۱۴۴۵/۵/۱ پکتيا پوهنتون

pu_admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۲۶ - ۱۰:۳۳
a

۱۴۴۵/۵/۱ پکتيا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د پوهنتون د رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي تر مشرۍ لاندې دایره شوه.

ناسته کـــې چــــې د مالي او اداري چارو مرستیال سیــــف الله محمدي، د پوهنځیو رئیسانو او د دعوت او ارشاد امر برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون رئیــس مولوي عبدالحکیم حمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هـــــرکلي ویلو ترڅنګ د رهبري شورا له غړو وغوښــــــتل چې تر ممــــــــکنه حده پورې دې هڅه وکړي، چې محصلین د مسلک ترڅنګ بشپړ فکري هم وروزل شي.

همدارنګه ښاغلــــــي حمدي د زده کړو او تعلیم پر ارزښت او د نوي نظام له لـوري د تعلیمي او تحصیلي ادارو پر بشپړ ملاتړ د ناستې له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

ورپسې د دعوت او ارشاد امر مولوي محمد خان روحاني د سیرت او صورت جوړولو پر ارزښت او اهمیت له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

ښاغلي روحاني همدارنګه د مشر تابه د فرمانونو پر بشپړ عملي کېدلو، په اداره کې همغږي رامنځته کول او د امر پر اطاعت کولو ټینګار وکړ.

وروسته ناسته کې د یو شمــــــېر مـوضوعاتو پر سر لکه: د ولایت مقام سره د پوهنتون میاشتنی راپور شریک کول، له راستنیدونکو مهاجرینو سره پر همکاري او د پوهنځیو د چارو پر انسجام د ګډونوالو ترمنځ ازاد بحث وشو او د ځینو مسائلو په اړه لازم تصامیم هم ونیول شول.

د رهبري شورا دغه ناسته هم د دعایـــــــې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS