دپکتيا پوهنتون اقتصادپوهنځی لنډه پېژندنه

 

دپکتيا پوهنتون اقتصادپوهنځی اومه پوهنځی ده، چې ديادپوهنتون له ایجادنېږدې يوه لسېزه وروسته یعني سږکال(۱۳۹۲ه.ش) په دې پوهنتون کې تأسيس شوه، چې دپيليدونکي تعليمي کال (۱۳۹۳ه. ش) په سرکې به  دکانکورله ازموينې رابريالي شويو شاوخوا 200 تنومحصلانوته دلومړي ځل لپاره لومړی سمستررسماًپیل کړي.

اقتصادپوهنځی په حاضرحال کې يوازې دمنجمنټ اوپلان ګذاري څانګه لري، مګرپه نږدې راتلونکې کې به دوه نورې څانګې هم رامنځته شي.

داقتصادپوهنځی دتعميردابادۍ چارې مخ په بشپړيدودي اوډېرژربه دټولګيو، کتابتون اودفترونو...دبيلولو لپاره دپارټيشن عمليات پکې پيل شي. داچې دغه پوهنځی تازه ایجادشوې، نواړتيا ده چې ددرسی ټولګيو، کتابتون، اودفاترولپاره يې موبل اوفرنيچرلکه میزونه، چوکۍ اوالماری  اوهمدارنګه داړتيا وړالکترونيکی وسايل اوتجهيزات لکه کمپيوټرونه،پروجکټر، پرنټرونه، دکاپي ماشين، سکنراونورهرڅه ژرچمتواوځای په ځای شي، همدارنګه اړتيا ده چې په پوهنځی کې  دانټرنټ څخه داستفادې مرکز فعال شي ، برسېره پردې ددې پوهنځی لپاره له لېرې ځايه دتدريس مرکزفعالول هم اړين دي.

اقتصادپوهنځی په حاضرحال کې دشپږوتنو استادانوتشکلیل لري اواړينه ده چې تشکيل يې په نېږدې راتلونکې کې زيات شي؛ همدارنګه  ديادواستادانو دتحصيلي سويې دلوړولو لپاره اړينه ده چې ددوی لپاره دماسټري اودکتورا ددورې بشپړولولپاره زمینه برابره شي.

ددې پوهنځی درسي پروګرام دکريډيټ په سيستم عيارشوی دی، اوپه دې پوهنځی کې دشموليت شرط په کانکورازموينه کې دځانګړونمرواخيستل دي چې دلوړوزده کړودوزارت لخواتعيينېږي.