پکتیا پوهنتون دا ځل د نیال ایښودلو کمپاین په پوهنتون کې د خپلو تولید شویو نیالونو یا ونو څخه پیل کړ!

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۱۲

پکتیا پوهنتون دا ځل د نیال ایښودلو کمپاین په پوهنتون کې د خپلو تولید شویو نیالونو یا ونو څخه پیل کړ!
د کب شلمه د نیال ایښودنې ملي ورځ:
پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي د طبعي سرچینو او ځنګلونو څانګې په تولید شویو نیالونو د نیال ایښودلو کمپاین په داسې حال کې پیل کړ چې د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتورسیدولي جلالزي، دری واړو درنو مرستیالانو، د یو شمیر پوهنځیو محترمو ریسانو، اداري او تدریسي مدیرانو او اداري کارکوونکو ګډون درلوده.
مونږ به له دې وروسته هڅه کوو چې د خپلو تولید شویو نیالونو هغه که ځنګلي ونې وي یا هم زینتي بوټي وي، د پوهنتون د سرسبزۍ لپاره به ترې ګټه پورته کوو.
هیره دې نه وي چې پکتیا پوهنتون د خپل میړني ولس، ولایت مقام، دلوړو زده کړو محترم وزارت، د پارلمان درنو وکیلانو، مشرانو جرګې قدرمن مشر، د پکتیا ولایتي شورا استازو، د کلیو پراختیا وزارت قدرمن وزیر او نورو ټولو هغو دوستانو، چې مونږ یې نومونه نه دي اخیستي له برکته په یوه بریالي او حساب وړ پوهنتون اوښتی، زموږ هڅه به دا وي چې د خپل اتل ولس مینه وساتو او څرنګه چې لازم دي کار ورته وکړو.
د زرغون او په ځان بسیا افغانستان لیدو په هیله.
اداره.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS