د پکتیا پوهنتون تضمین کیفیت مرکز ته نوی آمر وروپیژندل شو

pu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۹
amer

:د پکتیا پوهنتون تضمین کیفیت مرکز ته نوی آمر وروپیژندل شو

.۱۳۹۹/۱۰/۲۹ دوشنبه

.هغه غونډه، چې د پکتیا پوهنتون تضمین کیفیت په مرکز کې جوړه شوې وه، یاده غونډه د قرآن پاک په مبارکو آیتونو پیل شوه

د پیل وینا د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي وکړه، ښاغلي جلالزي د تضمین کیفیت پخواني آمر پوهنمل نجیب الله احمدزي له کړنو څخه زښته زیاته مننه وکړه، نوموړي زیاته کړه، چې ښاغلي احمدزي پکتیا پوهنتون تضمین کیفیت په برخه کې نه هیریدنکي او ستړې کیدونکي خدمتونه کړي او دا پوهنتون به د ده خدمات تر ابده نه هیروي. ښاغلي جلالزي د تضمین کیفیت نوي آمر ښاغلي پوهنیار محمد قیوم سیال ته د مبارکي تر څنګ ډاډ ورکړ، چې په ټوله مانا به درسره همکار ؤ

ورپسې د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي ارزښناکه وینا وکړه نوموړي د احمدزي صیب کړو خدمتونو ستاینه وکړه او نوي آمر ته یې په خپله برخه کې د کلکې مرستې ژمنه ورکړه

ورپسې د پکتیا پوهنتون مالي او اداري مرستیال محمدالله ګردیزي نجیب الله احمدزی اتل یاد کړ او د ده کړنې یې په یاده برخه کې بې سارې وبللې

ورپسې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار نقیب الله ځاځي په خپلو خبرو کې وویل، چې پکتیا پوهنتون د یو قوي ټیم او ژمنتیا له امله د یو ښه لور په خوا روان ده او د احمدزي څخه د مننې ترڅنګ یې نوي آمر ته پوره ډاډ ورکړ، چې ګډ کار به کوي او دا پوهنتون به په یو معیاري او نړېوال پوهنتون بدلوو. همدارنګه د تضمین کیفیت پخواني او سني امرانو هم خوږې خبرې وکړې.

په پای کې نجیب الله احمدزي ته د پوهنتون مشرتابه له خوا د ښو کړنو له امله د اعزاز لونګی په سر شوه او ستاینلیک ورکړل شو او محمد قیوم سیال ته د تضمین کیفیت آمریت چوکۍ مسؤلیت ورپه غاړه شو

غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسیده

اداره

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۵۷
Background image

پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو محترم وزارت او پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پر بنسټ د تشدیدي سمستر وروستۍ ازموینې پیل کړې.

پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو محترم وزارت او پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پر بنسټ د تشدیدي سمستر وروستۍ ازموینې پیل کړې. پدې هیله چې ګران محصلان به په ښو نمرو اخیستو دا سمستر بشپړ کړي
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د انجنیري پوهنځي پنځم نندارتون تردې شعار لاندې (زموږ اوبه زموږ ابرو ده) او د کمال خان بند په ویاړ تر سره شو

د انجنیري پوهنځي پنځم نندارتون تردې شعار لاندې (زموږ اوبه زموږ ابرو ده) او د کمال خان بند په ویاړ تر سره شو
شنبه، 1400 ل. ل د وري اوومه نېټه
د پکتیا پوهنتون، انجنيري پوهنځي برق او. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۵۰
Background image

پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي د زموږ اوبه زموږ آبرو تر شعار لاندې نندارتون خبرتیا!

پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي د زموږ اوبه زموږ آبرو تر شعار لاندې نندارتون خبرتیا!

پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځی د تیر په څېر په پام کې لري، چې سبا شنبه د وري په اوومه نېټه سهار نهه بجې. . .

BACK TO NEWS