پښتوژبې اوادبياتوډېپارټمنټ

د پښتو ژبې او ادب څانګه

د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه يوه له نويو رغول شويو څانګو څخه ده، نوموړې څانګه په اوس وخت کې په لومړنيو مراحلو کې قرار لري چې د ودې او پرمختيا په حال کې ده.

د پښتو ژبې او ادب څانګه د ځانګړې موخې په درلودلو سره په (۱۳۹۲)ل. کال کې ورغول شوه چې په هغه وخت کې يوازې د درېيم (۳) ټولګي چې د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې څخه يې تشکيل موندلی و درلودونکې وه، خو په (۱۳۹۳)ل. کال کې د دوو نورو ټولګيو ( لومړي او دويم ) په لرلو سر ه اوس په يادو شويو ټولګيو کې (۲۸۰) تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.

نومړې څانګه د ټولو تجهيزونو په لرلو سره تقريبا کافي کتابتون هم لري.

ليد لوری

پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه په ډېر لوالتيا سره غواړي چې د لرو او برو پښتنو مورنۍ ژبې ته هر اړخيزه خدمتونه وکړي او پښتني ټولنې ته په اسلامي او پښتني روحيه سره مسلکي کادرونه و روزي.

موخه

د پښتو ژبې او ادب څانګې ټاکلې موخه داده ،چې پخپله ساحه کې داسې مسلکي شخصيتونه وروزي، چې نوموړې ژبې ته د چوپړ مصدرونه وګرځي او له هره اړخه دا ژبه غني کړي تر څو په راتلونکي کې نوموړې ژبه د نورو نړيوالو سر شارو ژبو په لومړي کتار کې ودريږي او نړيوال ،پښتانه او لرغونې پښتو ژبه په تمامه مانا سره وپېژني تر څو پښتانه او ناپښتانه د خپل مسلک مطابق وړ ضرورتونه او مشکلات د نوموړې ژبې له اثارو څخه حل او فصل کړي.

د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د لوړو معيارونو، کيفيتونو او اسلامي ارزښتونو ساتلو ته عقيده لري نوموړې څانګه تل هڅه او هاند کوي تر څو د محصلينو له پاره د يوې علمي سرچنې په توګه اسلامي عقيدوي متفکر، مجرب او دټولنې له پاره مسئول او وړ شخصتيونه وړاندې کړي تر څو تقديم شوي شخصيتونه د ټولنې له مشکلاتو سره ډغرې ووهي او د تورتم تيارې له منځه يوسې او پر ځای يې بل مشعلونه خپلې بې وزلې ټولنې ته ولګوي.

 

پښتو څانګه د لاندې کادري استادانو درلودونکي ده.

  •  پوهيالی سلطان زاهد د څانګې آمر
  •  پوهيالی احمدالله کارګر ( استاد )
  • پوهيالی  احسان الله پامير ( استاد )
  • پوهيالی عارف الله حقپرست( استاد )
  • پوهيالی  ايمل ښمر ( استاد )

په راتلونکي کې کېدای شي چې د پورته کادرونو د تعداد کچه لوړه شي.

 
   

پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې آمر پوهیالي سلطان زاهد لنډه پېژندنه:

                                                                          

                                                                          

                                                                                                                                       

Email: sultanzahid120@gmail.com

Phone: +93(0)772648130

                پوهیالی سلطان زاهد د حاجي رحمت ګل زوی د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالي اوسیدونکی په ۱۳۶۷ل. کال د مهاجرت په دور کې د کوزې پښتونخوا ټل ښار ته نژدې دې نړۍ ته سترګې پرانستې لومړنۍ زده کړې یې په کوزه پښتونخوا کې د درسمندو په سیمه کې د حضرت سهیل ابن بیضاء په ابتدایي ښوونځي کې پیل کړې له دې دورې وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای د پېښور په لور کډه شو .منځنۍ زده کړې يې په پېښور کې د حضرت قیس بن سعد په عالي لېسه کې پای ته رسولې او د بکلوریا سند یې له همدې لېسې څخه په ۱۳۸۶ل. کال کې په بریالیتوب سره لاس ته راوړ. د تعلیم په همدې دوره کې نوموړي دپېښور په ښار کې د انګلیسي ژبې او کمپيوټر بیلابېل کورسونه پای ته رسولي دي او سرټیفیکټونه یې په لاس راوړي. د لوړو زده کړو په موخه په ۱۳۸۸ل. کال کې د شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې شامل شو .نوموړې څلور کلنه تحصیلي دوره یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د لیسانس په کچه له یادې شوې څانګې څخه په ۱۳۹۱ل. کال  په کادر کی لومړۍ درجه فارغ شو .

          زاهد له  فراغت وروسته په پېښور کې د نو ې ټیکنالوجۍ د نیټ ورک څانګې بیلابېل کورسونه په مخ وړي له یو کال مصروفیت وروسته پکتیا پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ازاد رقابتي کادري بست ته کاندید شو ددې بست له پاره د ننګرهار په اسلامي پوهنتون کې د (۱۲) کسو په شمول یوه ازاده رقابتي ازموینه ترې واخستل شوه ،چې نوموړي په ازموینه کې دلوړې نمرې په اخستو او دسیمینار په ورکولو سره پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ته په رسمي ډول د یو ازاد مستقل کادري استاد په توګه دلوړو زده کړو د وزارت له خوا وروپېژندل شو ،چې اوس مهال په پکتیا پوهنتون کی د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې د استادي او د همدې څانګې د سرپرستي چارې په غاړه لري په دې سربېره د پوهنتون په ټولو فرهنګي چارو کې همکار پاتې شوی او بیلابېلې مقالې یې په فرهنګي، علمي او ادبي مجلو او جریدو کې خپرې شوې دي.