بيولوژي ډيپارټمنټ

د بیولوژي  څانګې  تاریخچه

 د ټولنې دعیني او اړینو غوښتنو  په اساس  دبیولوژي څانګه دمسلکي کسانو دروزلو په موخه پکتیا پوهنتون  دښوونې او روزنې پوهنځي په چوکات کې  دکیمیا اوبیولوژي په عنوان مشترکه څانګه  په کال ۱۳۸۸ ه ش کې تاسیس او په ۱۳۹۲ کال کې په ځانګړې توګه په اختصاصي ډول  ومنل شوه چې تراوسه پورې  یې پرپوهه سنمبال او وړ په  لسګونو کادرونه ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کړي دي.  د ځانګې  علمي کادري غړو د یادو کسانو په روزلو کې  دیني، علمي، مسلکي اوټولنیز ارزښتونه  پام کې نیولي؛ هیڅ ډول همکاري  يې نده  سپمولې اوپه دې برخه کې خپلو مسؤلیتونوته ژمن دي.

مرام

      د بیولوژي څانګه غواړي د یو معیاري  پوهنیز بنسټ په حیث خپل فعالیتونه ترسر کړي تر ځو  له دې لاري خپلو هیواد والوته دسیمې اوګاونډیو هیوادونو د داړوند پوهنیزو بنسټونو په کچه برابر اړین خدمتونه وړاندې او په دې برخه کې دیو باوري او لوړې کچې پوهې، تجربو او څیړنیز بنسټ حیثیت ولري.

 ماموریت

    دښوونې او روزنې پوهنځي په چوکات کې دپوهې اواړوند تجربوپه شریکولو او افغاني ټولنې ته دځواب ویونکي علمي بنسټ په حیث خدمتونو ته ژمن دی. نوموړې ځانګه دپوهې،  اړوند تجربو، څیړنې او په یادو برخوکې د ټولنې غړو ته دمشورې ورکولو باوري اود پوهې دلوړې کچې مرکزي حیثیت لري او خپل پرمختګ دسالمې سیالۍ، پوهې ، تجربو او څیړنیزې فضا په رامنځته کیدو کې ویني.

موخې

1 -  دهیواد دښوونې اوروزنې دسیستم لپاره په علمي اومسلکي مناسبه کچه دکادرونوروزل.

2 -  دعلمي اوڅیړنیزو علمي کادرونو روزلو سیستم ته پرمختیا ورکول.

3  –د څانګې په تخصصي برخوکې دعلمي کادرونو دپوهې، اړوند تجربو،مهارتونو او مسلکي کچې لوړول.

4 –  دپرمخ تللو ټولنوله تجربوڅخه دتدریس په برخه کې ګټه اخیستل او زده کوونکو ته ېې دټولنې د غوښتنو سره سم لیږد.

5 – په یاده برخه کې دهیواد دلا بډاینې او ځان بساینې په موخه د علمي اثارو، درسي کتابونو او اړوند مرستندویه موادو برابرول.

6 – دڅانکې د دندو اوفعالیتونو دښه پرمختللولپاره د متخصصواو ژمنو کادرونو روزل.

 همدارنګه د څانګې  دمهمو موخو څخه یو هم دلاندې پروګرامونو په اساس دعلمي کادرونو دپوهې دکچې لوړاوی دي:

-  دتجربه لرونکو او لوړورتبوعلمي کادرونو  تر لارښوونې لاندې د علمي اثارو او اړوند مرستندویه درسي موادو ژباړه.

-  دلوړرتبه او علمي کادرونو تر لارښوونې لاندې د رسالو او علمي  موضوعاتو لیکل.

-  دعلمي او مسلکي موضوعاتو لیکل او په هکله یې  دسمینارونو او کنفرانسونو ارایه.

- دلوړرتبه علمي کادرونو تر لارښوونې لاندې د ترفیعاتو دترسره کولو په منظور د علمي اثارو تالیف او برابرول.

- دعلمي موضوعاتواو تجربو دشریکولو په موخه علمي ناستې لرل.

- دلوړرتبه اوعلمي کادرونودلارښوونې په موخه دنویو په کار ګمارل  شویوکادرونو توظیفول او ورپیژندل

- دسمستر د درسي بهیر اود کیفیت رامنځته کیدو په موخه دڅانګې له مختلفو برخو څخه مشاهده اوارزونه.  همدارنگه دامکان په صورت کې  څانګه دنده  لري چې  په هیواد کې د ننه یا له هغه څخه بهر د تحصیلي سکالرشیپونواوفیلوشیپونو په پار د خپلو کادرونو علمي اومسلکي پیاوړتیا زمینه برابره کړي ترڅو له همدې لارې د هغوي علمي او مسلکي کچه لوړه اوپه اړوند برخو کې دڅانګې درسی مفردات وخت په وخت بډای او تازه( Update) کړي.

 دبیولوژي څانګې په عمومي تشکیل کې داړوند مضمونونو طرحه

 دبیولوژي څانګه دپکتیا پوهنتون په چوکات کې یو علمي واحد دی چې د اړتیا وړ مسلکي کادرونه،  دښوونځیواو نورو لوړزده کړو موسسو  لپاره دحیاتي علوموپه برخه کې ښوونکوي رووزي. په یاده برخه کې د ګټورو کادرونوپه موخه دنوموړې څانګې  ښوونیزنصاب(Curriculum) اواړوندکورسونه په څلورو برخوویشل کیږي:

 لومړۍ برخه:دابرخه دبنسټیزو کورسونو څخه عبارت دي.   نوموړي اساسي کورسونه د نورو اختصاصي کورسونه د تکمیل په موخه  دیادې څانګې په ښوونیز نصاب کې شامل شوی دي.

 اساسي کورسونو کې  اړوند مضمونونه د عمومي معلوماتو په هکله دضرورت دپوره کولو په موخه  ترتیب او تنظیم شوی لکه عمومي بیولوژي، عمومي کیمیا، عمومي فزیک او عمومي ریاضي.

 دوهمه برخه:  نوموړي کورسونه اختصاصي دي چې د بیولوژي له مختلفو څانګو سره تعلق لري لکه زولوژي، نباتات، ایکالوژي،  جنیتک /وراثت ، هستولوژي، مایکروبیولوژي، دانسان اناتومي اوفزیالوژي، نباتي فزیالوژي، نباتي سیتماتیک.

 دریمه برخه:  نوموړې برخه کې مسلکي کورسونه شاملیږي چې  د مسلکي پوهې او مهارتونو د لوړاوي په موخه  ورته په اړوند  ښوونیزنصاب کې ځای ورکړل شوی دی. دیادو کورسونو په تطبیق سره د زده کوونکو د لیږد قابلیت ته پرمختیا ورکول کیږي او په لاندې برخو مشتمله دي : دتدریس عمومي میتود،دبیولوژي دتدریس ځانګړی میتود، د زده کړې تخنیکونه، روانشناسي اړوند مضمونونه اودتدریس زده کړه.

څلورمه برخه:  په دې برخه کې پوهنتون شموله کورسونه شامل دي چې د تحصیلي دورې د ورستیو موخو دترلاسه کولو په پار پلانیږي. دبیولوژي څانګې دزده کوونکونوموړي کورسونه عبارت دي له:اسلامي ثقافت،چاپیریال ساتنه،دافغانستان معاصرتاریخ، کمپوتر، انګلسي ژبه اوبدني روزنه.

 دبیولوژي څانګې اړوند کورسونه پخپله دیادې څانګې د علمي کادرونو او هغه کورسونه چې د یادې څانګې له چوکات  څخه بهردي د پوهنځی یا پوهنتون داړوند څانګو د نورو علمي کادرونو له خوایې تدریس په مخ وړل کیږي.

اوسمهال دبیولوژي څانګې دعلمي کادرونو شمیر پنځو(۵) تنو ته رسیږي چې پیژندګلوي یې په لاندې جدول کې ترتیب ده. 

 ګڼه

 نوم

پلارنوم

 دنده

 دزده کړو کچه

 علمي رتبه

 دتلیفون شمیره

۱

ضیاءالله

خلیل الله

استاد

ماستر

پوهندوی

0775285710

۲

عبدالظاهر

میربت خان

استاد/امر

ماستر

پوهنمل

0799388411

۳

عتیق الله

میراجان

استاد

ماستر

پوهنمل

0776495214

۴

محمدشریف

محمدایوب

استاد

ماستر

پوهنمل

0700599503

۵

عبدالروف

محمدایوب

استاد

لیسانس

پوهیالی

0776596924