پکتیا پوهنتون کې هم د استادانو لپاره لیلیه پیل شوه.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۴۱
lia

پکتیا پوهنتون کې هم د استادانو لپاره لیلیه پیل شوه.

 دوشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې په ۱۴مه، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د خاص شفقت او حکم له مخې چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو هغو استادانو ته، چــــــــــــــــــــــــــــې په بېلابېلو ولایتونو کې د هېواد د بچیانو د تدریس پر چارو مصروف دي، د اوسېدو ځــــــــــــــــــــــــــای او اعاشه ورته تر منظوري وروسته په پکتیا پوهنتون کې هم د استادانو لپاره لیلیه پیل شوه.

د یادونې وړ دی، د پکتیا پوهنتون استادان د لیلیې د پیل په پار د مشرتابه مقام او لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه د زړه له تله د مننې ترڅنګ دا یو نېک اقدام یادوي، چې په تحصیلي نهادونو کې د استادانو لپاره لیلیې پیل او ورسره د استادانو د اوسېدو او ځای ستونزه هم حل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS