تاریخچه

 

 

د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځۍ تاریخچه

د پکتیا پوهنتون پوهنتون انجینري پوهنځی یو با اعتباره پوهنځی چي په سیمه کي د لوړو زده کړو وزارت تر چوکاټ لاندي کار کوي. کابو ۵۰۰ محصلین په انجینري پوهنځي کي زده کړه کوي. اوس مهال نوموړي پوهنځی د سیول انجینري څانګه لري چي په ډیر نږدي راتلونکي کي به د برق، میخانیک او مهندسي څانګې هم په خپل فعالیت شروع وکړي. هر کال تقریبا ۱۲۰ هغه کسان چي د لوړو زده کړو لخوا ورته په انجینري کي د شامیلیدو معیارونه ټاکل شوي په پکتیا پوهنتون انجینري پوهنځۍ کی خپلي زده کړي پیلوي، چي نوموړي شمیره به د نورو څانګو په فعالیدو سره زیاته شي. اوس مهال ۱۳ مسلکي استادان په انجینري پوهنځې کي د تدریس دنده لري.

د پکتیا پوهنتون انجینري پوهنځي د ګریز ښار اړوند بلند منزلو په سیمه کي قرار لري، د پوهنځي تعمیر په کافي اندازه د تدریسي خونې ، د آي ټي مرکز، د غونډو تالار، لابراتوار او کتابخانه لري.

په پکتیا پوهنتون کي انجینري پوهنځۍ یوه نوي جوړه شوي پوهنځۍ ده چي په ۲۰۱۰ کال کي تاسیس شوه، نوموړي پوهنځۍ اوس مهال د سیول انجینري په برخه کي ۴ کلنه لسانسه دوره وړاندي کوي.

تر اوسه یي د سیول انجینري له څانګي څخه ۱۴۰ تنه فازغان ټولني ته وړاندي کړي دي، چي په سیمه کي یي ډیر شهرت موندلی، او د هیواد په بیلا، بیلو برخو کي په خپل مسلک کي ځلیدلي دي.