي سمینارونو څیړنیزې او علمي موضوعګانې ورکول کیږي، چې د محصلینو له خوا به د لارښود استادانو په مرسته او لارښوونه په ټاکلي وخت کې د برابریدو څخه وروسته د ژوري هیت او محصلانو په وړاندي  دفاع او ارایه کیږي.

۳.۸د محصلينو ستونزو ته لاس رسی:

ددې څانګې ټول استادان به د خپلو دندو له مخې مکلف وي، چې دتحصیلي کال په اوږدو کې د محصلانوستونزو ته په وخت سره دځواب ویلو د لارې  هغوی ته ډاډمن فرصت برابروی او د هغوی هر راز ستونزې په ورین تندي ورحل کړي.

۳.۹ د ځان ارزونه او تضمين کيفيت:

د استاد د چارو د له ښه کیدو او  ځاني اصلاح په موخه د څانګې هر استاد به مکلف وي، چې دهر سمستر په ځانګړي ډول د هر کورس په پای کې په ځان کې د نیمګړتیاو موندنې او پیدا کونې په پار دتضمین کیفیت کمیټې له خوا دبرابرشوې پوښتپاڼې دلارې د خپلو محصلانو له لوري خپل ځان و ارزوي پایلې یې د آمریت سره شریکې څو دسمستر اوکال په پای کې دڅانګې غوره استاد په ګوته او وپیژندل شي. 

۳.۱۰ د ازموينې اخيستې لړۍ:

دسمسترونو منځنې (۲۰٪)  او آخرنې ازموینې اخیستل  به د لوړو زده کړو وزارت د لایحې او د پوهنتون، پوهنځي دمهال ویش له مخې په پام کې نیول کیږي، چې د ازموینې  په مهال به سمې ناسمې، څلورځوابه، منځ تشي، مقایسوي ، محاسبوي، تشریحې او د عملي کار پوښتنې په پام کې نیول کیږي. 

۱۱.۳علمي او څيړنيزې چارې:

د علمي کادرنو د علمي سویې د کچې لوړلو، علمي رتبو د ترلاسه کولو او هیوادوالو ته د چوپړ وړاندي کولو په موخه  د لوړو زده کړو وزارت د لایحو مطابق د څانګې آمریت او غړې خپلي ورسپارل شوې دندې هم پرمخ وړي.

څلورم څپرکی

۱ .۴- موخې:

د اګرانومي ديپارتمنت موخې په لاندې ډول دي:

·         د ځمکې او نبات په مناسب ډول استعمال، د اوبو او خاورې اداره او تنظيم

·         د خوړو د خونديتوب په اړه عامه پوهاوی، تشديدي کرنه او د لوږې سره جدي مبارزه

·         د کرنې مناسب وخت انتخابول او د نوې تيکنالوژۍ پر مټ کرنه

·         د کرنيزو نباتاتو او د فارم د لوازمو په ښه ډول ساتل او په علمي لحاظ د فارم څخه توليداتو ايستل

·         د کرنيزو نباتاتو، څارويو او د هغوی د تغذيې مناسبه اداره

·         د فارم د صنعت د راکړې ورکړې د حساب – کتاب څارل او ساتل

·         د کيمياوي سرې او افت وژونکو استعمال او د هغې پوهه

·         د نويو ورايټيو منځ ته راوړل او د هغوی استعمال

·         د کرنيزو نباتاتو ذخیره، پروسيس اوفابريکو ته خام مواد برابرول

·         د اګرانومي په برکت د شين انقلاب منځ ته راوړل

·         د افغانستان د کرنې، اجتماعي،اقتصادي او علمي پرمختيا د اړتياؤ په نظرکې نيولو سره ټولنې او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول.

·         د کرنې او ملي پروګرامونو له مخې د پوهې لاس ته راوړل  او په ټولنه کې د هغې خپرول .

·          مسلکي ښوونه اوروزنه ( مسلکي پوهـه).

·          نظري او عملي زده کړې .

·         عنعنوي زده کړې ( نه غيابي ).

پورتنيو موخو ته د رسېدو لپاره لاندې تګ لاره د اګرانومي څانګه په پام کې لري:

١: د علمي کادرونو او محصلانو د علمي ظرفيت لوړول.

٢: د ټولنې د اړتیاوواو معاصرو غوښتنوته په پام سره د تحصيلي موادو او غوره تحصيلي نصاب درلودل او د هغې د پرمختيا لپاره د پوهنتونونو او اړونده مسلکي ادارو سره د زده کړې زمينه برابرول .

٣: د تحصيلي کچې د لوړوالي په موخه (دکتورا زده کړو لپاره) د علمي کادرونو ليږل بهرنيو هېوادونو ته.

٤: د علمي کادرونو او کارمندانو د انګلسي،کمپيوټر او ښه مديريت د زده کړې په خاطر لنډ مهاله کورسونو په لاره اچول.

 

د اګرانومي څانګه هڅه کوی چې دا کارونه  په لاندې توګه په برياليتوب سره سرته ورسيږي:

۱: خودي نظم ژوندی وساتلي شي.

۲: د کارونو ظرفيت متداوم لوړول.

۳: سيمينارونه، کنفرانسونه او څېړنیزو پروژې به په کاراچوي

۴: له توليدي ، صنعتي او تجارتي مؤسسو سره همکاري زياتوی

۵:اګرانومي امریت کوشش کوی چې استادان او محصلان  نوي تکنالوجي ته لاس رسۍ پیدا کړي

۶: د علمي او څېړنېزو مرکزونو او مؤسسو ترمنځ منظم تماسونه او همکارۍ زیاتوي.

۷: د بهرنيو علمي مؤسسو سره همېشنۍ اړيکې به وساتي

۸: پوره مالي امکانات به برابر کړی.

۹: سپورتي تاسيسات او لوازم به برابر کړی

١۰: صنفي نورم په نظر کې ونیسی

۲. ۴ د اګرانومي څانګې  مرامونه:

·         ټولنې ته د مسلکي کادرونو وړاندي کول.

·         د اقليمي بدلون له ډلې وچکالې، خاورې تخریب، د خاورې او اوبو کيفيت راټيټوونکو خطرونو ګواښونو سره په  اوږد مهال کې مبارزه کول.

·         د موجوده نفوس لپاره د غلو دانو برابرول ترڅو له باندنیو هېوادونو څخه د غلو دانو راوړلو څخه مخنیوی وشي.

·         د کرنې له پلوه د هېواد پرځان بسیا کونه

·         د وزرګارتیا مخنیوی او کاري زمینې برابرول.