مهندسي ډيپارټمنټ

۱-  زموږ په اړه

۲- د څانګې تاریخ

۳- ليدلوری او ماموریت

۴- پروګرامونه

۵- د څانګې د آمر ژوند لیک

۶-د څانګې د آمر پیغام

۷-د استادانو لنډه پیژندګلوي

۸-کریکولم

۹-پوښتنې

 

۱- زمونږ په اړه

۱.۱- مهندسي څه ده؟

مهندسي د فضايي ودانيو له طراحي سره تړاو لري. مهندسي د ساینس او هنر هغه ټولګه ده، چي د وګړو د سوکالي او د هغوی د ورځینو چارو لکه سرپناه، استوګنه، کار او نورو چارو سمبالښت په موخه ودانۍ طرحه کوي. په داسې حال چي د نوموړو چارو د تنظیمولو خلاقیت او ښکلا له اقتصاد او تخنیکي امکاناتو سره په بشپړه توګه اړخ ولګوي. په بله وینا مهندسي د ساینس او هنر هغه ټولګه ده، چي د ودانیو او فزیکي چاپیریالونو د جوړولو او طرحه کول چاري پر مخ وړي.

د مهندسي زده کړې دا پروګرام، د مهندسي د ډیزاین اړونده هغه وړتیاوي او پوهه تر پوښښ لاندې راولي، چې د هغه پر بنسټ افراد د مهندسي دودیز، فکري، تاریخي، اقتصادي، اجتماعي او چاپیریالي ارزښتونو د پېژندلو وړتیا تر لاسه کوي او داسي روزل کیږي، چي په ټولنه کي د مهندس مسولیت په بشپړه توګه وپېژني.

مهندسي مډرن او پرمختللې ودانۍ طرحه کوي، دودیز او منطقوي عوامل په دوامداره توګه د ودانیو په طرحه کولو کي د ارزښت وړ ګڼي، مهندسي د ښار جوړونې تر څنګ د ودانیو په طرحه کولو، پراخولو، ساتنه، بیا رغونه، په یوه ودانۍ یا د ودانیو په یو ګروپ کې بدلون راوستولو په اړه مسلکي خدمتونه وړاندي کوي، له ځینو مسلکي خدمتونو څخه په لاندې توګه یادونه کوو:

 تجارتي ودانۍ، عام المنفعه ودانۍ،  استوګن ځایونه، تعلیمي ودانۍ، صنعتي ودانۍ، زراعتي ودانۍ، آسمان څکې ودانۍ، اداري ودانۍ، عبادتځایونه، د ورزش اسانتیاوې، لنډسکیپ او د ښارونو پلانول او طرحه کول د مهندسي د خدمتونو په توګه یادولای شو.
 

  ۲- د مهندسي څانګې شاليد

د مهندسي ډیپارټمنټ په ۲۰۱۴ کال کې تاسیس شوی دی او په ۲۰۱۵ کال کې یې لومړۍ دوره محصلین منلي دي.

دا علمي عنوان (مهندسي څانګې) په پکتیا پوهنتون کې سابقه نه درلوده، ټول هغه کسان چې په بنسټ اېښودلو کې يې فعاله ونډه لرله، د مهندسي د ډیپارټمنټ د لاسته راوړنو له امتیاز څخه برخمن دي. له بلي خوا په هیواد کې د مهندسانو کمښت د مهندسي او ښار جوړونې په برخه کې د نیمګړتیاوو ستر لامل ګڼل کیږي، چې په ټولنه باندې یې بدې اغیزې روښانه دي. زمونږ په آند په بنسټیزه توګه د دې نیمګړتیاوو د پوره کولو یوازينۍ لار د مسلکي او تکړه مهندسانو روزل دي. دا د نن ورځنۍ مهندسي زده کړه ده.

 زمونږ موخه به دا وي چي په فعال تعلیمي چاپیریال کي د زده کوونکو په ساتلو سره به د هغوي وړتیاوې لوړي کړو او د اجباري، نا باوره تعلیمي چاپیریال څخه به یې وژغورو.
 

۳-۱- ليدلوری

د پکتیا پوهنتون مهندسي څانګې مرام دا دی، چې د مهندسي او داخلي ډیزاین د زده کړې او څېړنې په برخه کي په سیمیزه او ملي کچه د پرمختللو پروګرامونو په قطار کې ودریږي. زمونږ مرام دی، چي ټولنې ته د پراخ تخصص او پوهې پر اساس په متنوع علمي تجربو سمبال شاګردان وړاندې کړو او دا هدف په علمي اساساتو ولاړ پوهنځي په چوکاټ کي د بېلا بېلو لید لورو او بېلا بېلو ملتونو پر اساس تر لاسه کړو. 

پکتیا پوهنتون او د مهندسي څانګه دواړه په خپل وار سره هوډ لري او هیله مند دي، چې فارغ التحصیلان یې په سیمه ایزه کچه په خورا پیاوړو طراحانو باندي بدل شي.

په دې عقیده یو، چي مهندسي د بشر له زښت ارزښت لرونکو اړتیاوو څخه ده، مونږ هڅه کوو، چې د بشري وضعي په لوړوالي کي اساسي او بنسټیز ونډه ولرلای شو.

۳-۲- ماموریت

د پکتيا پوهنتون د مهندسي څانګه هوډ لري، چې خپلو زده کوونکو ته د یوې خورا پیاوړې علمي تجربې په وړاندې کولو سره د مهندسي مسلک ته دننه شي. د مهندسي د څانګې او د پروګرامونو لومړنۍ موخه دا ده، چي زده کوونکو ته داسې کاریکولم (درسی نصاب) او د زده کړي زمینه برابره کړي، تر څو هغوی ته په دې معنی زده کړه ورکړل شي یا د دې لامل شي، چي د استوګني په رغول شوي چاپیریال کې د بشري اړتیاوو پر وړاندې خپل مسيولیت وپیژني.

زمونږ زده کوونکي باید ماهر، مبتکر او ځیرک وي، د نن ورځې له مسلک سره په مسولانه توګه عمل وکړي همدارنګه له خپل ژوند څخه په دوامداره توګه زده کړه وکړي، تر څو دوی په راتلونکي کې هغه مسلک ته ځان ورسوي، چي د دوی په خیال او فکر کې دی.

د دې علمي موخو خورا ارزښتناک اړخ دا دی، چې زمونږ په زده کوونکو کي پیاوړې ټولنیزه پوهه رامنځ ته کړي او د ټولنو د پرمختګ په چارو کې د فعاله ونډه اخیستلو لپاره لېوال وي.

د مهندسي په څانګه کې ښوونه، څیړنه او مطالعه په نظر کې نیول شوي، چې زده کوونکي او ښوونکي په خپل مسلک کې پرمختللې څیړنې وکولای شي او د دې نهایي موخې تر لاسه کول ممکن شي، چې هر زده کوونکي په ځانګړې توګه د استوګنې د رغول شوي چاپیریال په لا پراختیا او ښه والي کي ونډه واخلي.

د مهندسي څانګي لپاره داسې پروګرام په نظر کي نیول شوی، چې د زده کوونکو او استادانو د فکري رشد او پراختیا لامل ګرځي، په دې موخه چې نوی علم پراختیا ومومي او هغه په مادي توګه د مهندسي په مسلک او په ټولیزه توګه ټولنه کې اضافه کېږي، چې د پوهنتون د روشنفکرې ټولنې د یوه مرستندویې او نه بیلیدونکې برخې په توګه عمل وکړي، او فارغ التحصلان تشویق کړای شي تر څو خپل استعدادونه او وړتیاوې د یوه ځای په جوړولو کې په داسي توګه وکاروي، چي په بنسټیز ډول د ګاونډیتوب د لا ښه والي لامل ګرځي.

د مهندسي پروګرام هڅه لري، چې د مهندسي په برخه کي د تحصیل کوونکو له غوښتنو سره اړخ ولګوي، دا تقاضاوې او غوښتنې به زیاتېږي او د ډېرو کلونو لپاره به دوام وکړي. په سیمه کي د ودانیو صنعتي کېدل پراختیا مومي چې موازي توګه د املاکو (مالي) څانګو د پراختیا تقاضا کوي. په بېړني او سریع ډول د نفوس زیاتوالی د تجارتي او استوګنیز ځایونو د کمښت لامل ګرځي نو په ژوره توګه د لویو پروژو د تطبیق اړتیا لیدل کیږي، په دې اساس هیواد د داسې طراحانو له کمښت سره مخ دی، چې د نوموړو پروژو په رغولو او مراقبت کولو کې مهارت او وړتیا ولري.

 

۴- پروګرامونه

د مهندسي څانګه د لیسانس پنځه کلن پروګرام پرمخ وړي.

 

۵- د مهندسي څانګې آمر پیژندګلوی

پوهیالی رحمت الله ابراهیمي د مرحوم استاد محمد غیاث زوی، په ۱۳۶۵ لیږدیز لمریز کال کې چې (۱۹۸۶) زیږدیز کال سره سمون خوري؛ د پکتیکا ولایت، مټاخان ولسوالي، د ابراهیم کاریز په کلي کې زېږدلی دی. لومړنۍ، منځنۍ او د لیسې دورې زده کړي یې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالي د کلالګو په عالې لیسه کې سر ته رسولې دي. د ۱۳۸۴ کال د کانکور ازموینې له لارې د کابل پولیتخنیک پوهنتون، ساختماني پوهنځي ته بریالی شو او په نوموړي پوهنتون کې یې د مهندسي په څانګه کې د لیسانس په کچه لوړې زده کړې تر لاسه  کړي دي. په ۱۳۸۹ لیږدیز لمریز کال کي له پوهنتون څخه فارغ شو.

نوموړي په بیلا بیلو تحصيلي موسسو لکه کاردان پوهنتون، باختر پوهنتون، استقلال پوهنتون، مستقبل پوهنتون او د افغانستان مسلکي تخنیکي انسټیټوټ کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې، چې په دې موده کې یې له ساختماني کمپینو سره هم همکاري درلوده.

په ۱۳۹۱ لیږدیز لمریز کال د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي د مهندسي په څانګه کي د علمي کدر په توګه وګمارل شو او رسماْ یې په دنده پیل وکړ، اوس مهال د همدې څانګې آمر دی.

۶- د مهندسی د څانګي د آمر پیغام

په خورا خوښۍ سره  د مهندسي څانګي ته ستاسو هر کلی کووم.

وېبپاڼه د دې باعث شوه، چې وکولای شو په آسانه سره ومومو، مهندسي زمونږ د ټولنې د ژوند د کچې په لوړولو کې څومره مهم رول لوبوي.

څرنګه چې د مهندسي ډیپارټمنټ د تاسیس د دوهم کال په درشل کې دی او د مهندسي ډیپارټمنټ د پراختیا پړاو ترسره کوي، زمونږ ټینګ تعهد دا دی، چې په ټولنه کې د شته ستونزو او اسانتیاوو په رڼا کې خپل لیدلوري او مرام ته ورسیږو، زمونږ د ډیپارټمنټ غړي په افغانستان کې د ښه استوګنیز چاپیریال د رامینځ ته کولو په موخه بشپړه لیواتیا او دومداره هوډ لري، د ډیپارټمنټ غړي د وس تر بريده هڅه کوي، چې د مسئولیت منوونکي مهندسینو په روزلو سره زمونږ د ټولنې، اقتصاد او دود له پایښت لرونکي پرمختګ څخه دفاع وکړي.

زمونږ د تعهد په یوه معني لرونکي عبارت سره خپلو خبرو ته پای ورکوم؛ هغه دا چې د ښې زده کړي او دوامداره ښه والي  لپاره درناوي او عمل ته مخه کړئ! مونږ به زښت زیات خوشحاله شو، چې د دې علمي بنسټ د پرمختګ او لا ښه والي په موخه ستاسو نظرونه، پوښتني او وړاندیزونه ولرو، د مهندسي د ډیپارټمنټ په نماینده ګي تاسو ټولو ته ښه وخت غواړم!

پوهیالی رحمت الله ابراهیمي

 

۷- د استادانو لنډه پیژنګلوي
 

رحمت الله ابراهیمي (د مهندسي دیپارتمنت آمر

دنده
 د څانګې آمر
رتبه
 پوهیالی

 زده کړې

د مهندسی په څانګه کي لیسانس  BSc

څانګه

مهندسی

اړیکه

د بریښنا لیک پته:

rahmat100ibrahimy@gmail.com

تیلیفون شمیره:۰۷۷۲۷۱۸۷۰۲

سکیپ : rahmatullah.ibrahimy100

 

محمد اصف مومند

رتبه

پوهیالی

 زده کړې

د مهندسی په څانګه کي لیسانس  BSc

څانګه

مهندسی

اړیکه
ایمیل ادرس:

eamohmand@gmail.com

تیلیفون شمیره:۰۷۹۸۴۱۴۳۰۴

سکیپ :
 

۸- د مهندسي دیپارتمنت کریکولم

د مهندسي لومړی کال

دوهم سیمستر

لومړی سیمستر

 

کتګوری

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

کتګوری

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

 

پوهنتون شمول

2

انگلیسی 2

EF 121

پوهنتون شمول

3

انگلیسی 1

EF 101

اساسی

4

ریاضی 2  (Calculus II)

EF 122

اساسی

4

ریاضی  1 (Calculus I)

EF 112*

تخصصي

4

د مهندسی ترسیمات

AR 110

اساسی

4

انجنیری کیمیا

EF 115

اساسی

4

انجنیری فزیک 2

EF 124

اساسی

3

انجنیری مبادی او کمپیوتر

EF 104

پوهنتون شمول

1

اسلامی ثقافت

EF 126

پوهنتون شمول

1

اسلامی ثقافت

EF 105

پوهنتون شمول

3

کمپیوتر پروگرامینگ

EF 123

پوهنتون شمول

1

د افغانستان تاریخ

EF 106

 

 

 

 

اساسی

4

انجنیری فزیک – 1

EF 114

 

 

 

 

اساسی

2

رسم تخنیکی

ME 113

 

18

مجموع

 

 

22

مجموع

 

                   
 

 

 

 

د مهندسی دوهم کال

څلورم سیمستر

دریم سیمستر

کتګوری

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

کتګوری

واحدات

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د مضمون نوم

د مضمون کوډ

 

تخصصی

4

طراحی مهندسی 2

AR 202

تخصصی

4

مهندسی طراحی 1

AR 201

 

پوهنتون شمول

2

انگلیسی 4

AR 220

اساسی

4

د حرارت فزیک- 3

AR 214

 

تخصصی

4

د مهندسی تاریخ 1

CE 214

بوهنتون شمول

3

انگلیسی 3

EF 201

 

اساسی

3

د مواد مقاومت

AR 230

اساسی

3

ستاتیکس

CE 216

 

 

3

پایداره چاپیریالی سیستونه

EF 221

تخصصی

2

مهندسی سکیچ

AR 211

 

1

اسلامی ثقافت

EF 225

بوهنتون شمول

1

اسلامی ثقافت

EF 205

 

17

مجموع

 

 

17

مجموع

 

 

 

د مهندسی دریم کال

شپږم سیمستر

پنځم سیمستر

 

کتګوري

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

کتګوري

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

تخصصي

5

مهندسی طراحی 4

AR 304

تخصصي

5

مهندسی طراحی 3

AR 303

تخصصي

4

ساختمان 2

AR 331

تخصصي

2

تاریخ مهندسی 2

AR 321

تخصصي

3

تخنیکی تجهیزات 1

AR 332

تخصصي

3

ساختمان 1

AR 330

اساسی

3

کانکریت 1

CE 306

اساسي

3

په مهندسي کي کمپیوتر کارونه

AR 311

تخصصي

2

د مهندسی تاریخ 3

AR 322

اساسي

4

د سترکچر تحلیل

CE 302

پوهنتون شمول

1

ثقافت اسلامی

EF 325

پوهنتون شمول

1

اسلامی ثقافت

EF 305

 

18

مجموع

 

 

18

مجموع

 

                 
 

 

د مهندسي څلورم کال

اتم سیمستر

 

اووم سیمستر

کتګوري

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

کتګوري

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

تخصصي

5

د مهندسی طراحی 6

AR 406

تخصصي

5

د مهندسی طراحی 5

AR 405

تخصصي

3

د ساحي طرح کول او پلان کول

AR 440

تخصصي

3

غیر مسلکي انتخاب

AR 4xx

تخصصي

3

د ښارجوړني تیوري

AR 441

تخصصي

3

تخنیکی تجهیزات 2

AR 433

تخصصي

3

داخلی طراحی

AR 442

اساسی

3

سروی 1

CE 304

اساسی

3

د فولادي عناصر طرحه

CE 308

تخصصي

3

محیطي او ټولنیزه طراحي

AR 240

پوهنتون شمول

1

اسلامی ثقافت

EF 425

پوهنتون شمول

1

اسلامی ثقافت

EF 405

 

18

مجموع

 

 

18

مجموع

 

                 
 

 

پنځم کال

لسم سیمستر

 

نهم سیمستر

 

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

 

واحدات

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

تخصصی

5

ښاري طراحی

AR 508

تخصصی

5

مهندسی طراحی 7

AR 507

تخصصی

4

ساختمان مدیریت

AR 534

تخصصی

3

د ښاري رغوني او مهندسي اړونده مقالې

AR 543

تخصصی

2

د هنر تاریخ

 

تخصصی

2

برنامه ریزی پروژه

AR 544

تخصصی

3

مسلکی انتخاب

AR xxx

تخصصی

3

مسلکی انتخاب

AR xxx

تخصصی

3

غیر مسلکی انتخاب

 

تخصصی

3

غیر مسلکی انتخاب

 

 

17

مجموع

 

تخصصی

16

مجموع

 

 

 

 

۹- پوښتنې

د پکتیا پوهنتون، انجینري پوهنځۍ د مهندسي له څانګي سره  د معلوماتو او پوښتنو لپاره د شنبې نه تر پنجشنبې د ورځې د کاري ساعتونو په دوران کي اړیکه نیولی شی، ستاسو د هوساینې لپاره د لیدو څخه وړاندې یوه اړیکه ونیسی تر څو اړوند غړی حاضر دی که نه؟

  پته

مهندسي څانګه

پکتیا پوهنتون، انجینري پوهنځی

ګردیز، پکتیا
افغانستان

 

۹-۱- د شاګردانو پوښتنې

۹-۱-۱- په زده کړه بوخت شاګردان

که ته اوس مهال محصل یي او کومي مرستي ته ضرورت لري، د خپل صنف له رهنما استاد سره اړیکه ونیسه، هغه به له تاسو سره د امکان تر حده خپله مرسته وکړي تر څو ستا ستونزه د اړوند مرجع سره شریکه کړي.

 

۹-۱-۲-د فارغو لپاره

هغه څوک چي فارغ دي د معلوماتو او مرستي لپاره د انجینري پوهنځۍ له ریاست سره اړیکه ونیسی، چي د امکان تر حده به له تاسو سره مرسته کوي.

د پوهنځی ایمیل ادرس

engineeringfacultypu@gmail.com