حقوق او سیاسي علوموپوهنځی

 

مقدمه

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم

امابعد ! فاعوذباالله من الشیطن الرجیم ،بسم الله الرحمن الرحیم

الله (ج) انسانان په دنیا کی د یو خدای (ج) عبادت کولو لپاره پیداکړی دی ، ددی لپاره چی له بدواو نا مشروع کارونوڅخه ډډه او ښه اومشروع کارونه اجرا او د هغه په عملی کولو کې له نوروانسانانوسره مرسته اوهمکاری وکړی نوددی لپاره الله (ج) ورته وخت په وخت پیغمبران اوالهی احکام رالیږلی ترڅودهغوپه رڼاکی خپل ټول اعمال برابراواجراکړی همدارنګه دټولنیز عدالت دتطبیق اوپه نړیوالواړیکوکی دښه پرمختګ   لپاره داسلامی شریعت په رڼاکی وضعی قوانینوته هم ضرورت شته ترڅو انسانان په خپلوورځنیواموروکی تری استفاده وکړی نوددی لپا ره دحقوقو اوسیاسی علوموپوهنځی جوړیدویوهدف هم دهیوادونواوپه مجموع کی دانسانانو اړتیاووله مخی دنړی په پوهنتونونوکی فعالیت لری ددی اړتیاله مخی دحقوقو اوسیاسی علوموپوهنځی دپکتیاپوهنتون په چوکات کی د۱۳۹۰ هـ کال راپدیخواخپل فعالیت پیل کړی چی تردی مهاله په  دوه څانګو اداره او دیپلوماسی ، قضااوڅارنوالی  څلورکلنه تحصیلی دوره  کی دهیواددحقوقی ،سیاسی ،اداری اوقضایی ارګانونو دښه پرمختګ اودقانون دحاکمیت دپلی کولو  لپاره مسلکی اوپه ملی روحیه سمبال ځوان کادرونه روزی.

ددی لپاره چی ددغی پوهنځی په اړه هراړخیز معلومات ولرونودمختلفوعناوینوپه لړکی به په ترتیب سره لمړی دپوهنځی لنډه تاریخچه ،دپوهنځی اهداف ،اداری تشکیلات اوځینی نوروموضوعاتوته په مفصل ډول سره اشاره وکړو .

 

                                                           په درنښت

پوهیالی عبدالمتین ( جلیلي )