د ازموینې لمړۍ ورځې په بریا سره پای وموند!

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۹:۲۵
first

د ازموینې لمړۍ ورځې په بریا سره پای وموند!

د ازموینې له پیل مخکې د سلا مشورو غونډه ترسره شوه. دا غونډه د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي تر مشرۍ لاندې د ازموینو د ملي ادارې د استازو، د پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیالانو او د پوهنتون استادانو ترمنځ دایره شوه. غونډه د قرانکریم په مبارکو ایتونو د پوهنمل عبدالرحمن مبشر له خوا پیل شوه. ورپسې ښاغلي پوهندوی دکتور سیدولي جلالزي د ښه راغلاست ترڅنګ راغلي هیئت او د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه چې زده کوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي او په زده کوونکو له بېځایه فشار څخه ډډه وکړي. همدارنګه ښاغلي جلالزي زیاته کړه چې د ازموینې سمې او قانوني مخته بیونې برخه کې هم له توان ور اخوا همکاري وکړی.

د ازموینو ملي ادارې د استازو په مشرۍ محترم پوهنوال نصیراحمد محبت وینا وکړه او استادانو ته یې د ازموینې په شفاف اخیستلو ټینګار وکړ.

وروسته د پوهنتون د محصلان چارو درانه مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي د تیرو ازموینو تجربو ته په کتو خپلې لازمې سپارښتنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د غونډې په وروستیو کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي په لاسونو د زده کوونکو د نماینده ګانو او استادانو په حضور کې د ازموینو د پارچو صندوقونه پرانیستل شول.

ازموینه په خپل وخت پیل شوه او ډېر عالي ډول پای ته ورسیده.

درنښت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS