خبرتیا

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۳:۴۳

خبرتیا!

له دولتي پوهنتون څخه دولتي ته د محصلانو تبدیلي د ۱۴۰۰/۱۰/۱ نېټې څخه پیل او په لاندې شرایطو تر دوو میاشتو پورې ترسره کېږي:

1ـ په لومړي پوهنتون کې لږ تر لږه د یوه سمستر په بریالي ډول پوره کول.

2ـ د ښځینه وو تبدیلي د همدې خبرتیا د لومړۍ کرښې او لېسانس روزنیزې دورې د ۲۹مې مادې، درېیم بند پر اساس، د دواړو تحصیلي بنسټونو په موافقه او د کانکور معیاري نومرو په پوره کولو سره تر سره کېږي.

3ـ د لېسانس روزنیزې دورې د مقررې پر اساس د نارینه (ذکور) محصلانو تبدیلي له روزانه څخه روزانه ته نه کېږي. نارینه محصلانو تبدیلي یوازې له روزانه څخه شبانه ته، په ورته څانګه، ټولګي او سمستر کې تر سره کېږي.

4- هغه نوي شامل شوي محصلان چې د ۱۴۰۰کال، کانکور ازموینې له لارې جذب شوي، د تبدیلۍ پروسه یې په مرغومې او سلواغه کې نه تر سره کېږي، ځکه یو سمستر یې پای ته نه دی رسولی.

5ـ هغه محصلان چې له یوه سمستر څخه یې زیات درس لوستی، د لېسانس مقررې پر اساس یې تبدیلي په مرغومې او سلواغه میاشت کې پیلیږي.

6ـ د تبدیلۍ فورم له لومړي پوهنتون څخه تر لاسه او د دواړو (لومړي او دویمي) پوهنتونونو له موافقې وروسته دې، د نهایي طی مراحل کولو لپاره د دولتي محصلانو چارو ریاست ته وسپاري او د کار پېژندنې له کمیسیون وروسته یې پایلې اعلانیږي.

هغه محصلان چې د کار پېژندنې له کمیسیون وروسته د شرایطو وړ وي، لاندې پړاوونه تعقیبوي:

7ـ د کمیسیون له تایید وروسته، د محصل د سوانحو د غوښتلو لپاره اړوند (لومړي) پوهنتون ته مکتوب ورکول کېږي.

8ـ د محصل د سوانحو له تر لاسه کولو وروسته، په داسې حال کې چې د محصل سوانح قانوني ستونزه ونه لري، د زده کړو د دوام لپاره دویمي پوهنتون ته مکتوب ورکول کېږي.

9ـ هغه محصل چې په لومړي پوهنتون کې یې په دوو مضمونونو کې کرېډېټ نه وي پوره کړي، تبدیلي یې نه طی مراحل کېږي.

10ـ یو محصل په خپله تحصیلي دوره کې یوازې یو ځل د تبدیلي حق لري.

11ـ تبدیلي یوازې په ورته څانګه، ټولګي او سمستر کې اجرا کېږي.

نوټ: هغه محصلان چې تبدیلي یې د کار پېژندنې کمیسیون له لوري رد کېږي، د تبدیلي اسناد یې ترې اخیستل کېږي او بښنه ترې غوښتل کېږي.

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS