پکتیا پوهنتون ۱۴۰۰ کال ،سلواغي ۳۰ مه

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۱:۴۱

۱۴۰۰ کال، سلواغې ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون غونډو په تالار کې د امریکا له لوري د افغان ولس کنګل شوې شتمني په غبرګون کې مطبوعاتي کنفرانس چې مشري یې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده کوله تر سره شو.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د پکتیا پوهنتون مرستیالانو، اړوند پوهنځیو رئیسانو ، استادانو ، نظر خاوندانو او ژورنالیستانو برخه درلوده، ګډونوالو یې په یوه خوله له نړیوالو، خصوصاً له امریکا څخه د افغان ولس په حق کې د عدالت غوښتنه وکړه.

پوهنتون رئیس د امریکا له لوري د افغان ولس شتمني کنګل کیدل یو ظالمانه اقدام یاد کړ، په خبره یې دا د افغانانو شتمني ده هيڅ هیواد دې په یو او بل نامه ورڅخه نه اخلي.

پوهنتون رئیس وویل د یوه مسؤل او اګاه بنسټ په توګه د دوی دنده ده تر څو نړیوالو ته خپل دا پیغام چې عدالت تامین کړئ او د افغان غریب ولس شتمني ورڅخه په زور مه اخلئ ورسوي.

د کنفرانس نورو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې دغه شتمني د نظام نه بلکې د ولس مال یاد کړ، دوی په نړیوالو ادارو چې اشاره یې ملګرو ملتونو ته وه غږ وکړ تر څو امریکا له دا ډول خودسرانه پرېکړو را وګرځوي.

د ګډونوالو په خبره د نړیوالو اصولو او نورمونو له مخې افغانان کولای شي چې د امریکا ددې غیري عادلانه اقدام په مقابل کې معتبرو بنسټونو ته عریض شي.

کنفرانس د استاد محمد شریف امین لخوا د اختتامیه دعا په ویلو پای ته ورسېده.

د عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS