پېژندنه

 

د لوړو زده کړو وزارت

د کیفیت د لوړاوی او اعتبار ورکووني ریاست

د کیفیت د  لوړاوی او اعتبار ورکووني کاري  جوړښت

 

دلو ۱۳۹۷

 

 

 

د مطالبو لړليک

۱   لېرليد، ماموریت او ستراتیژي.................................................................................. .................................................................................. 3

۲    د ټولني او د هغې په پرمختګ کي ونډه اخيستنه. 5

۳   حکومتدارۍ، مشرتابه او اداره 6

۴ مالي سرچینې او مدیریت    8

۵   علمي پروګروامونه    9

۶   څېړنه    12

۷ د پوهنځی غړي او مامورین    13

۸   د محصل تجربه    15

۹  د کیفیت   تضمين او لوړاوی. . 17

۱۰  کتابتون او  معلوماتي سرچینې. . 18

۱۱ تدریس، معلوماتي تکنالوژۍ او آسانتیاوې. 20

 

 

 ګڼه

معیار

شاخصونه: لومړی او دوهم پړاو

حد اکثر نمره

شاخصونه: درېیم پړاو

حداکثر نمره

 

 

 

 

 

 

۱

۱   لېرليد، ماموریت او ستراتیژي

 

 لوړو زده کړو مؤسسه یو روښانه لېرليد، ماموریت او ستراتيژيک پلان لري، چي  ټول شرکاء  پرې پوهول شوي دي چي د تصمیم نیوونې او  سرچینو د لګوني لپاره بنسټونه برابروي.

۱.۱

ماموریت
 لوړو زده کړو مؤسسه  يو مناسب او رسمي تصويب شوی د لېرليد او ماموريت اعلاميې لري.

 لوړو زده کړو مؤسسه خپل د لېرليد او ماموریت یوه روښانه اعلامیه لري چي  د لوړو زده کړو وزارت له خوا تصویب  شوې.

۱۰

سربیره پر دې، لېرليد او  هر پوهنځئ او څانګه خپلي موخي لري، چي د اړونده مرجع لخوا تصويب شوي وي.

۱۰

۱.۲

ستراتيژيک پلان جوړونه

لوړو زده کړو مؤسسه د پنځه کلن ستراتيژيک پلان د جوړوني ميکانيزم مخته وړي.

 لوړو زده کړو مؤسسه یو پنځه کلنه ستراتيژيک پلان لري کوم چي  د لوړو زده کړو وزارت یا  با صلاحیته ادارې له خوا تائید  شوی دی

په دغه ستراتیژیک پلان  کي  لاندي  ذکر  شوي اړونده موخې شاملې دي:

څېړنه، د عایداتو  موندل، د ټکنالوژۍ کارول، نړیوال فعالیت او په افغاني ټولنه کي   د مؤسسې رول.

۱۰

سربیره پر دې، مؤسسه د خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلان په جوړولو کي  خپل مامورین، محصلان او اصلي شرکاء ښکېلوي. په دغه ستراتیژیک پلان کي  د اجراآتو اصلي شاخصونه شامل دي.   

۱۰

۱.۳

  کلنی تطبيقي پلان جوړونه

  لوړو زده کړو مؤسسه يو کلن تطبيقي پلان جوړوي، چي په مټ يې د ستراتيژيک پلان په منځ کي د ټاکلو شوو موخو تشرېح شتون ولري.

  لوړو زده کړو مؤسسه د خپل کلني تطبيقي پلان په جوړولو کښي مامورين ښکيلوي.

۱۰

سربیره پر دې، هر پوهنځی او  څانګه خپل کلنی   تطبيقي پلان لري چي  د  لوړو زده کړو د رئیس یا د پوهنځي د رئیس له خوا  تائید  شوی دی.

۱۰

 

 

۱.۴

  سازماني  اغېزمنتیا

لوړو زده کړو مؤسسه  په دوامداره توگه د خپلو  کړنو د مؤثروالي او مثمروالي لپاره کار کوي.

 

لوړو زده کړو مؤسسه خپل  مامورین او محصلان د مؤسسې د کلنی بيا کتني په پروسه کښي ښکېلوي.  په دې سره د اصلاح وړ هغه ساحې په نښه کيږي چي په راتلونکي تطبيقي پلان کي ځای پر ځای شي.

۱۰

سربېره پر دې، هر پوهنځی او  څانګه خپل کلنی  بیاکتني  پروسه لري چي  د پوهنځي/څانګې د راتلونکي کال د کلني   تطبيقي پلان کي  منعکس شوې برخې د ښه والي په موخه په ګوته کوي.

۱۰

۱.۵

عامه معلومات

د لوړو زده کړو مؤسسه د خپل ماموریت، ستراتیژي، تګلارو او حکومتدارۍ په برخه کي   شته معلومات  د عامه وګړو سره شريکوي.

لوړو زده کړو مؤسسه د خپل ماموریت، ستراتيژيکو موخو، تګلارو او حکومتولۍ په اړه ټول معلومات په  بېلا بيلو ممکنه لارو د عامه وګړو سره شريکوي.

۸

سربېره پر دې، لوړو زده کړو مؤسسه د خپل ماموریت، ستراتيژيکو موخو، تګلارو او حکومتولۍ په اړه ټول معلومات په خپله وېب پاڼه او نورو رسنیو کي  د عامه لاسرسي لپاره خپروي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چي  ټول شرکاء هغو ته لاسرسی لري.

۱۰

د لومړي معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۴۸

 

۵۰

۲

۲    د ټولني او د هغې په پرمختګ کي ونډه اخيستنه

 

لوړو زده کړو مؤسسه د ټولنې، سیمې او د ملي پرمختیا په برخه کي  ارزښتناکه ونډه لري. نوموړې کړنه د هغوۍ په ستراتيژيکو موخو کي  راغلي او د کارکوونکو او  محصلانو تصمیم نیوونه او  کړنو په اړه خبراوی ورکوي.

۲.۱

 علمي  فعالیت

 څېړنيز او تدريسي پروګرامونه د لوړو زده کړو مؤسسې ماموريت د يو عامل په توګه د ټولنيز، اقتصادي او کلتوري پراختيا لپاره منعکس کوي.

څېړنیز او علمي پروګرامونه په روښانه توګه سره ټولنې، سیمې، منطقي او ملي پرمختیا په موخه تر سره شوي ګټې بیانوي او عاموي يي.

۸

سربیره پر دې، لوړو زده کړو مؤسسه ډاډ راکوي چي  د پوهنځي په کچه کلنۍ  بیاکتنه له ټولنې او سیمه ایز، او ملي پرمختګ سره د شويو مرستې برید او اغېز په ګوته کوي.

۱۰

۲.۲

د کارکوونکو  بوختیا او  ونډه

ټول علمي او اداري کارکوونکي په داسې  کړنو کي  ښکېل دي چي  هغه د ټولنې، سیمې او هېواد  د پرمختګ سره مرسته کوي.

 ډيری استادان د مؤسسې په استازيتوب په ټولنه کي په فعاله توګه د ټولني، منطقي، او هيواد په کچه رغنده ونډه اخلي.

۸

 سربېره پر دې، لوړو زده کړو مؤسسه داسي يو ميکانيزم لري، چي په مټ يې په ټولنه د کارکوونکو کار کول حمايه کړي.

۱۰

۲.۳

د  محصلانو  بوختیا

 محصلان د لوړو زده کړو مؤسسه له ژمنتیا څخه چي  د ټولنې له پرمختګ سره یې لري خبر دي او هڅول کيږي تر څو مخامخ هر هغه چیرې چي  شوني وي، ښکېل واوسي.

ټول  محصلان د لوړو زده کړو مؤسسه له ماموریت، ستراتیژيواو د ټولنې، سیمې او هېواد د پرمختګ اړوند اقداماتو په اړه خبر دي.

۶

 سربېره پردې، اداري کارکوونکي خپلي انفرادي موخي لري چي د ټولني، شيمي او هيواد د پرمختګ لپاره وکولای شي رغنده رول ولوبوي.

۸

د دوهم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۲۲

 

۲۸

۳

۳   حکومتدارۍ، مشرتابه او اداره

د لوړو زده کړو مؤسسه حکومتدارۍ، رهبریت او اداره د خپل ماموریت او ستراتيژيکو موخو په تر سره کولو باندې متمرکزه ده.

۳.۱

حکومتدارۍ

لوړو زده کړو مؤسسه د خپل ماموریت او ستراتيژيک پلان د  پلي کېدا د څارنې لپاره د حکومتولۍ مناسب او اغېزمن  جوړښتونه رامنځته کړي دي.

لوړو زده کړو مؤسسه د  کميټو یو اغیزمن جوړښت رامنځته کړی دی، او د هري کمېټې لپاره یې روښانه د دندو لایحه هم جوړه کړې ده.

۱۰

سربیره پر دې، لوړو زده کړو مؤسسه په منظم ډول د هري کمېټې ارزونه او د هغوی د کړنو څارنه کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چي د خپلو ټولو  کړنو په اوږدو کي یې مناسبه او اغیزمنه حکومتولۍ شتون ولري.

۱۰

۳.۲

 مشرتابه

د لوړو زده کړو مؤسسه د يو اغېزمن لوړ پوري مشرتابه او مديريتي ټيم لخوا په رسمي وخت کي رهبري کيږي.

 د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس، مرستيالان، د پوهنځی رئيسان، د پوهنځی مرستيالان او د څانګو آمرين په رسمي وخت کښي پر ټاکل شوو دندو حاضر او د خپلو دندو د مشرتابه د شرايطو د ترسره کولو وړتيا لري.

۱۰

 سربېره پردې، د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس، مرستيالان، د پوهنځی رئيسان، د پوهنځی معاونين، د څآنګو آمرين  او د نورو مديرانو کړني د يوې ارزوني پروسې له لاري ارزول کيږي.

۱۰

۳.۳

اداره

 د لوړو زده کړو د مؤسسې اداره د خپل ماموريت او ستراتيژيکو لومړيتوبونو په ترسره کولو کي د خپلې مؤسسې ملاتړ کوي. 

ټول اداري کارکوونکي د خپلو دندو اړونده د دندو  کړنلاره لري.

۱۰

سربېره پردې، ټول اداري کارکوونکي پر خپلو ادارې دندو باندي پوهېږي او د هغو د تر سره کولو وړتیا لري.

۱۰

۳.۴

اخلاقيات

 د لوړو زده کړو مؤسسه په اخلاقي توګه هڅه کوي تر څو د فساد، واسطې او قوم پالني مخه ونيشي او ډاډ تر لاسه کړي، چي د دندو په ټولو اړخونو کښي ړونتيا، جنسي انډول او برابروالی رامنځته شي.

 د لوړو زده کړو مؤسسه د اخلاقي سلوک يوه کړنلاره لري، چي له امله يې ډاډ تر لاسه کوي تر څو ټول کارکوونکي او محصلان د اخلاقي کړو وړو او نه کړو وړو د ترسره کولو په پايلو پوهيږي.

۱۰

 سربېره پر دې، د لوړو زده کړو مؤسسه داسي يو اغېزمن د څارني ميکانيزم لري، چي له لاري يې د اخلاقي تکلارو د پلي کيدا او د ټولو کارکوونکو او محصلانو د کړنو د روڼتيا څارنه کوي.

۱۰

د درېيم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۴۰

 

۴۰

 

 

 

 

 

۴

۴ مالي سرچینې او مدیریت

د  لوړو زده کړو د مؤسسې سرچينې په داسي ډول ځانګړي او اداره شوي دي، چي د اړوند مؤسسې ماموريت او ستراتيژيک پلان ترلاسه کول ډاډمن کوي.

۴.۱

مالي پلان جوړونه

 د لوړو زده کړو مؤسسه ډاډ  ورکوي،  چي  د مؤسسې مالي پلانونه د خپلو ستراتیژیکو موخو سره  همغږي او متمرکز دي.

 د لوړو زده کړو مؤسسه پنځه کلن مالي پلان لري چي په روښانه توګه له هغو ستراتيژيکو موخو سره  ورته والی لري  چي د هغه په ستراتيژيک پلان  کي څرګند  شوي دي.

۱۰

سربېره پر دې، د اداري معاونيت  سرچينې او نور اړونده معلومات د نورو معاونینو او د پوهنځیو د رئیسانو څخه د لوړو زده کړو مؤسسه د ۵ کلن مالي پلان په جوړولو کي  کار اخلي.

۱۰

۴.۲

مالي مدیریت

 لوړو زده کړو مؤسسه ډاډ  ورکوي،  چي کلنۍ بودیجه یې په اغیزمنه توګه مدیریت کيږي.

د  لوړو زده کړو مؤسسې د اداري معاونیت دفتر د کلنۍ بودیجې د مدیریت لپاره په ښکاره ډول سره ځواب  ویونکي دی او اړونده کمیټې  ته په ربع وار ډول سره راپور ورکوي.

۱۰

سربېره پر دې، اداري معاونيت خپله کلنۍ بودیجه د پوهنځیو له رئیسانو، د  څانګو له آمرنواو نورو کلیدي شرکاوو په مشوره  جوړوي.

۱۰

۴.۳

مالي سیستمونه

د لوړو زده کړو مؤسسې اغیزمن مالي مدیریتي او محاسبوي سیستمونه رامنځته کړي دي.

 د لوړو زده کړو مؤسسه په اغیزمنه توګه د خپلو حسابونو د مدیریت لپاره د مالي مدیریت یو مناسب سیستم کاروي.

۱۰

سربیره پر دې،  د لوړو زده کړو مؤسسه د دې وړتیا لري تر څو مالي مدیریتي معلومات او  راپورونه د ستراتيژيک پلان  جوړوني په بهیر  کي جوړ او ویې کاروي.

۱۰

۴.۴

  تفتيش

د  لوړو زده کړو مؤسسې عواید او لګښتونه په کلنۍ بڼه  بررسي کيږي.

د رسمي ملي يا نړيوال ارګان لخوا د تيرو دريو کلنو د تفتيش راپورونه موجود دي.

۱۰

سربېره پردې، بهرني مفتيشين و لوړو زده کړو مؤسسې ته د مالي حسابونو او راپورونو د سمون لپاره وړانديز ليکونه ورکوي.

۱۰

د څلورم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۴۰

 

۴۰

۵

 ۵   علمي پروګروامونه

علمي پروګرامونه د  لوړو زده کړو مؤسسې له ماموریت سره  همغږي دي او د پرله پسې ښه والي د  ډاډګېرنې لپاره په منظمه توګه تر نظر  تېریږي.

۵.۱

د پروګرام  اړتیاوې

ټول  علمي پروګرامونه په روښانه  توګه خپل اړتیاوې تعریفوي او دا  شرح کوي چي  دوی څنګه د مؤسسې ماموریت ته د رسيدا لپاره   ونډه اخلي .

 اړينه ده چي هر علمي پروګرام اړونده ځانګړتياوي يا ورته سند ولري چي د يو پروګرام منځپانګه (محتويات) جوړوي.

 

۱۰

د پروګرام ټولې ځانګړتیاوې په ښکاره ډول سره دا  څرګندوي چي  څرنګه هغوی د لوړو زده کړو مؤسسې  وه ماموریت ته د رسېدو لپاره مرسته کوي.

۱۰

۵.۲

د  پروګرام کلنۍ څارنه

ټول  علمي پروګرامونه د (لوړو زده کړو وزارت) د پروګرامونو د تصویب او بررسي د رسمي بهیرونو په کارونې سره په کلنۍ توګه څارل کيږي.

ټول علمي پروګرامونه هر کال څارل   کيږي.

۱۰

سربیره پردې، د پروګرام بيا کتني ټیم کولای شي شواهد چمتو کړي، چيد بیا کتني پروسه د احصائيوي ارقامو او زده کوونکو د نظرونو  لرونکي  دي.

۱۰

۵.۳

 د علمي پروګرام بيا کتنه

د پروګرامونو د سوابقو دوسیه او د پروګرام ټول نصاب هر پنځه کاله وروسته د (لوړو زده کړو وزارت) له خوا د پروګرام د تصویب او کتني د رسمي بهیرونو له خوا  څارل کيږي.

 د لوړو زده کړو مؤسسه د پروګرام پروسې یو دوراني بیا کتنه پلي کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چي د ټولو  علمي  پروګرامونو نصاب هر پنځه کلونو کي  بیا کتنه کيږي  ترڅو بهرني بدلونونه منعکس کړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چي دوی د اړونده انضباط، مسلکي او نړیوالو معیارونو سره موافق دي.

۸

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو  علمي پروګرامونو د سوابقو په اړه د  پرله پسې کتني د پروګرامونو د موندنو له مخې ستراتیژیک تصامیم نيسي.

۱۰

 

 

 

 

۵.۴

پيداګوژي

هغه میتودولوژي چي د  علمي پروګرامونو د تدریس لپاره کارول کيږي، د محصلانو زده کړه پیاوړي کوي او په منظمه توګه سره نوي کيږي.

د پروګرام ټول ټیمونه په دوامداره توګه  هڅي کوي تر څو په خپله پیداګوژي کي مهم اصلاحات په ګوته  او پلي کړي.

۱۰

سربیره پر دې، د پروګرام ډیری ټیم د پایلو پر اساس د زده کړي او زده کوونکي ترمنځ زده کړې(outcome based education and student centered learning) اصول غوره کوي او د دوی په تدریس کي یې پلي کوي.

۱۰

۵.۵

ارزونه

هغه میتودولوژي چي د محصلانو د ارزوني لپاره کارول کيږي مناسبي، رڼي او په منظمه توګه سره  نوي کيږي.

د پروګرام ټولي ځانګړتیاوي دا څرګندوي چي کورسونه په څه ډول ارزول  کيږي.

۱۰

سربېره پر دې، د ارزوني بیلا بېل ډولونه شتون لري.

۱۰

۵.۶

برېښنایې زده کړه

 لوړو زده کړو مؤسسه خپل  ظرفيت ته وده ورکوي تر څو د برېښنایې زده کړو په مټ خپلي اړوند چاري مخته يوسي.

 لوړو زده مؤسسه د موجوده تکنالوژی څخه کار اخلي ترڅو د خپلو زده کړو ځیني برخي د  بریښنايي زده کړو له لاري وړاندي کړي.

۶

سربیره پر دې، لوړو زده کړو مؤسسه په فعاله توګه سره د برېښنایي زده کړو پروګرام ته وده ورکوي.

۸

۵.۷

تعاوني  توامیتونه

 لوړو زده کړو مؤسسه خپل ظرفیت یا وړتیا جوړوي تر څو د هيواد دننه او بهر له کومې بلې  لوړي زده کړي مؤسسې سره تعاوني تواميت ولري.

 لوړو زده کړو مؤسسه په اغیزمنه توګه په افغانستان کي د لوړو زده کړو له نورو لوړو زده کړو مؤسشو سره تعاوني توامیتونه مدیریت کوي چي د خپلو ستراتيژيکو موخو د تر سره کي دو په برخه کي  مرسته کوي.

۶

سربیره پر دې، لوړو زده کړو مؤسسه یو داسې سیسټم لري چي  د نوي همکاریو په اړه د پام وړ هڅه  کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چي   د مؤسسې  د غوره ګټو څخه وشمېرل شي .

۸

د پنځم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۶۰

 

۶۶

۶

۶   څېړنه

لوړو زده کړو مؤسسه پلان لري تر څو خپل څېړنیز فعالیت رامنځته کړي او  ډاډ ورکوي، چي د پوهنځیو غړي په څېړنېزو کړنو بوخت  دي.

۶.۱

څېړنيزي   کړني

 لوړو زده کړو مؤسسه یو شمیر څېړنيزي  کړني پرمخ وړي.

کارکوونکي او محصلان په څېړنیزو پروژو بوخت دي.

۸

سربیره پر دې،  د لوړو زده کړو مؤسسه ګڼ شمېر لوړ اغیز لرونکو څېړنیزو پروژو کي  بوخته ده.

۱۰

۶.۲

ملاتړ

 لوړو زده کړو مؤسسه د ظرفيت جوړوني بهيرونه لري، چي په مټ يې د څېړنيز فعاليتونه ملاتړ کيږي.

هر پوهنځئ  یوه څېړنیزه کمېټه لري کوم چي  د پوهنځئ  په کچه د پلان جوړونې او ملاتړ مسؤلیت پر غاړه لري.

۶

سربېره پر دې، لوړو زده کړو مؤسسه یو څېړنیز مرکز او کمیټه  جوړه  کړي ده  چي د څېړنېزو کړنو مسؤليت په غاړه لري.

۱۰

۶.۳

روزنه

 لوړو زده کړو مؤسسه د  کادري غړو لپاره څېړنیز مهارتونه او وړتياوي رامنځته کوي.

 لوړو زده کړو مؤسسه د دې لپاره چي   ځانګړي استادان  د مؤسسې په کچه د څېړنې د رهبرانو په توګه رامنځته کړي، نو مؤسساتي او ملي روزنیز پروګرامونه  په لاره اچوي.

۶

سربېره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه خپل روزنیز او پرمختیايي پروګرامونه تطبیقوي تر څو په زياترو استادانو کي څېړنيز مهارتونه رايج کړي.

۱۰

د شپږم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۲۰

 

۳۰

۷

 ۷ د پوهنځی غړي او مامورین

لوړو زده کړو مؤسسه د پوهنځئ غړي او کارکونکي  په دندو ګماري، اداره کوي او وده ورکوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي،  چي د خپل ماموریت اوستراتیژیکو موخو لاسته راوړلو توان لري.

۷.۱

علمي ظرفیت

 لوړو زده کړو مؤسسه  د اړتيا سره سم وړ اشخاص په دندو ګماري تر څو خپل علمي پروګرامونه مخته يوسي.

 لوړو زده کړو مؤسسه کولای شي وښئيي  چي په سمه توګه ټول  علمي پروګرامونه د زده کوونکو د شمیر پر بنسټ کارکوونکي لري.

۱۰

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د کارګمارني پلان لري،  چي اوسني او راتلونکي د سرچينو اړتياؤ ته رسيدګي پيدا کړي.

۱۰

۷.۲

 اداري ظرفیت

 لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو اداري کړنو د د ترسراوي په موخه  د مناسبو مهارتونو درلودونکي اړین شمېر کارکوونکي  په دندو ګماري.

لوړو زده کړو مؤسسه کولای شي وښئيي  چي په سمه توګه ټول  اداري څانګي د زده کوونکو د شمیر پر بنسټ کارکوونکي په دندو ګمارلي دي.

۱۰

سربیره پر دې ، لوړو زده کړو مؤسسه د کار  کوونکو پلان لري، چي ښایې د اوسني او راتلونکي سرچینې اړتیاوي به څنګه پوره  شي.

۱۰

۷.۳

د کارکوونکو د ګمارني تګلاري او بهیرونه

د  ګمارني، کاري حجم څرګندوالی او د ټولو کارکوونکو د ترفیع اړوند ټولې تګلاري او بهیرونه د لیاقت له مخې او رڼې دي.

 لوړو زده کړو مؤسسه د بشري  سرچینو اداره (څانګه) لري.

۱۰

سربیره پر دې، د بشري  سرچینو څانګه د د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولو اړخونو اړوند واضح پالیسۍ او پروسې لري، چي کارمندانو سره تړاؤ لري او ټولو کارکوونکو ته د لاسرسۍ وړ دي.

۱۰

۷.۴

د کړنو اروزنه : استادان

 د ټولو استادانو کړني د هغوی د کار د کيفيت د ښه والي په موخه په کلنۍ توګه ارزول کيږي.

 لوړو زده کړو مؤسسه د د استاد د کړنو د ښه والی په موخه د تدريس په جريان کي ارزونه ترسره کوی.

۱۰

سربیره پر دې ، د لوړو زده کړو مؤسسه  د کړنو  د ارزوني په موخه د ټولو استادانو  لپاره کلنۍ د  ارزونی پروسه جوړه کړې ده کوم چي  د محصلانو د نظریاتو  په مټ د اصلاح ځايونه په ګوته کوي.

۱۰

۷.۵

د  کړنو  ارزونه: اداری  کارکوونکي

د ټولو اداري کار کوونکو کړني د هغوی د کار د کيفيت د ښه والي په موخه په کلنۍ توګه ارزول کيږي.

 لوړو زده کړو مؤسسه د اداري کارکوونکو لپاره د کلنۍ کړنو د ارزوني پروسه جوړه کړې.

۱۰

سربېره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه دا یقیني کوي چي  ټول اداري کارکوونکي انفرادی کاري پلان لري چي  د ظرفيت لوړوني لپاره ساحې  مشخصوي.

۱۰

۷.۶

مسلکي پرمختګ

 لوړو زده کړو مؤسسه د ټولو کارکوونکو پرمختیايي اړتیاووې په ګوته او هڅه کوي تر څو هغوی ته د حل لاره ومومي.

 لوړو زده کړو مؤسسه د مسلکي پراختیا د ټولو اړونده اړخونو د تنظیمولو لپاره یو مسؤل کس  ټاکلی دی.

۱۰

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د مسلکي روزني د اړتیاؤ د پېژندلو لپاره یوه پروسه جوړه کړې ده او د مسلکي پراختیا پلان لري.

۸

۷.۷

علمي  خپلواکي

علمي خپلواکي د قانون سره سم ترویج او خوندي ساتل کيږي.

 لوړو زده کړو مؤسسه ډاډ ترلاسه کوي چي  ټول علمي – اداري کارکوونکي او محصلان د علمي خپلواکیو له اصولو څخه خبر دي، چي  د افغانستان د لوړو زده کړو په قانون کي  راغلي دي.

۶

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه په دوامداره توګه  علمي کارکوونکو ته د انګېرني په پار مشوره ورکوي، چي د اساشي قانون سره سم د هغوی علمي خپلواکي ته درناوی او خوندیتوب ورکول  شوی دی.

۸

۷.۸

د کارکوونکو شکایات

 لوړو زده کړو مؤسسه په اغیزمن ډول شکایتونه اداره کوي

 لوړو زده کړو مؤسسه د کارکوونکو د شکایاتو د اوریدلو لپاره کړنلاري جوړي کړي او تعقیبوي.

۱۰

سربېره پر دې، لوړو زده کړو مؤسسه  داسی پروسه لري چي   په مټ يي د کارکوونکو د شکایاتواوریدلو  د کړنلارو د  پلي کي دا څخه  څارنه  ، بیا کتنه او وخت په وخت  اړونده میکانیزم نوی کوی

۱۰

د اووم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۷۶

 

۷۶

۸

 ۸   د محصل تجربه

لوړو زده کړو مؤسسه ډاډه ده، چي یو مثبت چاپېریال رامنځته کوي  چي په هغه کي محصلان  کولای شي زده کړه وکړي، پرمختګ وکړي او لا پسې وغوړیږي.

۸.۱

د محصل په اړه معلومات

 لوړو زده کړو مؤسسه د محصلانو په اړه د معلوماتو د را ټولولو او تحلیل لپاره سیستمونه لري.

د محصلانو د داخلې، ابقاء، پرمختګ او ساتنې په اړه بنسټیز (Baseline) معلومات را  ټولېږي، زیرمه کيږي او د ارزونې او پلان جوړونې د مقاصدو لپاره کارول کيږي.

۱۰

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه کولای شي هغه تغیرات  چي د زده کوونکو د معلوماتو د تحلیل او پروسس کولو په پايله  کي لاسته راغلي، د ثبوت په توګه وړاندي کړي.

۱۰

 

 

۸.۲

د محصلانو نظرونه (فیډبک)

 لوړو زده کړو مؤسسه د محصلانو د نظرونو د را ټولولو لپاره داسي بهیرونه لري چي په مټ يې ضعيفه ساحې د اصلاح په موخه په نښه کوي.

 لوړو زده کړو مؤسسه په منظمه توګه د سروې ګانو او نورو میتودونو له لارې له محصلانو او د هغوی له استازو سره مشوره کوي، تر څو په ښه توګه سره د هغوی  پر اړتیاؤ او تجربو باندې پوه  شي.

۱۰

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه محصلانو ته د هغوی د نظرونو او وړاندیزونو په ځواب کي  د اقداماتو په اړه هغوی ته خبر ورکوي.

۱۰

۸.۳

د فارغانو مهارتونه

 لوړو زده کړو مؤسسه هغه مهارتونه تعریف کړي چي غواړي هغه په خپلو  فارغانو کي  رامنځته کړي تر څو هغوی د دې جوګه وګرځوي چي  په خپلو مسلکونو کي  بریالي واوسي.

 لوړو زده کړو مؤسسه له  کار ګمارونکو سره اړیکي لري چي په مټ يې د  فارغانو لپاره اړین مهارتونه تعریف کړي څو د کار په ځای کي  بریالي واوسي.

۸

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د کار موندني د خدمتونو یو مرکز جوړ کړی کوم چي  د محصلانو سره د دندو په پلان، پيدا کولو او تعقيبولو کي مرسته کوي.

۱۰

۸.۴

د محصلانو لپاره خدمات او له هغوی سره مرسته

 لوړو زده کړو مؤسسه و محصلانو ته خدمات وړاندي کوي ترڅو د دوی د علمي او شخصي اړتياؤ سره مرسته وکړي.

 لوړو زده کړو مؤسسه محصلانو ته علمي مشورې /مرستي وړاندي کوي چي  له لاري  یې د هغوی علمي اړتياوي  پرې رفع کيږي.

۱۰

 لوړو زده کړو مؤسسه محصلانو ته علمي مشورې / مرستي وړاندي کوي کوم چي  له لارې یې د هغوی شخصي اړتیاوي پرې رفع کيږي. .

۱۰

۸.۵

مساوات او عدالت

 لوړو زده کړو مؤسسه ډاډ ورکوي چي له ټولو محصلانو سره د هغوی له جنسیت، ټولنیز او جسمي توپیرونو او نورو موانعو څخه پرته په  مساوات او عدالت سره چلند کيږي.

 لوړو زده کړو مؤسسه داسې کړنلاړيپالیشيیاني  جوړي کړي چي د  مساوات او عدالت لپاره یې کارکړني ټاکلي او هغه یې خپلو ټولو شرکاوو ته په اختیار کي ورکوي.

۱۰

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د مساوات او عدالت د تګلاري  د پلي کيدا لپاره يو کس د مسؤل په حيث ګمارلی دی، چي د تګلاري د پلي کيدا تر څنګ و اړونده کميټې ته خپل کلنۍ راپور وړاندي کړي.

۱۰

۸.۶

انضباطي تګلاري او کړنلاري

 لوړو زده کړو مؤسسه د محصلانو انضباطي تګلاره لري چي د محصلانو کړه وړه اداره کوي اوترڅنګ يې ټول محصلان  ورته لاس رسی لري  اود اړونده کمېټې له خوا یې څارنه کيږي.

 لوړو زده کړو مؤسسه د محصلانو انضباطي تګلاره لري چي په کي د انضباطي کړنلارو په اړه جزئیات ورکړل شوي دي او  د لوړو زده کړو مؤسسې او پوهنځئ په کچه د انضباطي کمېټو له لورو یې څارنه کيږي.

۱۰

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه له محصلانو سره د هغوی د انضباطي تګلاري په جوړولو کي مشوره کوي او هر کله چي مناسبه وه محصلان یې په انضباطي کړنلارو کي  ښکېل ګرځولي دي.

۱۰

د اتم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۵۸

 

۶۰

۹

۹  د کیفیت   تضمين او لوړاوی

لوړو زده کړو مؤسسه داسې جوړښتونه او پروسې لري تر څو د  کړنو د ټولو اړخونو د کیفیت کتنه او پرله پسې اصلاح وکړای شي.

۹.۱

 سازمان او مدیریت

 لوړو زده کړو مؤسسه  ډاډ ورکوي چي د کيفيت د تضمين او لوړاوی پاليسی او پروسې د مؤسسې په ټولو کچو کي په اغېزمنه توګه د ټاکل شوي قانون په رڼا کي اداره کيږي.

د  لوړو زده کړو مؤسسه  د مؤسسې او پوهنځيو په کچه د کيفيت د تضمين او لوړاوی کميټې د اړونده کړنو د بهير قوي مديريت کوي.

۱۰

سربیره پر دې، د  لوړو زده کړو مؤسسې  مشرتابه په مخامخ توګه د کیفیت د  تضمين او لوړاوی  په  کړنو کي  شامل دي او هڅه کوي تر څو د کیفیت د تضمين او لوړاوی په لاره کي  پراته خنډونه هوار  کړي.

۱۰

۹.۲

سرچینې

 لوړو زده کړو مؤسسه  دا يقيني کوي چي  د کیفیت د تضمين او لوړاوی پالیسیو او پروسو پلي کول د کارمندانو او تاسیساتو لخوا په  مناسبه توګه ملاتړ  کيږي

 لوړو زده کړو مؤسسه د کیفیت د تضمين اولوړواي کميټه یو دفتر جوړ کړی دی تر څو د کیفیت د تضمين او لوړاوی د کمېټو له کار څخه ، څرنګه چي  مناسب وي، ملاتړ  کوي.

۱۰

سربېره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د کیفیت د تضمين او لوړاوی دفتر لپاره آمر ټاکلی دی چي  د کیفیت د تضمين او لوړاوی د  دفتر څارنه او سرپرستي کوي تر څو د کیفیت د تضمين او لوړاوی ټولو کمېټو له کارونو او د کیفیت د تضمين او لوړاوی   له تګلارو او بهیرونو څخه ملاتړ وکړي.

۱۰

د نهم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۲۰

 

۲۰

۱۰

۱۰  کتابتون او  معلوماتي سرچینې

 

لوړو زده کړو مؤسسه محصلانو او خپلو استادانو لپاره کتابتون او معلوماتي سرچینو ته په کافي اندازه د لاسرسی زمینه برابروي.

۱۰.۱

وړتیا

 لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو څېړنیزو او علمي  پروګرامونو د ملاتړ لپاره په کافي اندازه کتابتون/معلوماتي سرچینې چمتو کوي.

 لوړو زده کړو مؤسسه په کافي اندازه کتابتون او د معلوماتي سرچینو سهولتونه لري چي  اړین مهارت او تخصص لرونکي کارکوونکي یې ورته استخدام کړي دي.

۱۰

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د کتابتون او معلوماتو سرچینو لپاره پرمختیايي پلان لري.

۱۰

۱۰.۲

مدیریت

کتابتون/معلوماتي سرچینې په اغیزمنه توګه مدیریت کيږي تر څو د علمي او اداري موخو په لاسته راوړلو کي مرسته وکړي.

 لوړو زده کړو مؤسسه یوه پروسه جوړه کړې ده ترڅو د کتابتون او د معلوماتي  سرچینو اغیزمن کارول یقیني کړي.

۱۰

سربېره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د کتابتون / معلوماتي  سرچینو  مسؤل ټاکلی چي د  کړنو، او حفظ مراقبت چاري په غاړه لري او کتابتون او معلوماتي سرچينو ته وده ورکړي.

۱۰

۱۰.۳

لاسرسئ

 لوړو زده کړو مؤسسه ډاډ ورکوي،چي  کارکوونکي او محصلان د مؤسسې و شته کتابتون او معلوماتي سرچينو ته مناسب لاسرسی لري.

 کتابتون او معلوماتي سرچينو سهولتونه د محصلانو او کارکوونکو پر مخ په مناسب مهالوېش کي پرانيستي دي.

۱۰

سربېره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه پلان لري تر څو د لا زیات لاسرسي لرلو په  موخه پر ليکه شوي (انلاين) سرچینې هم رامنځته کړي.

۱۰

د لسم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۳۰

 

۳۰

 

 

 

۱۱

۱۱ تدریس، معلوماتي تکنالوژۍ او آسانتیاوې

 

د  لوړو زده کړو مؤسسه د ملکیت او معلوماتي تکنالوژی زیربېناوي د خپل ماموریت او ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره  بسنه کوي.

۱۱.۱

تدريسي آسانتياوي

 لوړو زده کړو مؤسسه په کافي اندازه آسانتياوي د  څېړني، تیوري او عملي زده کړو لپاره برابروي . 

 لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو  علمي پروګرامونو د شرایطو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کافي اندازه تدريسي آسانتياوي برابري کړي او د هغه ساتنه په اغیزمنه توګه  ترسره کوي.

۱۰

سربیره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو تدريسي آسانتياؤ لپاره پرمختیايي پلان لري.

۱۰

۱۱.۲

معلوماتي تکنالوژي

 لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي تر څو کارکوونکو او محصلانو ته د نن ورځې نوې معلوماتي تکنالوژی زېربيناوي  چمتو کړي.

 لوړو زده کړو مؤسسه داسي يو ميکانيزم په کار اچولی تر څو ډاډ تر لاسه کړي چي کتابتون او معلوماتي سرچينو څخه په اغېزمنه توګه استفاده کيږي.

۱۰

سربېره پر دې،  لوړو زده کړو مؤسسه د معلوماتي تکنالوژی  لپاره کافی اندازه  کار کوونکي  ګمارلي دي چي  د معلوماتي تکنالوژی،مراقبت، فعالیت او پراختیا څخه څارنه وکړي.

۱۰

۱۱.۳

آسانتیاوي/ امکانات

 لوړو زده کړو مؤسسه په مناسبه کچي  سره آسانتیاوي برابروي.

 لوړو زده کړو مؤسسه د خپلي مؤسسې  د تعمیراتو او محوطې لپاره یو مسؤل کس ټاکلی دی.

۸

سربېره پر دې، داسې پلانونه شته دي چي  د مؤسسې محوطه وساتي او پراخه یې کړي.

۸

۱۱.۴

روغتیا، خوندیتوب او امنیت

د  لوړو زده کړو مؤسسه چاپېریال د محصلانو او کارکوونکو لپاره خوندي دی.

داسې پروسې شتون لري څو په منظمه توګه د روغتیا، خوندیتوب او امنیتي کړنلارې مرور او اصلاح  کوي.

۱۰

بېړنۍ کړنلاري شته دي تر څو د امنیتي ستونزو، پېښو او طبیعي افاتو په وخت کي  وکارول  شي. سربېره پر دې، پوهنتون د محصلانو او کار کوونکو د روغتیا، خوندیتوب او امنیت لپاره یو مسؤل کس ټاکلی دی.

۱۰

د يوولسم معيار د لومړي – دوهم او درېيم پړاؤ د نمرو مجموعه

۳۸

 

۳۸

مجموعه

۴۵۲

 

۴۷۸