د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د پکتیا پوهنتون د رییس پیغام!

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۳:۲۴
uni

د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د پکتیا پوهنتون د رییس پیغام!

اختر چې د مسلمان امت یوه دیني او ځانګړې خوشحالي ده نو دیته په کتو درنو پکتیاوالو او اتلو هېوادوالو په خوښۍ یې ولمانځئ. دا چې په هېواد کې مو ظالمې او بې رحمه جګړې لکونه یتیمان تر شا پرې ایښي نو هیله مند یم، چې د اختر په ورځو کې هغوي ته ځانګړې مینه او خواړه ورکړئ، هغوي میلمانه کړی تر څو د پلارونو نشتون حس نکړي او ویې نه ځوروي. له خپلو بې وزلو سره مرستې وکړئ تر څو هغوي هم کوچنی اختر په خوښۍ سره ولمانځي. زه د پکتیا پوهنتون د لمړي مسؤل او خادم په توګه د هېواد دردمن ولسمشر محمداشرف غني، د دواړو مجلسونو مشرانو او استازو، د کابینې محترمو غړیو، لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر او رهبري، د پکتیا قدرمن والي محمدحلیم فدایي، د ولایتي شورا درانه رییس عبدالملک مجاهد او استازو، درنو اداري ریسانو، د پکتیا ولایت غیور ولس، درنو هېوادوالو، د هېواد ساتونکو درنو امنیتي ځواکونو، زما همسنګرو نوښتګرو مرستیالانو، د پوهنځیو عزتمندو رییسانو، د پوهنتون او هېواد ځوانو بچیانو روزونکو محترمو استادانو، د پوهنتون ښکلا او د دې هېواد راتلونکو مشرانو خوږو محصلانو، د پوهنتون د ابادۍ او زرغون ساتلو اتلو کارمندانو تاسو ټولو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم، خدای ج د وکړي چې اختر مو په خوښي تیر شي. د درې ورځني اوربند ورځې د خدای ج په دایمي او تلپاتې اوربند واړوي. امین ثم امین

مینه او ادب

ستاسو کشر ورور او خادم

پوهندی دکتور سیدولي جلالزی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS