دپوهنځی درئيس لنډه پېژندنه

د اقتصاد دپوهنځي د رئيس لنډه پېژندنه

ښاغلی محمد اسلام احمدزی د حاجي ثمر ګل زوی د جمعه ګل لمسی چې د پکتيا ولايت د احمد ابا ولسوالی د سلام خېلو د کلي اوسېدونکی دی، په ۱۳۶۷ ل ل کال د هجرت په ديار د خيبر پښتونخوا د صوابۍ په سيمه کې دې فاني نړۍ ته سترګي غړولې دي.

ښاغلي احمدزي ابتدايي زده کړي د پېښور په فضل کمپ کې، ثانوي زده کړي يي د پېښور په سعد بن ابي وقاص لېسه کې تر سره کړې او د کانکور د امتحان څخه وروسته په ۱۳۸۷ ل ل کال د خوست شيخ زايد پوهنتون اقتصاد پوهنځي  ته بريالی او په ۱۳۹۰ ل ل کال له ياد پوهنځي څخه فارغ او په ۱۳۹۱ ل ل کال په ياد پوهنځي کې د علمي کادر غړی شو. په ۱۳۹۲ ل ل کال کې د خوست شيخ زايد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي

څخه د پکتیا پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته را تبديل شو. اوسمهال ددې پوهنځي د لومړني سرپرست رئيس په توګه دنده اجرا کوي.