انجينری پوهنځی

 

 

د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځۍ تاریحچه

د پکتیا پوهنتون انجینري پوهنځی یو با اعتباره پوهنځی، چې په سیمه کې د لوړو زده کړو وزارت تر چوکاټ لاندي کار کوي. په ۲۰۱۵ کال کي کابو ۵۰۰ محصلین په انجینري پوهنځي کي زده کړه کوي. اوس مهال نوموړي پوهنځی د سیول انجینري، مهندسي انجینري، برق انجینري او میخانیک انجینري څانګې لرې چې له دوو څانګو څخه فارغان ورکړي، چې له پاتې دوو نورو برق او میخانیک څخه به هم په نږدي راتلونکې کې فارغان ولري. هر کال تقریبا ۱۵۰ هغه کسان چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته په انجینري کې د شامیلیدو معیارونه ټاکل شوي، پوره کړي،  شاملیږي او زده کړي پیلوي، چې نوموړي شمیره به په راتلونکې کي نوره هم لوړه شي. اوس مهال ۱۶ مسلکي استادان په انجینري پوهنځې کې د تدریس دنده پر مخ بیایې.

 د پوهنځي تعمیر په کافي اندازه د تدریسې خونې ، د آي ټي مرکز، د غونډو تالار، لابراتوار او کتابخانه لري.

په پکتیا پوهنتون کې، انجینري پوهنځۍ یوه نوي جوړه شوي پوهنځۍ ده، چې په  ۲۰۱۰ م کال کې هغه وخت تاسیس شوه، چې د د ډیورنډ کرښې ها غاړې (پیښور) کې میشت آریانا پوهنتون د پخواني ولسمشر په ځانګړي فرمان سره د افغانستان، پکتیا ولایت ته را انتقال شو. نوموړي پوهنځۍ اوس مهال د سیول انجینري، برق انجینري او میخانیک انجینري په برخه کي ۴ کلنه لسانسه دوره، او د مهندسي په څانګه کي پنځه کلنه لسانسه دوره وړاندي کوي، چې د کریډیټ سیستم له مخې یې تدریس کیږي.

د ۲۰۱۵ کال تر شروع کیدو یې د سیول انجینري له څانګې څخه ۲۰۰ تنه فازغان ټولنې ته وړاندي کړي دي، چې په سیمه کي یي ډیر شهرت موندلی، او د هیواد په بیلا، بیلو برخو کې په خپل مسلک کي ځلیدلي دي