کمپيوټرساينس ډېپارټمنټ

مقدمــــــــــــه :

:  د یوې ټولنې دسالم پرمختک لپاره اړینه ده چې په علم اوپوهه سمبال اوماهر کادرونه ولري.په هره یوه ټولنه کې دعلمی  اکادمیکوبنسټونواساسی موخې د داسې کادرونو روزنه ده چې د یوې خوا د ټولنې اړتیاوې لکه څنکه چې ښائی برابر کړي او له بلې خوا د خپل ځان او کورنې لپاره د سوکاله او ارامه ژوند شرایط جوړکړي هره علمي برنامه او پروگرام د یو ځانکړي ضرورت له مخې منځته راځي چې د یوې ټولنې دعیني او واقعي احتیاج پربنسټ مطرح کیږي.هره علمي برنامه هغه مهال بریالې بلل کیږي چې باکیفیته کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دا کار هغه وخت شونې دې چې باکیفیته اهداف او موخې موجودې وي داهدافو د لاسته راوړلو لپاره منظم پلان  او ستراتیژي شتون ولري .پلان په سم ډول تطبیق شي او په یوه ټاکلي زمان کې ترسره شي. دکمپیوټرساینس  دابرنامه د لوړوذده کړو او د پکتیاپوهنتون او د لوړو ذده کړووزارت دمقرراتو او لوایحو په رڼا کې ترتیب شوې او د تطبیق وړ ده.

 دکمپیوټرساینس دیپارتمنت  تاریخچه:

: دکمپیوټرساینس دیپارتمنت دپکتیا پوهنتون دښوونی اوروزنی په پوهنځی کی په کال ۱۳۹۲ کی تاسیس کړای شو او په کال۱۳۹۳کی  یی په رسمی توګه خپل کار پیل کړ  چی فعلا نوموړی دیپارتمنت پنځه تنه استادان لری چی دی هغوی له جلمی څخه یوتن استاد پوهنیار ګلاب جان سجاد چی د کمپیوټر ساینس د دیپارتمنت امر ده له هندوستان هیواد څخه یی ماستری کړی ده او دوه نوراستادان پوهیالی معروف خان همدرد او پوهیالی حمیدالله محمدی د کابل پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی کی دماستری په پروګرام کی بوخت دی او دوه نور استادان پوهیالی نقیب الله منګل او پوهیالی نازک میراحمدزی د ماستری د پروګرام لپار په انتظار کی دی  

: د کمپیوټرساینس دیپارتمنت اوس مهال درې ټولګي لري چی اول، دوهم او دریم ټولګي دي چی په اول ټولګي کی د محصیلینو شمیر دوه پنځوس (۵۲)، په دوهم او دریم ټولګیو کې د محصیلینو شمیر اته څلویښت(۴۸) تنه دي چی دهمدی له جملی څخه یی درې (۳) تنه اناث دي.

 

  دید گاه (Vision):

: د کمپیوټرساینس ډیپارتمنت هوډ لري چی په راتلونکي کې پوهنځی ته ارتقاء وکړی او په سیمیزه کچه د مسلکی کسانو د روزلو ا د کمپيوټرپه برخه کی د تحقیق او څیړنی(Research) په قوی مرکز باندی بدل شی تر څو ددی ډیپارتمنت فارغین وکړای شی چی د معلوماتي ټیکنالوجی په ډګر کی اوهم د ټولنیزو ستونزو په هوارولو او اقتصادی ودی کی اغیزناک رول تر سره کړی

: د  کمپيوټرساینس دیپارتمنت باید د لوړ کیفیت لرونکي دیپارتمنت  وي چې د افغانستان د نوی تیکنالوژی پرمختیا،پراختیا او ضرورتونو ته ځواب ویونکي وي.د ټولنې په اقتصاد او د هیواد په سوکالې او ښیرازې کې فعاله ونډه ولري. ملي عنعناتو او د اسلام مقدس دین ارشاداتو ته احترام وکړي، عصري پوهه او علم خپور کړي او نړیواله پیژندنه ترلاسه کړي.

 

 

 رسالت  (Mission):

: دهیواد دټولو اتباعو لپاره چي د شرایطو واجد وي د لوړو ذده کړوته مساویانه لاسرسی برابرول ، د داسې علمي عصری برنامو رامنځته کول چې دلوړ کیفیت تدریس او تحقیق تضمین کړي، غوره خدمات وړاندې کړي د داسې کادرونو روزنه چې په ملي اقتصاد کې فعاله ونډه واخلي،اقتصادي پرمختیا کې کارنده برخه ولري په اجتماعي پرمختک او ملت جوړونه کې گټور تمام شي او د هیواد په ثبات او استحکام کې مثمر تمام شي.

  اهداف:

د کمپيوټرساینس د ديپارتمنت غوره اهداف په لاندې ډول دي

: دښونیز نظام عصري کول او دوخت او زمان د ضروریاتو سره سم په هغوې کې داسې مناسب تعیرات رامنځته کول چې د هر واحد مشرتابه استادانو او کارکونو مسولیتونه او دندې پکې روښانه تعریف شوي وي یو دبل سره په همغږې کې کار وکړي اود پوهنتون په پراختیا او پرمختیاکې رغنده ونډه ترسره کړی.

Ø    د موثر او لوړ کیفیت لرونکو عصری تکنالوژی Technology باندی سمباله ښونیزو برنامو په لاره اچول چې محلي ملي او نړیوالو موضوعاتو ته انعکاس ورکړي.او دهیود په سطحه زمونږ سره د همکارې کولو توان ولري

Ø   ښونځیو،نیمه لوړو زده کړو او لوړوزده کړو موسساتو لپاره د عملی او مسلکې کادرونو روزل.

Ø    د ظرفیتونو جوړول چې موثر اکاد میک سیستم رامنخته کړي او اعیزمن،تدریس،تحقیق،او خد مات وړاندې کړي.

Ø   د کمپیوټرپه برخه کی په تیوری او عملی  بڼه د غوره کیفیت لرونکو پروګرامونو وړاندی کول اود ورځنیو ستونزو په هوارولو له هغوی څخه ګټه اخیستل

Ø    یو داسې ښونیز چاپیریال ته وده ورکول چې په هغې کې مثبت انتقادونه، معقولی پوښتنې او مناقشې په ښونیزو مسایلو کې ستایل کیږي.

Ø     محصلانو ته د غوره او په نوی عصری سیستم سمبال تدریس او مهارتونو انتقال چې د محلي او ملي ضروریاتونو ځواب ویونکي وي.

Ø     د لنډ مهاله کورسونو دایرول او د نورو پوهنتونوسره د  توامیتونو ایجادول.

Ø     په تحقیق تمرکز کول چې د هیواد د ملي اقتصاد او د ټولنیز نظام لپاره موثر وي.

Ø    د هیواد د نورو پوهنتونوسره دوه اړخیزه همکاري.

Ø   د پکتیا پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلینو او اداری کارمندانو  لپاره د کمپیوټرپه برخه کی د ټرینیګونه دایر کیدل

  دکمپیوټرساینس د ډیپارتمنت  د اهدافود لاس ته راوړلو لپاره هڅی (ستراتيژي):

: دکمپیوټرساینس ډیپارتمنت دپورتنیو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره اوږد مهاله  ستراتژیک پلان لري چې دلوړو ذده کړو د وزارت د ستراتژیک پلان په رڼا کې جوړ شوې دې. دستراتژیک پلان مطابق او د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د کمپيوټرساینس ډیپارتمنت قدم په قدم د پرمختک په حال کې دې او د ستراتژیک پلان په  مطابق نورې علمي برنامې  او دکمپیوټرساینس  پوهنځې رامنځ ته کیږي  ،درسي نصابونه معیاري کیږي،کتابتونونه،او د معلوماتي تکنالوژې مرکزونه جوړیږي،لابراتوار تجهیز کیږي،مختلف ترینکونه د کارکونو لپاره جوړیږي،سکالرشیپونه او بورسونه د عالي تحصیلاتو په برخه کې د علمي کادرونو لپاره تدار ک کیږي،د پلان مطابق به د کمپیوټرساینس ډیپارتمنت وده او انکشاف وکړي.

دکمپيوټرساینس دیپارتمنت د شمولیت شرایط:

: د کمپيوټرساینس ډیپارتمنت په لمړی کال د کانکوردنتایجوڅخه وروسته د پکتیا پوهنتون ریاست او دمحصلان چارو محترم معنیت دپریکړی په اساس د اختصاصی ازموینی له اخیستلو څخه وروسته شپیته(۶۰) تنه محصلین ومنل چی دهغوی له جملی څخه دوه یی نجونی دی .

: بیا د پکتیا پوهنتون د ښوونی اوروزی پوهنځی په ۱۳۹۴ کال دپوهنځي په علمی شورا کی پریکړه وکړه څرنګه چی دهیواد بچیان چی د شرایطو واجد وی د کانکور د ازموینی له لاری پوهنتونونو ته شاملیږی هغه څوک چی د کانکور په ازموینه کی د پکتیا پوهنتون د ښوونی او روزنی پوهنځی ته بریالی کیږی بیا هغه محصیلین چی د ښوونی اوروزنی پوهنځی کی یی لوړه نمره اخستی وی د کميپوټرساینس دیپارتمنت ته منل کیږی  

د کمپیوټرساینس د دیپارتمنت د فراعت شرایط :

: هره پوهنځې دتحصیل ټاکلي دوره لري نوهمدارنګه د ښوونی اوروزنی پوهنځې د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنت هم  څلور کلنه تحصیلی دوره لري.  یو محصل هغه وخت فارغ بلل کیږي چې د ازموینې د لایحې مطابق تحصیلي  دوره تکمیل کړي برعلاوه پروژه ،سمینار،مونو کراف، اویا پراتیک تکمیل کړي له فراعت وروسته د کمپیوټرساینس دیپارتمنت  فارعینو ته د BSC دپلوم  ورکول کیږي همدارنکه ترانسکریپونه په پښتو يا انکلیسي ژبو د فارغانو حق دې

: ددی ډیپارتمنت فارغین کولای شی چی دمعلوماتی ټکنالوژی په مرکزونو او نورو دولتی او غیری دولتی ارګانونو کی په پوره اتمنان سره خپله دنده ترسره کړی

   د کمپیوټرساینس دیپارتمنت درسي نصاب  :

: د پکتیا په  پوهنتون کي  په ټولو  پوهنځیو کې کریدت سیستم تطبیق شوې ده همدارنګه د کمپیوټرساینس په دیپارتمنت کی هم د کریدیت سیستم تطبیق کیږی چی د کمپیوټرساینس دیيارتمنت په څلور کلنه دوره کی 147کریدیتونه تدریس کیږی

  په کریدت سیستم کې  مضامین په  څو کټکورې تدریس کیږي   

1.      :اساسي مضامین حد اکثر 30%

2.      :پوهنتون شمول مضامین  12%

3.      :مسلکي مضامین حد اقل 50%

4.      ستاژ،مونوکراف،سمینار،یا پراکتیک 8%

5.      اختیاري مضامین 12%

 

 

  دکمپیوټرساینس دیپارتمنت د محصلانو لپاره خد مات او اسانتیاوې:

: دکمپیوټرساینسیپارتمنت داهدافو څخه د غوره تدریس ،تحقیق او په نوی عصر خدمات وړاندی کول دی د کمپیوټرساینس ډیپارتمنت استادان هڅه کوی چی محصلین په عصری او د نوی تیکنالوژی(Technology) پربنیاد وروزی محصلینوته په څلور کلنه دوره کی د اختصاصی مسلکی اونورو مضامینو تر څنګ داسلامی او انګلیسی ذده کړی ور ښودول شی   

: ددی هدف لپاره به انترنیت او کتابونه او لابراتوار د ددوی په اختیار کی ورکول کیږی

  د کمپیوټرساینس ډیپارتمنت  د انکشاف راتلونکي پلانونه:

: دکمپیوټرساینس ډیپارتمنت د خپل ستراتیژیک  پلان له  مخې البته د ټولنې اود پکتیا پوهنتون د ضرورتونو په بنسټ  غواړی چی کمپیوټرساینس ډیپارتمنت پوهنځې ته ارتقاء وکړی

: په نظر کې ده چې په راتلونکی ۱۳۹۵لمریز کال کې د یاد ډیپارتمنت  دوه هغه استادان چی لاتر اوسه د ماستری پروګرام ته سترګی په لار دی د ماسترې لپاره یا په هیوادکی د ننه او یا هم له هیواد څخه بهرولیږی اودیاد دیپارتمنت یو تن استاد چی ماستری یی له هندوستان هیودڅخه راوړی د دوکتورې لپاره خارجی هیوادونو ته  ولیږی .

:  دکمپیوټرساینس ډیپارتمنت استادان غواړی چی کریدت سیستم ته وده او پرمختیا ورکړي

:  دکمپیوټرساینس ډیپارتمنت استادان غواړی د پوهنتون له الکترونیکی کتابخانی او نورو شته امکاناتو څخه پراخه ګټه واخلي  

: د کمپیوټرساینس د ډیپارتمنت استادان  غواړی چی تحقیق ریسرچ په برخه کي خپلې هلې ځلې ګړندې  کړي تر څو د زده کړې یو مناسب چاپیریال رامنځ ته کړي.