د دریو پروژو یعنې احاطې، منځ سړک او حقوقو پوهنځي د ستونزو په حل او چارو ژر بشپړیدو نن د ولایت مقام کې ناسته تر سره شوه!

pu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۱۷
a
د دریو پروژو یعنې احاطې، منځ سړک او حقوقو پوهنځي د ستونزو په حل او چارو ژر بشپړیدو نن د ولایت مقام کې ناسته تر سره شوه! دا ناسته چې د پوهنتون قدرمن رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي په غوښتنه جوړه شوي وه، چې د اقتصاد قدرمن رییس بهرام بهیر، د کور او ښار جوړولو قدرمن رییس ښاغلي انجنیر محمدرحیم افغان، د سکتور سرپرست رییس صیب ښاغلی انجنیر سلطان احمدزي او د پوهنتون اداري مرستیال ښاغلي محمدالله ګردیزي پکې ګډون درلوده. ناستې ته د شرکتونو مسؤلین هم راغوښتل شوي وو. د ناستې په پیل کې د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د دې پروژو په ځنډ، ستونزو خبرې وکړې او ټینګار یې په دې وو چې دا پروژې هر څومره ژر چې کیدای شي بشپړې شي. د کور او ښار جوړولو رییس هم د شرکتونو د کار په ټکني مخته تلو خبرې وکړې. وروسته د شرکتونو مسؤلینو د دې پروژو د پاتې چارو د ژر بشپړیدو ژمنه وکړه. د ناستې په پای کې د اقتصاد محترم رییس بهیر د شرکتونو مسؤلینو ته په واضح ټکو کې وویل چې د دې پروژو په برخه کې نور ځنډ د ولایت مقام ته د منلو نده او باید د یوې میاشتې په جریان کې بشپړې شي. وروسته د څلورو واړو ادارو درنو رییسانو د پوهنتون د عمومي کتابتون د ودانۍ له چارو څخه لیدنه وکړه او شرکت یې د کتابتون د ودانۍ د پروژې د چارو ښه تطبیق ته وهڅاوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS