د ۱۴۰۱ کال، حمل ۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۹:۲

پکتیا پوهنتـــــون کې د رهــبري شورا  نوبـــتي ناستـــه ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، بېلا بېلو څانګو امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو. لومړی د پکتیا پوهنتــون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغـــلاست ویلو تر څنـــګ د پوهنځیو له رئیس صاحبانو څخه وغوښتل چې د استادانو او کارمندانو حاضري ته متوجې شي. نوموړي د استـــــادانو او کارمندانو پر خپل وخت دندو ته حاضري لازمه وګڼله او د رهبري شورا له غړو څخه یې هم وغوښتل چې پر خپل وخت باید ناستو ته حاضر شي.

همدارنګه ناستـــه کې د نیالـــګیو کــــېنولو لپاره کمپاین ته د چمتولي ترڅنګ پر یو شمېر نورو مسائلو هم بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

ناسته د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS