دپوهنځی درئيس لنډه پېژندنه

د پوهنځي د ريس  پوهنمل يارمحمد پکتين ژوند ليک

yarmohammad2@yahoo.comEmails:

paktiny@gmail.com

Phone: +93(0)700 822 322

يار محمد پکتين د نعمت الله زوی په ۱۳۵۵ل. کال په پلازمينه کابل کې زيږيدلی لومړنۍ زده کړې يې په پلرني ټاټوبي د سيدکرم ولسوالي د کوهسين په منځني ښوونځي کې پيل کړې، منځنۍ زده کړې يې د ډيورنډ کرښې ها غاړې په هنګو کې د عبدالله بن مسعود (رض)په ليسه کې کړې دي او د بکلوريا سند يې هم له همدغې ليسې څخه په ۱۳۷۰ل. کال کې تر لاسه کړئ دئ. د لوړو زده کړو له پاره په ۱۳۷۲ل. کال په پيښور کې د دعوت او جهاد پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي په پښتو څانګه کې شامل شو، تر دوه کلنو زده کړو نوموړی پوهنتون وتړل شو، تر نهه کلن ځنډ وروسته يې يو ځلې بيا په ۱۳۸۱ل. کال کې يې د کابل پوهنتون اړوندې څانګې ته تبديلي وکړه او په ۱۳۸۲ل. کال کې له همدغې څانګې څخه په کادر او دويمه نومره کې فارغ شو.

يارمحمد پکتين له فراغت وروسته  پکتيا ولايت د ټاکنو په خپلواک کميسون کې په دنده وګمارل شو او په ۱۳۸۳ل. کال کې د لومړي جهوري رياست، ولايتي شورا او ولسي جرګې په ټاکنو کې دنده تر سره کړې. له هغه وروسته يې په سهيل ختيځ زون ( پکتيا، پکتيکا او خوست ) په ولایتونو کې د شمشاد نړيوال تلويزيون له پاره د خبريال په توګه د څلورو کالو له پاره کار کړی دئ.

استاد يارمحمد پکتين په ۱۳۸۴ل. کې د خبريالي د دندې پر مهال د پکتيا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې کې د استاد په توګه مقرر شو، له څه مودې وروسته د يادې څانګې مشري ور په غاړه شوه. په ۱۳۸۸ل. کال کې د لا لوړو زده کړو له پاره کابل پوهنتون ته وروپيژندل شو او په ۱۳۹۱ل. کال کې د دوو کالو له پاره په همدغه پوهنتون کې د خدمتي استادي تر څنګه يې په پښتو ژبه او ادب کې د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړ او يو ځلې يې بيا په پکتيا پوهنتون کې د استادي دنده پيل کړه.

پوهنمل يار محمد پکتين په ۱۳۹۱ل. کال کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د سرپرست په توګه وګمارل شو او په ۱۳۹۲ل. کال د وري په مياشت کې د ريس په توګه وټاکل شو او تر اوسه همدغه دنده تر سره کوي.

له دې سره سره د ۱۳۹۱ل. کال را په دې خوا د پوهنتون د مهالنۍ خپرونې (پکتيا پوهنتون) مسوول مديريت چارې هم پر مخ ولي.

 پکتين د لوړو زده کړو او استادي پرمهال څو علمي او فرهنګي آثار او په لسګونه مقالې هم ليکلې او په بيلا بيلو خپرونو کې خپرې شوې دي.