دپوهنځی درئیس لنډه پېژندنه

 

 

دطب پوهنځۍ د رئیس لنډه پیژندنه

 

ښاغلی پوهیالی ډاکټر مائیل خان (منګل) دایوب خان زوی  په کال ۱۳۶۸ لمریز کال کې د پکتیا ولایت، میرزاکې ولسوالۍ، انډوام کلي کې زیږیدلی دی.ښاغلي مـــــــــــــنګل لومړنۍ او ثانوي زده کړې دعبدالحی ګردیزي عالي لیسه کې ترسره کړې دي. په  ۱۳۸۶ لمریز کال کې دشیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځۍ ته بریالی او په کال ۱۳۹۲ لمریز کال کې د نوموړې پوهنځي څخه فارغ شوی دی . په کال ۱۳۹۲کې دپکتیا ولایت  ملکي ولایتي روغتون کې دداخله کوچنیانو ډاکټر په توګه په دنده وګمارل شواو دوه کاله یې په خورا ایمانداري  سره  دنده  ترسره کړه   او په کال ۱۳۹۴ لمریز کال کې د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځۍ د کوچنیانود داخلي څانګي د استاذ په توګه په دنده وګمارل شو. په کال ۱۳۹۵ل.ل کې دپکتیا پوهنتون دریاست په غوښتنه دطب پوهنځۍ دمرستیال  په توګه وګمارل شو.یو کال یی دپوهنځی د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه او له هغه وروسته  دپوهني د علمي شوری له پریکړی سره سم د طب پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو چی اوسمهال د همدي پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.

 

په درنښت .

پوهیالی مایل خان منګل

د طب پوهنځی سرپرست