د پوهنخي درئيس لنډه پېژندنه

 

  ژوند لیک

نوم : پوهنیار نقیب الله                                                                                                  

د پلارنوم : صالح محمد

ولایت : پکتیا

دنده : د انجینري پوهنځي سرپرست رئیس

ښاغلی پوهنيار نقيب الله ځاځی د صالح محمد زوی په ۱۳۶۶  ل کال په کابل کې زيږيدلی دی. د ژوند لومړنۍ څومياشتې يې کابل کې تيرې کړې دي له هغې وروسته خپل پلرني ټاټوبي پکتيا ولايت آريوب ځاځيو ولسوالۍ اميرخيلو کلي ته کډه شو.هلته له يوې مودې تيريدو وروسته په هيواد کې د موجودو ناخوالو له امله د پاکستان هیواد  کرمې ايجنسۍ ته  په هجرت کولواړشو تر ۷ کلنۍ يې هلته ژوند وکړ او وروسته بيرته خپل پلرني ټاټوبي اريوب ځاځيو ولسوالۍ اميرخيلو کلي ته راستون شو.  په ۱۳۷۲  ل  کې هغه وخت چې اووه کلن وخپلي لومړنۍ او منځنۍ  زده کړې یې   د ګلغنډۍ په عالي ليسه او همدارنګه د شهيد انجينيرخيال محمد منځني ښوونځي کې سرته ورسولې  او خپلې ثانوي زده کړې یې په آریوب لیسه ، کابل حربي ښوونځي او د کابل خوشحال خان په عالي لیسه کې په 1383 لمریز کال کې بشپړې کړې . د همدې کال د کانکور ازموینې په پایله کې  د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي سيول څانګې ته بريالی شو.نوموړې پوهنځي ته په ۱۳۸۴  ل کې شامل او د پنځه کلنې تحصيلي دورې له تېرېدو وروسته په ۱۳۸۸  کال له ياد پوهنتون څخه فارغ شو. دوه کاله يي د هيواد په مختلفو برخو کې خدمت وکړ او په ۱۳۹۰ کال کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د پکتيا پوهنتون په انجينري پوهنځي سيول څانګه کې د استاد په توګه په دنده وګمارل شو. له يو څه مودې تيريدو وروسته د ده د ښو کړنو له امله نوموړی په۱۳۹۱ هـ ل کال کې دانجینري پوهنځي  سيول څانګې د آمر په توګه او  په همدې کال کې د پوهنتون د رهبرۍ لخوا د ياد پوهنځي د مرستیال  په توګه او له هغه وروسته د نوموړي د ښو کړنو او زیاتو بریاوو د ترلاسه کولوپه اساس د پکتیا پوهنتون ریاست په وړاندیز او د لوړو زده وزارت مقام په منظورۍ د انجینري پوهنځي د سرپرست په توګه و ټاکل شو  له ۳ کاله دندې اجراء کولو وروسته نوموړی په ۱۳۹۴ کا ل کال کې هندوستان ته د ماسټري زده کړو لپاره ولاړ او د سيول انجينري په سټرکچر برخه کې يې  خپله ماسټري په برياليتوب سره سرته ورسوله ،په ۱۳۹۶  کال کال کې بيرته هيواد ته راستون شو اود دویم ځل لپاره  يې خپلې دندې( د انجینری پوهنځي د استاد او د نوموړي پوهنځي سرپرست رئیس) په توګه دوام ورکړ او تراوسه پورې په همدې دنده کې پاتي شوی .                    

په درنښت

پوهنيار نقيب الله ځاځی

د انجینري پوهنځي سرپرست رئیس