تاریخچه

 

 

پکتیا پوهنتون طب پوهنځي تاریخچه

 

د طب پوهنځی  په کال ۱۳۹۰ کې د پکتيا پوهنتون په چوکاټ کې د پيښور د آريانا غير دولتي پوهنتون د  یوځای کیدو سره سم  د ( ۱۱۳۶ ) تنو  محصلينوپه درلودلو سره مینځ ته راغلی .  له پیل  پيل څخه تر اوسه پوری یی  په اوو دورو کې( ۸۹۳) تنه نارینه او ښځینه  فارغين ټولنې ته وړاندې کړي  چې له دی جملي څخه  (۸۰۵)تنه یی نارينه او(۸۸) یی ښځینه  فارغین دی.  اوس مهال د پکتیا پوهنتون طب پوهنځی  ۲۱ تنه کدري استادانو په درلودو سره تدریسي چارې پرمخ وړي.

د طب پوهنځي  په علمي جوړښت کې درې ديپارتمنتونه:

۱-   پاراکلنيک.

۲-  جراحي .

۳-   داخلې .

په عملي ډول فعاليت لري د راتلونکې تحصيلي کال لپاره د پکتيا پوهنتون د رياست لخوا د طب پوهنځي په چوکاټ کې د هستوپتالوژي، فزيالوژي، اناتومي، مايکرو بيولوژي، عمومي داخله، عقلي عصبي، عمومي جراحي او يورولوژي ديپارتمنټونو(څانګو) جوړيدل د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز شوي دي.

 

په درنښت

پوهیالی مایل خان منګل

د طب پوهنځی سرپرست