تاریخچه

شالید (تاریخچه)

    دحقوقواوسیاسی علوموپوهنځی په ۱۳۹۰ هـ کال کې کله چې  دآریانا ځانګړی پوهنتون کوم چې  د پاکستان هیواد په پیښور ښارکې یې فعالیت درلود د جلالتماب جمهوررئیس حامد کرزي د یوځانګړي فرمان له مخې د پکتیا پوهنتون په چوکات کې مدغم شو، نوموړی پوهنځی هم (کوم چې د آریانا په ځانګړي پوهنتون کې یې فعالیت درلوده) ورسره جوخت پکتیا پوهنتون کې مدغم شو، نوموړی پوهنځی اوسمهال دوه څانګی لري (قضا اوڅارنوالي، اداره اوديپلوماسي ) چې په نوموړو څانګو کې نارینه او ښځینه کادرونه د خپل هیواد د چوپړ لپاره په ملي روحیه سمبال روزل کیږي، لکه څرنګه چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د پکتیا پوهنتون یو نوی او ځوان پوهنځی دی نو په لمړیو کې یې د تدریس چارې د افتخاري او قراردادي استادانو له خوا پرمخ وړل کیدې .             

   ولې اوس مهال دغه پوهنځی شپاړس تنه د لسانس په کچه ځوان کادرونه او همدارنګه مسلکی اداري کارکوونکي لري چې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره پدغه پوهنځي کې په خپلو دندو بوخت دي اود نورو کادرونو د جذب پروسه روانه ده چی انشاالله په نږدې راتلونکي کې به دغه پوهنځي ته د استادانو په توګه وګمارل شي. د دغه پوهنځي څخه تردا مهاله پورې یوه دوره محصلین چی خپلې زده کړې یې تر درېیم ټولګي پورې په یاد ځانګړي پوهنتون کې ترسره کړې وې، او خپل وروستی ټولګی(څلورم ټولګی) یې د پکتیا پوهنتون په چوکات کې پای ته رسولی دی چی  شمیر یې  (۳۰) تنو ته رسیده، فارغ شویدی.