دري ژبې اوادبياتوډيپارټمنټ

 


دژبواوادبیاتو پوهنځی معاون پوهیالي رحیم الله (داؤدزي)لنډ ه پیژندنه

تماس : 0744369497 ، 0796766730
ایمل Rahim dauod zai@gmail .com
      پوهیالی رحیم الله (داؤدزی ) دنورالدین زوی دپکتیا ولایت مرکز گردیز ښارته نیژدې په 1370 ه ش کال دصالوخیلو په کلي کې په یوه علمي کورنۍ کې  دې نړۍ ته سترگې پرانستې.
       لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې یې دعبدالحی گردیزي په عالي لیسه کې سرته رسولې .په 1387  ه .ش کال کې له نوموړې عالي لیسې څخه په لوړه درجه فارغ اودبکلوریا سندیې لاسته راوړی له دې وروسته په 1388  ه .ش کال کې دکانکور دازموینې په ورکولوسره پکتیا پوهنتون د ښونې اوروزنې پوهنځی د دري ژبې اوادب په څانگه کې شامل شو .له نوموړې څانګې څخه په1391 ه .ش کال کې دکادري نمرو په اخیستلوسره دلسانس په سویه فارغ شو کله چه په پکتیا پوهنتون کې دژبواوادبیاتو پوهنځی  تاسیس شوه،داؤزی د دري ژبې اوادب څانګې کادري بست ته کاندید شو . ددي بست لپاره دننګرهار په اسلامي پوهنتو ن کې دنورو کاندیدانو په شمول یوه ٱزاده رقابتې ازموینه واخیستل شوه چې نوموړي په ازموینه کې دلوړې نمرې په اخیستلو سره پکتیا پوهنتون دژبواوادبیاتو پوهنځی دري څانګې ته په رسمي ډول دیوآزاد  کادري استاد په توګه دلوړو زده کړو وزارت له خوا 28 ـ 8 ـ 1392 ه .ش کال .ور وپیژندل شو .چې اوس مهال په پکتیا پوهنتون کې دتدریس ترڅنګ دپوهنتون په تولو فرهنګي علمي چاروکې مرستیال دی . اوهمدارنګه استاد داؤدزی دپکتیا پوهنتون دعلمي شورا دپریکړې په اساس په 1393 ه .ش کال کې دژبو اوادبیاتو پو هنځی معاون وټاکل شو چی تردې دمه دنوموړې پوهنځی دمرستیالی چارې په مخ وړي