د قضاء او څارنوالي څانګه

د قضاء او څارنوالي څانګه

۱. د دې تحصیلي برنامې اجمالي برسي:

     د قضاء او څارنوالي دېپآرتمېنت په ) ۱۳۹۲هـ ش ( کال د پکتيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په اداري جوړښت کې تاسيس شوی دی، ۹ تنه د علمي کادر غړي لري او استاد پوهنيار محمد یوسف زماني له (۱۳/۹/۱۳۹۸)نېتې څخه، رسمآ، د لوړو زده کړو د حکم پر بنسټ د امريت چارې پر مخ وړي او له هغه مخکې د سرپرست له طريقه اداره کېده.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تهيه شوي کريکولم او د لسانس دورې له مقررې سره سم، په قضاء او څارنوالي دېپارتمېنت کې د ټولنې اړتياوو او غوښتنو په پام کې نيولو سره،  جمعآ د ۸ سمېسترونو په اوږدو کې، حداکثر د دېپارتمېنت د زده کړيزې دورې د اوږدوالي مطابق او حداقل ۱۳۶ کرېدېتونو تر منځ مضامين تدريسېږي چې د په یو سمېستر کې ۲۱ کرېدېتونو څخه تجاوز نه کوي، هر تحصيلي سمېستر یې ۱۶ اونۍ دی، چې یو کرېدېت په یوه اونۍ کې یو درسي ساعت ۵۰ دقيقې نظري درس او د سمېستر په اوږدو کې ۱۶، پنځوس ۵۰ دقيقې نظري درسونه په ځان کې رانغاړي، همدارنګه ۲ ساعته عملي او لابراتواري فعاليتونه یې د یو درسي ساعت سره مطابق کوي، چې له جملې څخه یې زيات نه زيات ۳۰ سلنه اساسي، لږ تر لږه ۵۰ سلنه مسلکي او تخصصي، او همدارنګه د پوهنتون شموله په ګډون ۱۲ سلنه اختياري مضامينو تدريس بشپړه د لسانس دوره په بر کې رانغاړي، د کوم له بشپړولو څخه وروسته چې یې د دې دېپارتمېنت زده کړيالان د لسانس په کچه فارغ التحصيل پېژندل کېږي. 

۲. لرليد (Vision)

د حقوقو د تحصيلې څانګې بنسټ هيله لري، چې په حقوقي او قانوني پوهنيز ډګر کې، د هېواد په کچه د (۳)غوره تحصيلي بنسټونو او د سيمې په کچه د(۱۰) غوره تحصيلي بنسټونو په رديف کې د یو باکيفيته په اسلامي او نړيوالو معيارونو باندې د برابر تحصيلي اداري بنسټ په څېر هسکه غاړه ځان وځلوي.

۳. ماموريت (Mission)

د حقوقو زده کړييزه رشته دا خپل رسالت ګڼي، چې د یو معياري او واحد زده کړييز نصاب پر بنسټ د ټولن پېژندنې، درک، مشارکت او په ټولنه کې د برياليتوب په موخه د لېسانس تر کچې په ديني او ملي ارزښتونو باندې سمبال ځوان کهول(حقوقدانان، څارنوالان، مدافع وکيلان او قضات) وروزي، د دې رشتې مسؤلين او د علمي کادر غړي د خپلو اړونده علمي، عملي او مسلکي دنده ييزه چارو او تدريسي کړنو کې دا خپل مسير او محور ټاکي، چې زده کړيالان یې د تيوري او عملي زده کړو له طريقه هغه مسلکي زده کړې او وړتياوې کسب کړي، کومې چې د یو شفاف او غښتلي عدلي او قضايي سکتور، حکومتولۍ او د قانون حاکميت د رامنځته کولو لامل او هلته د مثمر او ګټورو خدماتو عرضه کولو لپاره اړين دي، همدارنګه دې ته زمينه برابروي چې ولسونه حقوقي نظام په غوره توګه وپېژني او د عدالت په غوره توګه د تجربه کولو له طريقه د ازادۍ، آمنيت، صلحې، پرمختګ او سوکالۍ په څېر د سترو الهي نعمتونو لذت وڅکي.

۴. د قضاء او څارنوالي دېپارتمېنت تشکيلاتي چارت:

 

۵. د استادانو اړوند تفصیلي معلومات:

علمي رتبه/ د تحصيل کچه/ ځای/ رشته

د تقرر نېټه

 

نوم/ تخلص

ګڼه

پوهنمل/ ماستر/ ننګرهار پوهنتون، حقوق، د قضاء او څارنوالي څانګه

۴/ ۸/ ۱۳۹۲

محمد یوسف" زماني"

  1.  

پوهنيار/ ماستر/ ننګرهار پوهنتون، حقوق، د قضاء او څارنوالي څانګه

۴/ ۸/ ۱۳۹۲

عبيدالله " غزنوي"‌

  1.  

پوهنيار/ ماستر/ چاپان، تجارت حقوق

۲۶/ ۶/ ۱۳۹۲

رحمت الله " لېوال "

  1.  

پوهنيار/ ماستر/ ننګرهار پوهنتون، حقوق، د قضاء  او څارنوالي څانګه

۴/ ۸/ ۱۳۹۲

محمد شريف " څار "‌

  1.  

پوهنيار/ ماستر/ ننګرهار پوهنتون، حقوق، د قضاء او څارنوالي څانګه

۴/ ۸/ ۱۳۹۲

شريف الله " امين"

  1.  

پوهنيار/ ماستر/ ننګرهار پوهنتون، حقوق، د قضاء او څارنوالي څانګه

۴/ ۸/ ۱۳۹۲

نور انور" فاروقي"

  1.  

پوهنيار/ ماستر/ هندوستان، د حقوقو رشته

۲۶/ ۶ / ۱۳۹۲

محمد ولي " انورزی"‌

  1.  

پوهنيار/ ماستر/ ننګرهار پوهنتون، حقوق، د قضاء او څارنوالي څانګه

۴/ ۸/ ۱۳۹۲

شاهدالله " صافی "

  1.  

پوهنيار/ ماستر/ ننګرهار پوهنتون، حقوق، د قضاء او څارنوالي څانګه

۴/ ۸/ ۱۳۹۲

ذاهدالله " شينواری "‌

  1.  

 

۶. د قضاء او څارنوالي دېپارتمېنت سره د اړيکې نيولو معلومات:

 

پوهنيار محمد یوسف " زماني"

د دېپارتمېنت آمر

د ګردېز ښار، پکتيا پوهنتون، حقوق او سياسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي دېپارتمېنت

آدرس

پکتيا

ولایت

۰۷۸۳۸۹۸۷۴۷/۰۷۷۹۳۶۵۵۶۹

د تلېفون شمېره

myousafzamani2@gmail.com

ایمیل آدرس