تضمین کیفیت

د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد

د ګران هیواد افغانستان تحصیلي نظام د جنګ په لسیزو کې په ناوړه توګه زیانمن شو، خو په دې وروستیو لسیزو کې تحصیلاتو ته لاس رسی اسان، او تقاضا ورته په بې مخینې توګه زیاته شوه. د یادونې وړ ده، چې په لومړۍ سر کې وخت ناوخت د تحصیلاتو له کیفیت څخه د  نارضایتي شکایتونه په زیاتېدو وه، چې له کبله یې په ۱۳۹۰ کال کې لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې د کیفیت د تضمین برنامه پیل شوه، ورپسې په ۱۳۹۲ کال کې د کیفیت د تضمین فعالیتونه د کییفیت لوړاوي او اعتبار ورکوونې ریاست تر چتر لاندې سره را ټول شول. له ښه مرغه، چې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې پروسې په لږ وخت کې د افغانستان تحصیلي سکتور ته ښې لاسته راوړنې ور وبښلې. اوسمهال، د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکوونې د ریاست تر چتر لاندې یو تخصصي بورډ، او بهرني تخصصي ارزونکي اغېزمن فعالیت لري، چې له برکته یې د هیواد د کیفیت د تضمین ملي چارچوب د ۱۱ اصلي او ۴۹ فرعي معیارونو په لرلو سره را منځته شو، او له مخې یې د هیواد بېلابېل خصوصي او دولتي پوهنتونونه په منظمه توګه ارزول کیږي.

پکتیا پوهنتون په ۱۳۹۲ کال کې د کیفیت لوړاوي برنامې ته شامل شو، چې له کبله یې د پوهنتون د کیفیت د تضمین عمومي مدیریت را منځته شو. په ۱۳۹۷ کال نوموړي مدیریت د امریت بست ته ارتقا وکړه. د کیفیت لوړاوي پروسې ته د ښې ژمنتیا له کبله د پکتیا پوهنتون رهبری او د کیفیت لوړاوي دفتر په ۱۳۹۸ کال د لوړو زده کړو پراختیايي برنامې HEDP په مرسته وتوانېدل چې د کیفیت لوړاوي داخلي واحد را منځته او په مناسبه توګه یې تجهیز کړي.

  اوسمهال، د پوهنتون د کیفیت لوړاوي داخلي واحد د پوهنتون او پوهنځیو له رهبري سره په همغږي خپلې چارې په اغېزمنه توګه پر مخ وړی. د یادونې وړ ده، چې کیفیت لوړاوي داخلي واحد د کیفیت لوړاوي د ټولو برنامو له ښه تطبیق څخه دوامداره څارنه او ارزونه تر سره کوي، او د هیواد له نافذه او لوړو زده کړو وزارت له قوانینو، پالیسیو، د کیفیت لوړاوي له ملي چارچوب، او پوهنتون له داخلي طرزالعملونو سره سم د کیفیت فرهنګ نهادینه کوي. د کیفیت لوړاوي داخلي واحد هڅه کوي چې خپل اړوند پوهنتون د بېروني تخصصي اروزنکو د کتنې په پایله کې د ملي باور اخیستنې جوګه کړي، او په دې توګه د پوهنتون نړیوال اکاډمیک فعالیت ته لار هواره کړي.

د تضمین کیفیت امریت

د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت لومړني رسمي امر د لوړو زده کړو وزات (۶۱۴-۳۸۳) ګڼه او  ۲/  ۴ /  ۱۳۹۸ نېټې مکتوب پر بنسټ معرفي شو. پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت آمر د دندو د لایحې سره سم د داخلي واحد د چارو انسجام او له بېلابېلو علمي، تدریسي، څېړنیزو، او اداري چارو څخه د څارنې دنده پر غاړه لري.

لایحه وظایف امر تضمین کیفیت و اعتبار دهي

  1. ترتیب پلان کاری ماهوار، ربعوار و سالانه در مطابقت به پلان ریاست جهت دستیابی به اهداف پیشبنی شده و استراتیژی وزارت.
  2. رهبری و مدیریت کارمندان تحت اثر، جهت تطبیق اهداف پلان کاری و ارتقاء سطح دانش مسلکی شان.
  3. تامین ارتباط با سایر بخش های ریاست در مورد تطبیق موثر سیستم های اعتباردهی و تضمین کیفیت جهت هماهنگی و تسهیل فعالیت های.
  4. طرح و ترتیب فارمت های نظارت از تضمین کیفیت در پوهنتون های دولتی و نظر به معیار های ملی و بین المللی جهت سهولت در امور نظارتی از روند اعتباردهی .
  5. همکاری با رئیس در ایجاد میکانیزم و طرزالعمل های کاری آمریت تضمین کیفیت و اعتباردهی از تطبیق استراتیژی وزارت تحصیلات عالی و رهنمائی درست کارمندان و ایجاد شفافیت در روند اجراآت.
  6. ارائه مشوره به رئیس تضمین کیفیت و اعتباردهی در امر ایجاد میکانیزم و طرزالعمل های نظارت از ارزیابی خودی وسایر مراحل اعتباردهی در پوهنتون های دولتی غرض تطبیق مؤثر آن.
  7. نظارت از تطبیق برنامه های نظارت از ارزیابی خودی وسایر مراحل اعتباردهی در پوهنتون های دولتی جهت اصول اطمینان.
  8. مراقبت از پروسه نظارت از ارزیابی خودی وسایر مراحل اعتباردهی پوهنتون های دولتی جهت تامین هر چه بهتر شفافیت در پروسه.
  9. تحلیل گزارشات کارشناسان و شناسائی موانع و مشکلات در رابطه به تطبیق پلان های عملیاتی نظارت از تمام مراحل اعتباردهی در پوهنتون های دولتی .
  10. کنترول و ارزیابی کیفیت اجراآت کارمندان تحت اثر به منظور اتخاذ تدابیر بعدی و ارتقای سطح بازدهی کاری آنها.
  11. نظارت دوامدار از دیتابیس آمریت که برمبنای آمار و احصائیه تهیه گردیده است.
  12. اجرای سایر وظایف مرتبط به وظیفه در چوکات قانون و اهداف وزارت از جانب امرین مربوطه سپرده میشود.

پکتیا پوهنتون د کیفیت د تضمین کمیټه

پکتیا پوهنتون د نهاد په کچه د کیفیت د تضمین اصلي فعاله کمیټه لري، چې د اړوند دندو لایحې سره سم خپلې چارې په منظمه توګه پر مخ وړي. د پوهنتون د کیفیت د تضمین اصلي کمیټه د پوهنتون په بېلابېلو واحدونو او نور کمیټو د نظارت تر څنګ د پوهنځیو د تضمین کیفیت له کمیټو سره د یو اغېزمن میکانیزم پر بنسټ خپلې چارې همغږې کوي.

د پکتیا پوهنتون د کیفیت د تضمین کمیټې اداري تشکیلاتي جوړښت

 

د پکتیا پوهنتون د کیفیت لوړاوي کمیته

موقف

علمي رتبه

د زده کړو کچه

تخلص

نوم

ګڼه

علمی مرستیال

پوهنمل

دوکتورا

احمدی

عبدالله

1

کیفیت لوړاوي مشر

پوهنیار

ماستر

احمدزی

نجیب ﷲ

 

محصلانو مرستیال

پوهنمل

ماستر

ځاځی

نقیب الله

2

کرنې پوهنځی

پوهنمل

ماستر

احمدزی

محمد امین

3

ادبیاتو پوهنځی

پوهنیار

ماستر

نبیل

امرالله

5

طب پوهنځی

پوهنیار

ماستر

محرابی

میرضیاءالرحمن

6

کرنې پوهنځی

پوهنیار

ماستر

جویان

احمدالله

7

اقتصا پوهنځی

پوهنیار

ماستر

شهاب

محمد سرور

8

حقوقو پوهنځی

پوهنیار

ماستر

زمانی

محمد یوسف

9

تضمین کیفیت مدیر

منشی کمیته

لسان

مجیدی

قمرالدین

10

 

 

خدمتونه