تاریخچه

 

د ژبو او ادبياتو پوهنځي تاريخچه:

د ژبو او ادبياتو پوهنځی په ۱۳۹۱ل. – ۱۳۹۲ل. کالو کې د پکتيا پوهنتون په وړانديز او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ تاسيس شوی دئ.

دغه پوهنځی د تاسيس په لومړي کال کې دری ( پښتو، دري، انګليسي ) څانګې لرلې او په يادو څانګو کې د څلورو انجونو په ګډون ۳۷۵ تنه محصلين په زده کړو بوخت وو.

د ژبو او ادبياتو پوهنځی د ۱۳۹۳ ل. کال کې د ژورناليزم او عامه اړيکو څانګه هم رامنځ ته کړه، په دې څانګه کې اوسمهال د دوو استادانو له خوا ۶۶ تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.

دغه پوهنځی به د ۱۳۹۴ل. ۱۳۹۵ل. کالو کې په ترتيب سره د عربي او الماني ژبې او ادب څانګې هم رامنځ ته کړي.

دا پوهنځی اوسمهال د (۱۳۹۲ل.) په پښتو او دري څانګو کې لومړي او دويم او درېيم، په انګليسي کې   لومړی او دويم ټولګي لري.

د ژبو او ادبياتو پوهنځي دا مهال په څلورو څانګو کې د شپاړسو رسمي کادري غړو ( استادانو ) له خوا ټول ۵۸۵ تنه محصلين ـ چې ۷ تنه يې انجونه دي ـ په زده کړو بوخت دي.

د څلورو تنو نورو استادانو د تقرر چارې دوام لري او انشاالله له دوی څه به د يوې ښځينه په ګډون دوه تنه په دري، يو تن په انګليسي او يو تن به د ژورناليزم په څانګه کې د کادري استادانو په حيث مقرر شي او په ۱۳۹۳ ل. کال کې به د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ټولو استادانو شمېر شلو تنو ته ورسيږي.

په پام کې ده چې د ۱۳۹۴ل. کال کې به د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې شپږ تنه نور کادري غړي هم مقرر شي.