د پکتیا پوهنتون علمي او محصلانو چارو معاونیتونو په ګډه د پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو او څانګو آمرینو سره د همغږي ناسته دائره شوه.

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۹:۸
ms

د پکتیا پوهنتون علمي او محصلانو  چارو معاونیتونو په ګډه د پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو او څانګو آمرینو سره د همغږي ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶کال شعبان ۱۲مه، د پکتیا پوهنتون علمي او محصلانو  چارو معاونیتونو په ګډه د پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو د څانګو آمرینو سره د همغږي ناسته دائره شوه.

په دغه ګډه ناسته کې چې، د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم، د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د بېلا بېلو پوهنځيو د څانګو آمرینو برخه درلوده،  پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدلله مسلم د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او د خبرو پر مهال یې په ۱۴۰۴ کال کې د محصلانو د کیفیت لوړونې په برخه کې د استادانو نظریات مهم وبلل او ورسره یې د شریک کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مسلم د خبرو پر مهال وویل ټولې هغه ستونزې باید په نښه شي چې، د محصلانو د کیفیت لوړاوي په برخه کې موجودې دي او ورته د حل مناسبې لارې ولټول شي.

ورپسې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د خبرو پر مهال وویل د محصلانو په برخه کې د کیفیت لوړاوي لپاره د یوې کمېټې په جوړولو کار کوي، چې پر اساس به یې د محصلانو د کیفیت لوړاوي په برخه کې ډېره مرسته شوې وي.

ښاغلي خپلواک د خبرو پر مهال د څانګو له آمرینو څخه وغوښتل کومې ستونزې چې دوی اوس ورسره لاس او ګریوان دي په نښه او د محصلانو چارو له معاونیت سره دې شریکې کړي.

وروسته ناسته کې د بېلا بېلو پوهنځیو د څانګو آمرینو نظریات شریک او واورېدل شول او ټولو هیله څرګنده کړه چې دغو ستونزو او نظریاتو ته به رسیده ګي کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS