ژبو او ادبیاتو پوهنځي ریس

د پوهنيار رحيم الله داودزي لنډه پېژندنه

   پوهنيار رحيم الله داودزی د نورالدين زوی، په ۱۳۷۰ل کال کې د مرکز گردېز د صالوخېلو کلي په يوه علمي او دينداره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د خپل وخت دوديزې ديني زدکړې يې د خپل جومات له ملا امام نه وکړې او له اووه کلنۍ وروسته عبدالحی گردېزي عالي لېسې ته ولاړ. په ۱۳۸۷ل کال يې له دې لېسې نه د فراغت سند واخيست او په ۱۳۸۸ل کال کې د کانکور ملي ازموينې له ورکولو وروسته د پکتيا پوهنتون د ښوونې ــ روزنې پوهنځي د فارسي دري ژبې او ادب ډيپارټمېنټ ته ومنل شو. په ۱۳۹۱ل کال کې له دغه ډيپارټمېنټ نه د کادري نومرو په اخيستلو سره د لېسانس په کچه فارغ شو.

   د پکتيا پوهنتون په چوکاټ کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي له جوړېدو وروسته ښاغلي استاذ داودزي د دغه پوهنځي د فارسي دري ډيپارټمېنټ په علمي کادر کې د گډون په موخه نومليکنه وکړه او د ازموينې له ورکړې وروسته په ۳/۹/۱۳۹۲ل نېټه په فارسي دري ډيپارټمېنټ کې د علمي کادر په توگه ومنل شو، چې له هغه راهيسې تر اوسه پورې د ښوونې تر څنگ د علمي او اداري برخو ټولې اړوندې چارې په بشپړه لېوالتيا او رښتينولۍ سر ته رسوي.

   استاذ داودزی د ۱۳۹۳ل کال په اوږدو کې د علمي شورا له لارې د پکتيا پوهنتون د مشرتابه د لزوم ديد پر بنسټ د ژبو او ادبياتو پوهنځي مرستيال او د فارسي دري ډيپارټمېنټ آمر وټاکل شو، چې خپلې ورسپارل شوې دندې يې په بشپړه بريا او وړتيا پای ته ورسولې.

   پوهنيار داودزی په ۱۳۹۶ل کال کې د کابل پوهنتون په ماسټرۍ پروگرام کې ورگډ شو او په ۱۳۹۷ل کال يې دا پروگرام په برياليتوب خلاص کړ.

   د پکتيا پوهنتون د مشرتابه لزوم ديد او د مشرتابه په چارو کې د استاذ داودزي گټورې کاري مخينې ته په کتو، نوموړی د لوړو زدکړو وزارت د ۹/۶/۱۴۴۳هـ ق نېټې او ۴۶۵گڼې وړانديزليک او د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء د ۱۱۳۹گڼې او ۶/۷/۱۴۴۳هـ ق نېټې د منظورۍ د حکم پر بنسټ، چې له ۱۹/۱۱/۱۴۰۰هـ ل سره سمون لري، په دويم بست کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي رييس وټاکل شو، چې تر اوسه پورې پر همدې دنده بوخت دی او د پوهنتون او پوهنځي په کچه د علمي شورا او گڼو کاري کمېټو د غړي په توگه فعاليتونه پر مخ بيايي.