پکتیا پوهنتون ته ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت لوړ پوړی پلاوی راغلی وو

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۹:۵۵

پکتیا پوهنتون ته ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت لوړ پوړی پلاوی راغلی وو!

د پلاوي مشري درانه اداري معین مولوي اسدالله فرید کوله، هغه غونډه چې د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د قرآنکریم په سپېڅلو آیتونو پیل شوه، د ښه راغلاست وینا د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ښاغلي قاضي عبدالواحد همت وکړه. ورپسې د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د پوهنتون لاسته را‌ؤړنې شریکې کړې او په پوهنتون کې د شته ستونزو د هوارۍ غوښتنه وکړه. همدارنګه ښاغلي جلالزي د پوهنتون د دوه پوهنځیو د تعمیرونو، سون توکو او ځینې نورې غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې، ورپسی د پکتیا پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي عبدالله احمدي خپله وینا وکړه. د استادانو په استازولۍ ښاغلي محمد شریف فرقاني وینا وکړه او د استادانو ستونزې او غوښتنې یې له درانه معین صیب سره شریکې کړې، ورپسې د پکتیا ولایت د ارشاد او دعوت درانه رئیس مولوي بدرالدین خپله ارزښتناکه وینا وکړه او د پوهنتون ادارې ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د غونډې په ورستیو کې د لوړو زده کړو وزارت درانه معین صیب مولوي اسدالله فرید خپله عالمانه، هر اړخیزه وینا وکړه او د لوړو زده کړو وزارت په استازولي یې د پکتیا پوهنتون رهبري، استادانو او کارمندانو ته ډاډ ورکړ چې موږ به د پکتیا پوهنتون ټولو ستونزو ته رسیده ګې کوو او دا پوهنتون به د تېر په څېر د پرمختګونو شاهد وي. عالیقدر معین صیب زیاته کړه دا پوهنتون چې تل یې د ولسونو چوپړ او خدمت کړی او له ښه نومه برخمن ده موږ به په ټول توان د دې پوهنتون د لا ښه ځلیدا لپاره کار وکړو او خپل راتلونکي نسل ته په اسلامي او ملي روحیه کادرونه وروزو.

غونډې د پای وینا او دعایې لپاره په پکتیا ولایت کې د پوهنې ریاست درانه رئیس مولوي نیک محمد ته بلنه ورکړل شوه او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

درنښت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS